د افغان لوبډلې راتلونکی لوبډلمشر باید څوک وي؟

ساخت وبلاگ

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې لپاره د لوبډلمشر ټاکنه یو څه خورا ستونزمنه ښکاریږي، ځکه چې د افغان لوبډلې د کرکټ د تاریخ په لړ کې چې کوم ښه لوبغاړی لوبډلمشر ټاکل شوی دی، نو د همدغه لوبغاړي پر کاردګۍ د لوبډلې لوبډلمشرۍ دومره تاثیر کړی دی، چې له لوبغاړي خپله شته لوبه هم هیره شوې ده.

کله چې د کرکټ ملي لوبډلې لوبډلمشر نوروز منګل شو، نو د کرکټ ملي لوبډلې سیالۍ مخ پر لوړې سطحې روانې شوې او د ډیوژنونو څخه تر نړیوال جام پورې لوبډله ورسیده، د نورز منګل د لوبډلمشرۍ بهیر، چې د بریاوو څخه ډک روان و، خو د نوموړي د خپلې لوبې حالت ورځ تر بلې خرابیدو ته روان و، بالاخره د وخت د کرکټ بورډ مشرانو د نوي لوبډلمشر غم وکړ او نورز منګل خپله دنده د افغان لوبډلې الراونډر لوبغاړي محمد نبي عیسی خیل ته ورپریښوده.

محمد نبي عیسی خیل چې د لوبډلې لپاره به یې بهترینه لوبې ترسره کولې، د نورز منګل سیوری پر ده وغورځید، خو منګل د لوبډلمشرۍ وروسته سم د لاسه په لمړیو سیالیو کې د منډو پیل وکړ او تر سلیزې جوړولو ورسید، خو برعکس محمد نبي عیسی خیل ورځ تر بلې د بیټینګ برخه کې د بد نه بدتر حالت ته روان و او د ۱۰ څخه پورته منډې یې نشوې کولی، چې ښې بیلګې یې د ۲۰۱۴ م کال د اسیا جام یا ایشیا کپ سیالۍ وي. په دغه سیالیو کې نوموړی د خپلې کاردګۍ څخه دې حد ته را ورسید، چې نور خپله دنده پریږدي او کرکټ بورډ د هغه وخت په ښه ټچ کې لوبغاړی اضغر ستانکزی رامخ ته کړ. اضغر ستانکزي په لمړیو سیالیو کې داسې پیل وکړ، چې ټولو د کرکټ مینه والو پام یې ځانته را وګرځوو او په لوبډلمشرۍ کې یې پیل د سریلنکا د یو ځایي کلب خلاف د سلېزې څخه وکړ او ورپسې یې څو نورو لوبو ته هم په همدغه ډول دوام ورکړ. خو دغې کارکردګۍ ډیر دوام ونکړ او اضغر ستانکزی ورځ تر بلې د خرابې لوبې خواته ولاړ، چې اوس هم دوام لري.

ستونزه چېرې ده؟

اضغر ستانکزي په خپلې لوبډلمشرۍ کې لمړی د خپل بیټینګ پوزیشن او انداز بدل کړ، چې په همدې کې یې لوی تاوان وکړ، ځکه چې د میډل ارډر نه ټاپ ارډر ته راغی او په دغه پوزیشن کې لوبغاړي ته په کار وي، چې هم رنز وکړي او هم د ویکټې څخه ساتنه وکړي. ستانکزی په دې کار کې ځکه پاتې راغی چې له یوې خوا د ویکټې غورځیدو خطر، له بل خوا د منډو جوړول پکار و، خو دا چې نوموړی په خپلې تیزې توپ وهنې عادت و، په کرار لوبه ترې هم نه کیده، او کله چې په کرار لوبه پیل کړي، نو له یو اړخ نه رنز بند شي او بالونه زیات میس کیږي، ځکه چې نوموړی د یوې دوه منډو جوړولو او د بال ډرایو کولو کې مشکل لري، په دې وخت کې ویکټ هم ګوزار شي او لوبډله هم د فشار سره مخ کیږي. اضغر اوس خپل ضد نیولی دی، غواړي چې په همدې پوزیشن میدان ته راشي او رنز جوړ کړي، خو بار بار هڅو سره نه بریالی کیږي. دا چې خپل پوزیشن هم نه بدلوي او رنز هم ترې نه کیږي، د نوموړي ویکټ هم د افغان لوبډلې لپاره غټه ویکټ ده، خو دا چې څنګه رنز جوړ کړي او کوم ځای کې باید ولوبیږي، نو څه باید وشي !؟

نوی لوبډلمشر باید وټاکل شي !

خو څوک؟

دا منو چې د اضغر ستانکزي د لوبډلمشرۍ په دوره کې چې افغانستان څومره بریاوې او جامونه خپل کړل، د یادولو وړ دي، خو دا چې خپله کاردګي یې خرابه شوې ده او د ده لوبه د لوبډلې لپاره مهمه ده، نو باید لوبډلمشر بدل شي.

په شل اوریزو کې اصغر ستانکزی د غوره لوبډلمشرانو په ډله کې دی

دا چې یو شمیر لوبغاړي د لوبډلمشرۍ د پړاو څخه راتیر شوي او پوره تجربه هم لري او د لوبډلمشرۍ وروسته بیرته ښه ټچ کې شوي هم دي لکه محمد نبي عیسی خیل چې اوس وخت کې د ملي لوبډلې لپاره د راشد خان سره یو ځای ستر رول لوبوي، نو د پخوانیو لوبډلمشرانو څخه به تیر شو او نوی کس باید غوره شي.

د راشد خان ټاکنه ځکه سمه نه ده، چې هغه په اوسني وخت کې د لوبډلې لپاره کلیدي رول لوبوي او زیاتې بریاوې هم اوس وخت کې د نوموړي له برکته دي، نو تیرو تجربو ته په کتو نوموړی باید لوبډلمشر نشي تر څو د ده کار کردګۍ ته زیان ونه رسیږي، خو له ټولو مهمه خبره لا دا چې دا په ټیم کې یو ځوان او کشر لوبغاړی دی او د کشر خبره په مشرانو نه ډیر تاثیر کوي او نه مشرانو د کشرانو لاس لاندې ځان ساتي.

شهزاد محمدي که څه هم ښه افشن دی او د فیلډینګ پر مهال پر ټولو فیلډرانو هم تر بل هر چا زیات نظر ساتي، خو مشکل دا دی، چې دی یو اوپنر لوبغاړی دی او همیش تیزه لوبه ترسره کوي، هسې نه چې د اضغر کانه پرې وشي.

زما په نظر، اوسني وخت کې چې د لوبډلمشرۍ لپاره افغانستان کوم افشن لري، یو کس دی او هغه سمیع الله شینواری دی.

له څه وخت راهیسې سمیع الله شینواري ته د لوبیدو چانس نه دی ورکړل شوی

سمیع الله شينواری په لوبډله کې یو د مشرانو لوبغاړو څخه دی او ډیر کله یې لوبډلې ته بایللې سیالۍ ګټلې دي او د لوبو اوسط یې هم تر نورو لوبغاړو لوړ دی چې دیرش اوسط لري، په داسې پوزیشین بیټینګ ته راځي لکه د ویسټ انډیز ډیرن سمي چې به په لوبډلمشرۍ کې بیټینګ ته راتللو، که نورو لوبغاړو به ښه لوبه کړې وه، نو دی به هم ډاډه و او که به یې نه وه کړې بیا خو هسې هم دی ذمه وار و، نو ځکه د سمیع انتخاب پر ځای ګڼم او د بیټینګ تر څنګ د بالینګ برخه کې هم یو مثبت پلس پواینټ دی او بله مهمه خبره دا چې یو بهترین فیلډر هم دی، خو دا چې وروستیو کې نوموړی وخت نا وخت لوبډلې څخه ډراپ وي، نو ځکه یې کارکردګي هم زیانمنه شوې ده، خو که کرکټ بورډ وغواړي ورڅخه ښه استفاد کولی شي.

یوه خبره به دا شي، چې اضغر به د بوج څخه خلاص شي او کار کردګي نوره بیا هغه پورې اړه لري، دویم دا چې یو سپین بالر به را زیات شي او بل دریم یا څلورم سپین بالر ته به اړتیا نه لیدل کیږي او پر ځای به یې بل تیز بالر ته چانس پیدا شي.

لیکنه: احسان الله ساپی

له فیسبوک تبصرې

تبصرې

Pasto: HP lead articles...
ما را در سایت Pasto: HP lead articles دنبال می کنید

برچسب : نویسنده : کاوه محمدزادگان afghaniha بازدید : 239 تاريخ : دوشنبه 23 بهمن 1396 ساعت: 16:11