کابل ښار کې له صحي چک پرته د غوښې پلور د اندېښنې وړ دى

ساخت وبلاگ

کابل (پژواک، ٢٣ سلواغه ٩٦): که څه هم هره ورځ په کابل ښار کې زرګونه څاروي ذبحه کېږي، خو له مخکې صحي چک نه لري او غوښه يې په دوه زره قصابيو کې د شاوخوا لسو تنو له لوري کتل کېږي چې له امله يې د ناروغيو خپرېدو اندېښنې شتون لري.

د پژواک خبري اژانس موندنې څرګندوي چې د کابل ښار اکثره قصابان خپل څاروي په خپلو کورونو يا هټيو کې ذبحه کوي؛ ځکه چې په ښار کې يوازې دوه ذبحه ځايونه شته چې يو يې په دفاع وزارت پورې اړوند دى او بل يې هم خصوصي سکتور د کابل ښار پنځمې حوزې اړوند کمپنۍ ساحه کې جوړ کړى چې لرې دى او د ټولو قصابانو لاسرسى ورته ګران دى.

د کمپنۍ په مسلخ کې هم له ذبحې وړاندې د څارويو د چک امکانات نشته او د کابل ښار په کچه د يوه ذبحه ځاى شتون هم اړتياوې نه شي پوره کولي.

دا ستونزه په داسې حال کې مطرح ده چې په کورونو او هټيو کې د څارويو ذبحه کول له يوې خوا د ژوند چاپېريال ککړوي، له بلې خوا د ناروغو څارويو له غوښې نه استفاده انسان ته د ناروغۍ لېږدولو وړتيا لري چې په ورته ناروغيو د اخته کېدو خطر ورسره زياتېږي.

له روغتيايي چک پرته د څارويو ذبحه

د کابل ښاروالۍ د روغتيا او ژوند چاپېريال مشر ډاکتر محمد ادريس توخي پژواک خبري اژانس ته وويل چې نږدې هره ورځ له څلورو تر شپږ زرو پورې څاروي (غويان، خوسيان، پسونه او نور...) په کابل ښار کې ذبحه کېږي.

د نوموړي په خبره، له روغتيايي اړخه بايد هر څاروى له ذبحې وړاندې د يوه وترنر ډاکټر له لوري معاينه شي، خو په افغانستان کې تر اوسه پورې دغه کار نه دى شوى.

نوموړي په کابل کې دوو مسلخونو ته په اشارې سره وويل، نشتوالى يې د دې لامل شوى، څو د ذبحه کولو د څرنګوالي په اړه يې کره کنټرول ونه شي، د حيواناتو په ذبحه کولو کې روغتيايي شرايط له پامه ولوېږي او چاپېريال چټل کړي.

توخي وويل چې د کمپنۍ مسلخونو کې له ذبحې وړاندې د څارويو د روغتيايي معايناتو امکانات نشته.

د هغه په خبره، د يوه داسې مسلخ نشتوالى چې ټول قصابان ورته لاسرسى ولري، د دې لامل شوى چې څاروي په بازارونو او کورونو کې ذبحه کړي، اضافي مواد يې د ښار په خځلنيو او له ګڼه ګوڼې ډکو ځايونو کې واچوي چې د هوا د چټلۍ او انسان ته بېلابېلو ناروغيو د لېږد سبب ګرځي.

خو د کابل نوي ښار د قصابانو کوڅې وکيل محمد سليم سرداري پژواک خبري اژانس ته وويل چې د ذبحه ځايونو نشتوالى او د عامو قصابانو لپاره د يوازېني ذبحه ځاى لرې والى چې په کمپنۍ کې موقعيت لري، د دې لامل شوى چې قصابان خپل څاروي کمپنۍ ته ونه لېږدوي او په خپل کور کې يې حلال کړي.

نوموړي زياته کړه: ((هر قصاب يې په خپل کور کې حلالوي، اضافي مواد يې په تورو کڅوړو کې اچوي او په باغونو کې يې د ګټه اخيستلو لپاره د خيرخانې کوتل ته لېږدوي، خو حلال شوى مال بيا په خپله هټۍ کې پوستوي.))

هغه وايي چې دولت د مال له ذبحه کولو مخکې د روغتيايي چک امکانات نه دي مساعد کړي، خو قصابان کاري تجربه لري، ناروغ حيوان پېژني او نه يې ذبحه کوي.

د کرنې او مالدارۍ وزارت د حيواني روغتيا او مالدارۍ رياست کې د حيواني محصولاتو د کنټرول مديريت مامور ډاکتر خليل نيازى وايي: ((سمه لار دا ده چې يو حيوان له حلالولو وړاندې چک شي، خو دا چې تر اوسه په هېواد کې دغه زمينه مساعده نه ده، موږ هر څاروى په دوکان کې چک کوو.))

د هغه په خبره، کوم حيوان چې په سمه توګه نه وي ذبيحه شوى، ډېره وينه کوي، د ناروغ حيوان غوښه هم رنګ بدلوي، ځيني قصابان د غوښې وزن د ډېرولو لپاره د هغه د يوه شريان له لارې د حيوان وجود ته اوبه ور ننباسي.

هغه زياته کړه: ((هر کله چې غوښه د ګوزار، وينې، اوبو ، سره او تور رنګ نښه ونه لري، په ښکاره په کې کومه ستونزه ونه ليدل شي، مهر پرې وهو.))

پر لسو تنو د ٢٠٠٠ قضابيو کنټرول

خو نيازى وايي چې ياد مديريت په شپږو کارکوونکو او محدودو امکاناتو سره نه شى کولى چې د کابل ښار په ٢٢ ناحيو کې څه باندې ٢٠٠٠ د قصابۍ هټۍ تر پوښښ لاندې راولي.

هغه زياته کړه چې د ذبحه ځايونو نشتوالي له ستونزو سره مخ کړي، که چېرته د ښار په څلورو خواوو کې د څارويو حلالولو زيات ځايونه شتون ولري، نو په کمو کارکوونکو سره ورته رسېدى شي، څو غوښه چک کړي.

د کرنې او مالدارۍ وزارت د مالدارۍ او حيواني روغتيا عمومي مشر ډاکتر جهانګير مياخېل وايي چې ياد مديريت ١٣ کارکوونکي لري، خو هغه هم وايي چې دغه شمېر کارکوونکي د ښار ټولو قصابيو د کنټرول لپاره بسنه نه کوي.

هغه وويل، ټاکل شوې ده چې د دې برخې تشکيل هم زيات شي.

د کابل ښاروالۍ د چاپېريالي روغتيا او ژوند چاپېريال ادارې مشر هم وويل چې د معياري ذبحې ځايونو د نه شتون له امله د کرنې وزارت له خوا په قصابيو کې د غوښې د چک لپاره کار کوونکي ګومارل شوي دي او د قصابيو پر غوښو صحي ټاپه وهي، خو له دې امله چې د يادو کار کوونکو شمېر کم دی، ډېری غوښې له روغتيايي ټاپې څخه پاتې کېږي.

په ښار کې هم د ډېرو کمو قصابيو پر غوښو د تاييد ټاپه ليدل کېږي.

د تايمني سيمې يو قصاب چې نه يې غوښتل نوم يې په ډاګه شي، په دې اړه چې د قصابۍ پر غوښه يې ولې د تاييد ټاپه نه ده لګېدلې وويل: "يو کال مخکې مو چې کله څاروي ذبحه کول، د کرنې وزارت له خوا يوه ګومارل شوي ډاکټر ټاپه پرې وهله، خو له يو کال څخه را په دې خوا موږ ته ډاکټر نه دی راغلی."

د ناروغيو خپرېدل

له ذبحه کېدو مخکې د څارويو د چک کولو نه شتون او دغه راز له ذبحه کېدو وروسته د غوښې د چک کولو محدوديت په داسې حال کې دی چې د ډاکټر محمد ادريس توخي په وينا، د حيواني محصولاتو له لارې انسان ته له ٨٠٠ ډېرې ناروغۍ لېږدېدلى شي.

د نوموړي په وينا، بروسلوز، توکسوپلاسموز چې د جنين سبب کېږي، انفلونزا او وينه بهونکې تبه دا ډول تر ټولو خورېدونکې ناروغۍ دي.

د کابل د انتاني روغتون مشر ډاکټر عبدالرحمن اکبري د شمېر له وړاندې کولو پرته وويل چې په ياد روغتون کې د بروسلوز، وينه بهونکې تبې، تور ټپ، لېوني سپي او د انسان او حيوان نورې ګډې ناروغۍ ثبت شوې دي.

د يوه راپور له مخې،د عامې روغتيا وزارت د ساري ناروغيو د کنټرول مشر شاه ولي معروفي د روان کال د تلې په مياشت کې ويلي دي چې د يو کال په اوږدو کې په کابل کې يوازې د وينه بهېدونکې ناروغۍ له امله ۲۸ کسانو ژوند له لاسه ورکړی.

حل لاره

د کابل ښاروالۍ د روغتيايي ژوند چاپېريال ادارې مشر وايي چې د کرنې وزارت بايد د ستونزو د حل کېدو او د روغتيايي زيانونو او ژوند چاپېريال د ککړتياوو د مخنيوي په موخه د کابل له ښار څخه د باندې په څلورو دروازو کې لږ تر لږه څلور داسې معياري ذبحه ځايونه جوړ کړي چې قصابان لاسرسی ورته ولري او هلته له ذبحه کېدو مخکې د څاروي د چک کېدو اسانتياوې شتون ولري.

نوموړي دغه راز ټينګار وکړ چې په يادو ذبحه ځايونو کې بايد له ښاره د باندې د ذبحه شوي څاروي د اضافي موادو د خښولو امکانات شتون ولري څو انسان ته د حيواني ناروغيو د لېږد او د ژوند چاپېريال د ککړتيا مخه ونيول شي.

نوموړی وايي چې دغه ذبحه ځايونه بايد د خدمتونو وړاندې کېدو په بدل کې پيسې ترلاسه کړي.

د کرنې وزارت د مالدارۍ او حيواني ناروغيو عمومي مشر وويل چې ياد وزارت د کابل په ريشخور او کارېز مير کې په پرمختللو وسايلو سمبال د ذبحه کولو د دوو مرکزونو جوړولو کار پيل کړی او ټاکل شوې ده چې تر شپږو مياشتو پورې ګټې اخيستنې ته وسپارل شي.

نوموړی وايي چې په ياد ذبحه ځايونو کې تر ذبحه کېدو مخکې د څاروي د اړينې معاينې امکانات هم په پام کې نيول شوي دي.

د نوموړي په وينا، د ذبحه کولو د دغو مرکزونو تر فعالېدو وروسته به هېچا ته د ښار دننه د حيوان د ذبحه کولو اجازه ورنه کړل شي؛ ځکه چې ياد دوه ذبحه ځايونه او د ذبحه کېدو بل مرکز چې په کمپنۍ کې فعاليت لري، د دوى اړتياوې پوره کولای شي.

د نوموړي په وينا، ياد ارګان هم په دې برخه کې اجراات کړي او د حفظ الصحې د مراعاتولو لپاره يې ټولو قصابانو ته کړنلاره جوړه کړې، قصابان مکلف دي چې پيروي يې وکړي.

نوموړي زياته کړه چې څه وخت مخکې د کابل ښار په ده افغانانو سيمه کې د قصابۍ يوه هټۍ چې سرغړونه يې کړې وه، تړل شوې ده.

نوموړي دغه راز وويل چې په استوګنيزو سيمو کې د څارويو ذبحه کېدو د مخنيوي لپاره يې ټولو امنيتي حوزو ته مکتوبونه استولي دي، خو په اوسنيو امکاناتو سره د قصابيو د کابو دوه زره هټيو کنټرول چې د قانون د مراعاتولو پر وړاندې بې پروايي کوي، ستونزمن کار دی.

Pasto: HP lead articles...
ما را در سایت Pasto: HP lead articles دنبال می کنید

برچسب : نویسنده : کاوه محمدزادگان afghaniha بازدید : 285 تاريخ : دوشنبه 23 بهمن 1396 ساعت: 16:11