ډیپیکا پاډوکون اعتراف وکړ چې یو فلم یې ډیر خراب دی | بلاگ

ډیپیکا پاډوکون اعتراف وکړ چې یو فلم یې ډیر خراب دی

تعرفه تبلیغات در سایت

آخرین مطالب

امکانات وب

د بالیووډ نوموتې ستورې ډيپیکا خپل هغه فلم په ګوته کړی، چې ددې په باور تر ټولو خراب او بې مزې و.

په هندي سینما کې دا ډیره نادره ده، چې یو فلمي ستوری دې دومره په اسانه خپل ټول فلم د خپل مسلکي ژوند تر ټولې بې مزې فلم یاد کړي.

پاډوکون د خپلې خور انوشا پاډوکون سره یو ځای په یوه مرکه کې دا منلې، چې (چندني چوک ټو چینا) ددې تر ټولو خراب فلم و.
د ډيپیکا خور انوشا لومړی ادعا کړې، چې ډيپيکا تر ټولو بې مزې فلم (چندني چوک ټو چینا) و؛ پاډوکون هم منلې، چې دايې په ریښتیا هم ډیر خراب فلم و.
چندني چوک ټو چینا د اکشي کومار او ډيپیکا پاډوکون ګډ فلم دی، چې په ۲۰۰۹ کال کې خپور شو. په دې فلم کې ډیپیکا پاډوکون غبرګ رول لوبوي.

دا فلم د اکشي کومار او ډيپیکا له ناکامو فلمونو څخه ګڼل کیږي. فلم کې اکشی کومار سبزي پلورنکی دی، چې د ډهلي ښار په چندني چوک کې سبزي خرڅوي. دا د چین په ځینو قاچاقبرو پیښیږي او له هغوی سره په ناپوهۍ کې چین ته ځي. په لاره کې له ډیپیکا پاډوکون، چې په فلم کې یوه هندي الاصله چینايۍ ماډله ده مخ کیږي. ملګري یې ورسره غداري کوي او د ګڼو ستونزو او ربړونو وروسته، اکشی کومار په چین کې د سبزي دوکان خلاصوي او له هغه ځایه بیا افریقا ته د سفر نیت کوي، چې فلم همدلته تمامیږي. په فلم کې پاډوکون له اکشي سره مرسته کوي، چې کینګ فو زده کړي.

پاډوکون وايي، چې دا ددې لپاره تر ټولو خراب فلم و؛ خو اکشي کومار لا هم په دې اړه څه نه دي ویلي.
ډیپیکا پاډوکون تازه د پاډماوت جنجالي فلم خپور کړی، چې کروړونه پیسې يې وګټلې. تمه ده، چې پاډماوتي به د ډیپیکا تر ټولو کامیاب فلم وي. په دې فلم کې د پاډوکون سره یوځای رنویر سنګ او شاهد کپور هم لوبیدلي دي.

اکشي کومار بیا د پډمین فلم د روانې فبروروي میاشتې په ۹ مه خپور کړ، چې د پیل په ورځو کې ښه بازار درلود.

له فیسبوک تبصرې

تبصرې

...
نویسنده : کاوه محمدزادگان بازدید : 8 تاريخ : سه شنبه 24 بهمن 1396 ساعت: 17:57