محمد نبي لمړنی افغان کرکټر شو !

ساخت وبلاگ

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې الراونډر لوبغاړی محمد نبي عیسی خیل د افغانستان د کرکټ په تاریخ کې لمړنی لوبغاړی شو، چې د ۵۰ اوریزه کرکټ په سیالیو کې ۲۰۰۰ منډې جوړې کړې.

نوموړي د متحده عربي اماراتو په شارجه کرکټ لوبغالي کې د افغانستان او زیمبابوې د کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ د ۵ پنځوس اوریزه سیالیو لړۍ په دویمه لوبه کې د یوې ښکلې شپږیزې په وهلو سره ۲۰۰۰ منډې جوړې کړې، چې تر اوسه بل کوم افغان لوبغاړي لا نه دې جوړې کړې.

محمد نبي له زیمبابوۍ سره په روانو لوبو کې ښه توپوهنه کړې

محمد نبي عیسی خیل د افغانستان لپاره په ۸۸ سیالیو کې نمایندګي کړې ده، چې په ۷۹ اننګزونو کې لوبه کړې ده او ټولې ۲۰۰۳ منډې یې جوړې کړې دي.
نوموړی په دغه لوبیدونکو سیالیو کې په یوه سلیزې او ۹ نېمه سلیزو جوړولو سره بریالی شوی دی، چې تر ټولو لوړې منډې یې ۱۱۶ دي.

محمد نبي په دغه لوبو کې د افغانستان او ځان لپاره ۱۲۹ څلوریزې، ۶۶ شپږیزې او ۴۶ کیچونه هم ترلاسه کړي دي.
د یادونې وړ ده، چې د افغانستان او زیمبابوې د کرکټ ملي لوبډلو تر منځ د پیل شویو ۵ یو ورځینیو کرکټ سیالیو په لړۍ کې دوه لوبې ترسره شوې دي، چې په لمړۍ کې افغانستان او په دویمه سیالۍ کې زیمبابوې لوبډلې بریا خپله کړې ده.

له فیسبوک تبصرې

تبصرې

Pasto: HP lead articles...
ما را در سایت Pasto: HP lead articles دنبال می کنید

برچسب : نویسنده : کاوه محمدزادگان afghaniha بازدید : 326 تاريخ : دوشنبه 23 بهمن 1396 ساعت: 16:11

خبرنامه