پکتيا کې اويا سلنه روغتيايي مرکزونه د فعالیت قانوني اسناد نه لري

ساخت وبلاگ

ګردېز (پژواک، ٢٤ سلواغه ٩٦): په پکتيا کې ډېری شخصي روغتونونه، د بېلابېلو برخو صحي کلينيکونه، درملتونونه او د درملو واردوونکو کمپنيو د استازو دفترونه له قانوني اسنادو پرته فعاليت کوي.

د پژواک خبري اژانس د پلټنو له مخې، اوسمهال د دغه ولايت د نهو شخصي روغتونونو له ډلې پنځه او د درملو له واردوونکو ۲۵ کمپنيو څخه ۱۹ يې د فعاليت جوازونه نه لري.

په ګردېز کې د شته شخصي کلينيکونو له ډلې يوازې دوه د فعاليت رسمي جواز لري او له ۴۷ لابراتوارونو ۳۱ یې جواز نه لري.

همدارنګه په ۲۷۵ درملتونونو کې ۱۰۷، په ۶۴ شخصي معاينه خانو کې ۳۵ او د غاښونو په ۳۸ کلينيکونو کې ۲۶ د فعاليت کولو قانوني جوازونه نه لري.

پر دې سربېره په ګردېز ښار کې د اکسرې ۱۳ کلينيکونه شته چې ټول يې بې جوازه دي او د درملو د ۱۵ عمده پلورنځيو له ډلې بيا يواځې دوه يې جواز نه لري.

نو د پورتنيو شمېرو له مخې، په پکتيا کې شاوخوا اويا سلنه روغتيايي مرکزونه له قانوني اسنادو پرته فعاليت کوي.

خلک د روغتيايي مرکزونو خپلسری او ناکنټروله فعاليت د سختې اندېښنې وړ بولي او وايي چې د دې ډول فعاليتونو له امله ناروغان د ښه کېدو پر ځای لا پسې ناروغېږي.

د ګردېز یوه اوسېدونکي انجنير وحيدالله پژواک ته وويل چې پرته له اسنادو فعاليت کول، د خلکو له ژوند سره لوبې دي.

وحيدالله وايي: ((غير مجوز يانې قانوني جواز نه لري، قانون ته مسوول نه دي او هر څه يې چې زړه وغواړي، راوړي يې او پر بېچاره او در په بدره ولس يې خرڅوي، ان تر دې چې ژوند يې واخلي.))

ده زياته کړه، ډېرى وخت په دغه ولايت کې ناروغان نه ښه کېږي او عمده لامل يې د همدې بې اسناده روغتيايي مرکزونو شتون دى.

په پکتيا کې د داخله ناروغيو متخصص ډاکتر عبدالهادي حماس هم د روغتیايي مرکزونو او کارکوونکو پر قانوني کېدو ټينګار کوي او وايي چې ناقانونه فعاليت په صحي مرکزونو او ډاکترانو د خلکو باور کم او له منځه وړي.

حماس پژواک ته وويل: ((بې جوازه، بې ثبته او ناخبره فعاليت واقعاً د حيرانتيا او اندېښنې وړ دی، په نورو ځايونو کې خلک يوه ګولۍ د ډاکتر له رسمي لارښوونې او نسخې پرته نه شي اخيستی، دا د خلکو له ژوند سره جفا کول دي، که څوک رښتيا صحي کارمند وي، بايد جواز ولري.))

بل لور ته د پکتيا والي شميم خان کټوازی هم دا مني چې د دغه ولايت ډېری روغتيايي مرکزونه او درملتونونه غير قانوني فعاليت کوي، خو وايي له څه مودې يې د دغو مرکزونو د قانوني کېدو کار پيل کړی دی.

کټوازي وويل: ((څه باندې اتيا فيصده شخصي کلينيکونه، دواخانې او لابراتوارونه غير قانوني وو؛ يانې جوازونه يې نه لرل؛ ټول خو بندېدی نه شي، لويه ستونزه رامنځته کېږي، کمېسيون مو ورته ټاکلی چې مثلاً کلينيک څومره وخت کې جواز اخيستی شي، درملتون يې څومره اخيستی شي، هغومره وخت مو ورته ورکړی، که بيا هم چا وانه خيست، نو بيا به بند وي او هېڅوک به يې نه شي خلاصولی.))

دغه راز د پکتيا د عامې روغتيا رييس ډاکتر ولايت خان احمدزی وايي چې پر دې مهمه مسئله کار پيل شوی او تر اوسه يې ۲۷ هغه درملتونونه او د درملو د کمپنيو نمايندګۍ تړلې چې جوازونه یې نه لرل.

احمدزی صحي جواز د فعاليت لپاره اساسي چاره يادوي او وايي، هغو روغتونونو، کلينيکونو، درملتونونو او نورو صحي مرکزونو د جواز جوړولو کار پيل کړی چې تر اوسه يې جوازونه نه درلودل.

نوموړي پژواک ته وويل: ((موږ د قوانين صحي بررسي ټېم لرو، په تېره بررسۍ کې موږ ۲۷ هغه دواخانې او د دواګانو کمپنۍ وتړلې چې جواز يې نه درلود، له هغه راهيسې څوارلس يا پنځلسو يې جوازونه جوړ کړي او نورو هم کار پيل کړی دی. موږ هر وخت بررسي کوو، جواز د ټولو لپاره ډېر مهم دی او بايد جوړ يې کړي، کنه د فعاليت حق نه لري.))

د يادونې ده، د عامې روغتيا وزارت شاوخوا درې اوونۍ وړاندې اعلان وکړ چې د درملو څه باندې اته سوه کمپنيو له ډلې به يوازې څو باکيفيته درمل واردوونکې کمپنۍ پرېږدي او له نورو به د فعاليت کولو جواز بېرته واخلي. 

Pasto: HP lead articles...
ما را در سایت Pasto: HP lead articles دنبال می کنید

برچسب : نویسنده : کاوه محمدزادگان afghaniha بازدید : 312 تاريخ : سه شنبه 24 بهمن 1396 ساعت: 17:57

خبرنامه