غوره اداري سیاست؛ څنګه په اداره کې بریالي کیدای شو؟!

ساخت وبلاگ

لیکنه: ډاکټر ټراویس براډبیري
ژباړه: غازي عابد

سیاستونه تل له ستونزو او مشکلاتو سره مل وي. تقریباً هیڅ شخص اداري سیاست کې ښکیلتیا نه خوښوي او هغه خلک چې په کې ښکیل وي، رښتیا هم له ستونزو سره مخ وي.
لکه د نورو عادي سیاستونو په شان اداري سیاست د انساني رویې نه کنټرولیدونکې برخه ده. خلک له یو بل سره اړوي او سیالي، اختلاف او آن سخت رقابت ته پرې خلک تللی شي.
که په اداري سیاست کې د لوبې کولو هڅه ونه کړو، ممکن موږ په خپله اداره کې ځان او خپل کاري محیط وساتلی شو.
دا باید ونه وايې چې زه په اداري سیاست کې نه یم اغیزمن شوی، دا داسې دی لکه وچې وایې چې سیاست کې هیڅکله نه ماتیږم یا هیڅوک نه شي ماتیدای.

د اداري سیاست د بریالیتوب لپاره اساسي خبره دا ده چې ددې هیله ونه کړې چې هر څه خپله پرمخ ځي او داسې چلونه زده کوې چې څنګه په کې یوازې ځان مخکې بوځې.
هغه وخت بریالی کیدای شي چې په مهارت او غوره ډول سره مخته لاړ شې او په دې ځان پوه کړې چې کله او څومره په کې مداخله کول ارزښتمن دي.

دا ۶ خبرې هم یاد لرئ:
۱- اداري کسان مو وپيژنه.
کله مو چې نوې دنده پیل کړه یا که له پخوا دنده کې یاست، پوه شوۍ چې ستاسې د اداري سیاست په مخ کې خنډونه اچول کیږي او دې سره مو کړو وړو ته خطر رسیږي، باید دغسې وخت کې ځان پوره پوه کړې چې څه روان دي.
ممکن ستاسې اداره د مخالفتونو، منفي رقابتونو او ائیتلافونو نه ډکه وي او دغه ډول وضعیت اداره له سقوط سره مخ کوي. باید په دې وخت کې اساسي څیړنه وکړې او هر څه ځانته ښکاره کړې.
– چا او چا ائیتلاف کړی؟
– څوک ښه دی چې مهمې ناستې ته دعوت شي او څوک نه؟
– څوک باید د راتلونکو بدلونونو په اړه تر ټولو لومړی خبر شي او څوک نه؟
– کوم خطرناک کلتوري حرکتونه دي چې د خلکو غوسې پاروي او حوصلې سوځوي؟
دغو سوالونو ته ځواب ورکول ستاسې سیاسي منظره یا بګراونډ تعریفوي. دا په دې مانا نه دي چې ته هم له کوم طرف سره یوځای شي، بلکې په دې مانا چې ټولې ډلې، لوبغاړي او ستراتیژيانې باید له جنجال پیښیدو مخکې وپيژنې. کیدای شي ځان په ناڅاپي ډول په تصادفي خطرناکو سیالیو کې راګیر ووینې.

۲- هڅه وکړه ټول په ځان راټول کړه.
یوه بله غوره لار دا ده چې د ادارې یا کمپنۍ په دننه کې نور غوره هر اړخیز ائیتلافونه (داسې چې ټول په تا ورو ورو راټول شي) جوړ کړې، چې د هر سیاسي بدلون په برخه کې ممکن حده پورې دخیل و اوسې. که چیرته داسې وکړې او د کارکوونکو باور خپل کړې، نو کولی شې چې بریالی شې او د منفي رقابت کوونکو مخه ونیسې. دا چې ځیني اتحادونه کمپنۍ یا اداره پریږدي، پروا نه کوي.

۳- په خپل اصلي هدف مو نظر وساتئ.
له ځان سره په یاد لرئ چې په اداري سیاست کې ستاسې مخکې تګ ساعتیري او ټوکي نه دي او نه هم د هغو ډلو او کسانو په شان چې له امله یې ادارې ته زیان رسیدلی، بلکې هڅې مو دوو شیانو لپاره دي چې یو یې وظیفوي بریا او بله د دندې سرته رسول دي.
که چیرته مو په احساساتي ډول سره چلند وکړ، نو بیا په کې راګیریدلی شئ او ممکن په سپین میدان کې یوازې او خواشینی پاتې شئ.
لټي، بې غوري، غلی پاتې کیدل او نور نامناس چلندونه نه شي کولی چې تاسې ته بریالیتوب درکړي، بلکې باید خپل هدف مو له نظره ونه غورځوئ، داسې ستراتیژیانې او لارې چارې ولټوئ چې بلاخره پرې وشئ کولی ډیر کار او پرمختګ وکړئ.

۴- ځان ګټونکي وبولئ.
یوه مشهوره خبره ده چې هره لوبه ګټونکی او بایلونکی لري. نو که چیرته ستا مخالف درته داسې معلومیږي چې ستونزو کې دی یا په اصطلاح درته مات ښکاره شو، بیا هم بې غوره کیږه مه بلکې خواري او هڅه کوه، ځکه دا کومه وړه لوبه نه ده، یو مهم کار دی.

۵- د ددوو ډلو منځ کې به ځان نه ایساروئ.
تاسې باید له داسې لارې کار واخلئ چې دواړو ډولو یعنې هغوی چې په اداره کې د یو بل پښې وهي، قناعت ورکړئ او همدراز کوښښ باید وکړئ چې حقیقت معلوم کړئ، چې څه هدف لري او څه غواړي. همداراز په دې باید ځان پوه کړئ چې څه ډول تصمیم باید ونیول شي او ښې لارې چارې کومې دي؟

۶- قانوني او اصولي چلند وکړئ.
اصولو او قانون ته پابند اوسئ. که مو په اداري سیاست کې له غوسې، احساساتو او نورو نامناسبو لارو استفاده وکړئ، نو له زیان سره به مخ شئ. باید پوه شئ چې یو ستونزه حلوې کوم ډول ارزښتونه، اخلاق او اصول باید په نظر کې ونیسې، ځکه هر کار او بیا په اداره کې ستونزې په غوسه او جګړو نه حلیږي.

له فیسبوک تبصرې

تبصرې

Pasto: HP lead articles...
ما را در سایت Pasto: HP lead articles دنبال می کنید

برچسب : نویسنده : کاوه محمدزادگان afghaniha بازدید : 272 تاريخ : دوشنبه 23 بهمن 1396 ساعت: 16:11