افغان نجونې د کمپيوټري ګېم جوړولو له لارې د ټولنې ننګونې انځوروي

ساخت وبلاگ

هرات (پژواک، ۲۴ سلواغه ۹۶): د هرات ولايت د نجونو لومړۍ ډله د کمپيوټري لوبو جوړولو له لارې غواړي چې په هېواد کې د شته ننګونو يوه برخه انځور کړي او حل لارې يې هم وړاندې کړي.

د نجونو دغه اووه کسيزه ډله چې ټولې يې د هرات پوهنتون له کمپيوټر ساينس پوهنځي فارغې شوې دي، له ۲۰۱۵ کال څخه راهيسې  يې د کمپيوټري لوبو (ګېم) جوړولو په برخه کې خپل کارونه پيل کړي دي.

د دوی په وينا، د ياد تېر وخت په اوږدو کې يې ۲۳ کمپيوټري لوبې جوړې کړې چې په ټولو کې يې د افغانستان روانې ننګونې او حل لارې انځور شوې دي.

په هرات کې د کمپيوټري لوبو جوړوونکې خاطرې محمدي وويل چې يوه کمپيوټري لوبه په هلمند کې له نشه يي توکو سره د مبارزې په اړه جوړه شوې چې په ياده لوبه کې افغان سرتېري بالاخره توانېږي چې له هلمند ولايت څخه نشه يي توکي پاک کړي او د زعفرانو کرکيلې لپاره زمينه برابره کړي.

محمدي دغه راز د يادو کمپيوټري لوبو د جوړېدو موخه نړيوالو ته د افغانانو ور پېژندل وبلله څو پوه شي چې افغانان له نشه يي توکو سره مبارزه کوي.

نوموړې پژواک ته وويل: "دغه ګېم د اوو تنو په همکارۍ سره جوړ شوی او موخه مو يوازې له نشه يي توکو سره مبارزه ده چې افغان سرتېري هلمند ولايت ته ځي او نشه يي توکي له منځه وړي او پر ځای يې زعفران کري."

يوې بلې ګېم جوړونکې نرګس حسني پژواک ته وويل: "غواړو چې په خپلو جوړ کړو ګېمونو سره زموږ د ټولنې د ستونزو يوه برخه انځور کړو او حل لار يې هم وړاندې کړو."

د يادې ډلې يوې بلې غړې حسينا حيدري پژواک ته وويل چې د دوی له خوا ټولې جوړې کړای شوې لوبې مخاطب ته ځانګړی پيغام لري.

نوموړې زياته کړه: "ډېری کمپيوټري لوبو او ګېمونو ته د ساعت تېرۍ په سترګه ګوري، خو موږ وغوښتل چې په خپلو ګېمونوسره ټولنې ته يو پيغام يا موخه ولرو او يوه ستونزه حل کړو."

په لمريز نظام کې د جګړې ګېمونه د هېواد د لومړي ستور مزلي عبدالاحد مومند له رول سره، د  ګېم جوړوونکو نجونو د يادې اووه کسيزې ډلې په کمپیوټري ګېمونو کې شامل دی.

په ورته وخت کې په هرات کې د ګېم جوړوونکو نجونو ښوونکی احسان احراري د خپلو شاګردانو د پرمختګ په اړه خوښي څرګنده کړه او ويې ويل: "که حکومت د يادې ډلې کار ته اهميت ورکړي او دوی ته د اړتيا وړ توکي برابر کړي، د نړۍ له هېوادونو سره سيالي کولای شي."

نوموړي وويل: "له بده مرغه تر اوسه د دولت له خوا په دې برخه کې هېڅ مرسته نه ده شوې او کومه مرسته چې شوې هغه يوازې د کود ليکنې مرکز د" سي ټي ای" له خوا شوې او که يادو محصلينو ته لا ډېره ځواکمن کمپيوټر په واک کې ورکړل شي، ډاډه يم چې که تر بهرنيو هېوادونو لوړ نه شي، تر هغوی به ټيټ هم نه وي."

نوموړي زياته کړه چې د محصلينو دغه اووه کسيزه ډله له دوو کلونو راهيسې  په هرات کې د کود ليکنې مرکز "سي ټي ار" له خوا د کمپيوټري لوبو جوړولو په برخه کې کار کوي.

له دې ټولو سره سره د نجونو د ګېم جوړونې یاده ډله له حکومته غواړي چې د دوی ننګه او ملاتړ وکړي، څو وکولای شي چې خپل هېواد ته وياړ ور په برخه کړي.

Pasto: HP lead articles...
ما را در سایت Pasto: HP lead articles دنبال می کنید

برچسب : نویسنده : کاوه محمدزادگان afghaniha بازدید : 327 تاريخ : سه شنبه 24 بهمن 1396 ساعت: 17:57