دا څنګه ازادي ده؟ ترانه څنګه د اعتراض سندره شوه؟

ساخت وبلاگ

”ځوانان مو قتل کیږي، دا څنګه ازادي ده؟ “دا هغه ترانه وه چې په اسلام اباد کې یې د پښتنو وروستی لاریون ته ژوند ورکړ او اوس په ټوله کوزه پښتونخوا کې د روان حالاتو څخه د ناراضه پښتنو ځوانانو د اعتراض په نعره بدله شوې.

خو دا ترانه څنګه جوړه شوه؟ او څنګه ددې لاریون په غږ بدله شوه؟

ځوان سندرغاړی شوکت عزیز ددې ترانې جوړونکی او ویونکی دی.

د شوکت عزیز د اعتراض دا ترانه په په اسلام اباد کې د پښتون اعتراض په ترانه بدله شوه، او په کوزه پښتونخوا یې ګڼ ځوانان د دوی په سیمو کې د روان ناوړه وضیعت په وړاندې اعتراض ته وهڅول او په ولولو یې راوستل.

شوکت عزیز د مشال راډیو عبدالحی کاکړ ته په یوه مرکه ویلي دا ترانه یې په ډیر تصادفي توګه جوړه کړه. د ښاغلي عزیز په وینا اصلا په دې وروستیو کې پېښور ته د سندرو د یو البم د ثبتولو لپاره تللی و. هغه البم چې عزیز یې ثبتول غوښتل دا ترانه په کې نه وه شامله.

شوکت عزیز د مشال راډیو ته ویلي، په پېښور کې وو چې د نقیب مسید د بې ګنا وژنې په اړه په ټولنیزو رسنیو کې غږونه پورته شول. چې پر ده هم دې او نورو پېښور ژور اغیز کړی و او غوښتل یې د هنر له لارې د خپل اعتراض غږ پورته کوي.

د مشال راډیو عبدالحی کاکړ ته په دې مرکه کې سندرغاړې شوکت عزیز ویلي، ددې پېښې وروسته البم ثبتول پاتې شول او د خپلو احساساتو د شریکولو لپاره د یوې ترانې جوړولو په هڅه کې شو. له خپل یو شاعر ملګري معصوم حرمت یې مرسته وغوښته او داسې په یوناسته کې یې دا ترانه جوړه او وروسته ثبت کړه.

دې وايي هڅه یې وکړه په ترانه کې داسې ساده ژبه وکاروي چې ټول خلک پرې پوه شي.

د شوکت عزیز په وینا د ترانې له ثبت وروسته له ویرې څوک چمتو نه و چې ترانه په ټولنیزو ویب پاڼو کې خپره او اپلوډ کړي. چې بالاخره یې خپله اپلوډ کړه او دا چې د نقیب مسید وژنې خلک احساساتي کړې و نو په ټولنیزو رسنیو کې زر خپره شوه.

په دې اړه چې دا ترانه څنګه په اسلام اباد کې د لاریون ترانه شوه، شوکت عزیز وايي چې لومړی د پښتون تحفظ غورځنګ هغه مهال چې لاریون یې بنو ته ورسیده ، دا ترانه شروع کړه. که څه هم ځینو د غم په دې شیبو کې د موسیقۍ غږولو سره مخالفت هم کاوه خو بیا هم ترانه ددې لاریون سره تر اسلام اباده ملګرې وه.

د شوکت عزیز په وینا په لاره کې خلکو ددې ترانې په وړاندې ښه احساسات ښودل او کله چې په اسلام اباد کې په لاریون کې غږیده نو د کورونو د بامونو له سرونو ښځو ورسره د همدردۍ احساس کاوه.

شوکت عزیز وايي، د لاریون او اعتراضي ناستې پر مهال ځینو اعتراض کونکو وغوښتل چې ساز او موسیقي به نه وي او دا ترانه هم د یوې ورځې لپاره ونه غږیده. خو په سبا یې ځوانان بیا زورو شول او بیرته ددې ترانې غږیدا پیل شو چې لاریون یې د احساساتو او ژوند له څپو ډک کړ.

”ځوانان مو قتل کیږي، دا څنګه ازادي“ په ساده ژبه ویل شوې ترانه ده چې په کې په کوزه پښتونخوا او ټول پاکستان د پښتنو په وړاندې د روان زور زیاتي، ترهګرۍ، ځورونو او وژنو خلاف شکایت شوی. د ترانې انداز او موسیقي یوه رزمي بڼه لري چې ځوانان په ولولو او احساساتو راولي.

اوس دا ترانه په کوزه پښتونخوا کې د پاکستان له ناسم چلن څخه د ستړو پښتنو ځوانانو د اعتراض په نعره بدله شوې ده. او ښايي تر ډیره د پښتونخوا په غرونو رغونو کې انګازې وکړي.

د مشال راډیو سره د شوکت عزیز بشپړه مرکه دلته اوریدلی شئ.

له فیسبوک تبصرې

تبصرې

Pasto: HP lead articles...
ما را در سایت Pasto: HP lead articles دنبال می کنید

برچسب : نویسنده : کاوه محمدزادگان afghaniha بازدید : 285 تاريخ : دوشنبه 23 بهمن 1396 ساعت: 16:11

خبرنامه