"کمزورې لوبډلمشري او د تېز توپ اچوونکو ستونزې د کرکټ د ماتې لامل دى"

ساخت وبلاگ

 کابل (پژواک، ٢٣ سلواغه ٩٦): د کرکټ لوبې د يو شمېر کارپوهانو په نظر د زمبابوې پر وړاندې د افغانستان د پرونۍ ماتې ستر لامل د لوبډلمشر دوامداره خرابه لوبه او په لوبډله کې د تېز توپ اچوونکو ستونزې وې.

د زمبابوې لوبډله د افغانستان پر وړاندې په لومړۍ يوه ورځنۍ نړيواله لوبه کې تر ماتې وروسته پرون د دويمې لوبې لپاره له يوه منظم پلان سره ميدان ته راښکته شوه او د لومړۍ لوبې د ماتې بدل يې واخيست.

د دې لوبې پچه زمبابوې ګټلې وه او لومړى يې د توپوهنې پرېکړه وکړه، دوى په ټاکل شوو ٥٠ اورونو کې د پنځو لوبغاړو په سوځېدو سره ٣٣٣ منډې جوړې کړې چې ټېلر په زړه پورې لوبه وکړه او سليزه يې ووهله، دغه راز سکندر رضا هم ٩٤ مندې جوړې کړې.

له راشد خان او مجيب ځدراڼ پرته د افغانستان نور توپ اچوونکي ښه ونه ځلېدل، دولت ځدراڼ، ګلبدين نايب، محمد نبي او رحمت شاه ډېره خرابه توپ اچونه وکړه او د زمبابوې لوبغاړو په ډېرې اسانۍ څخه منډې جوړې کړې.

د افغانستان ملي لوبډلې پيل ډېر خراب و، احسان جنت، شهزاد محمدي، اصغر ستانکزى او نجيب ځدراڼ ژر ژر وسوځېدل، محمد نبي او رحمت شاه لږ مقاومت وکړ، خو وروسته دوى هم په ١٠٦ منډو خپلې وېکټې له لاسه ورکړې، خو دولت ځدراڼ او مجيب ځدراڼ په وروستيو شېبو کې ښه لوبه وکړه او د افغانستان منډې يې تر ١٧٩ ورسولې او دوى هم وسوځېدل. دغه راز زمبابوى دا لوبه د ١٥٤ منډو په ستر توپير سره وګټله.

د کرکټ يو شمېر څارونکي او مينه وال د افغان لوبډلې پر بېګانۍ لوبې کلکې نيوکې او د ماتې ګوته لوبډلمشر اصغر ستانکزي ته نيسي.

د کرکټ لوبې کارپوه ژورنالېست زبير بابکرخېل وايي چې اصغر ستانکزي په تېرو اوو يو ورځنيو نړيوالو لوبو کې شاوخوا ٣٥ منډې جوړې کړې چې په هره لوبه کې پنځه منډې راځي.

هغه پژواک اژانس ته وويل، کله چې لوبډلمشر په خپله سمه لوبه نه کوي؛ نو بده اغېزه يې پر نورو لوبغاړو هم غورځېږي او هغوى هم خرابه لوبه کوي.

بابکرخېل وايي: ((اصغر ستانکزى په شل اووريزو او يو ورځنيو کې سم نه دى ځلېدلى، هغه بايد نور دا دواړه لوبې پرېږدي او يواځې د ټيسټ لوبه ترسره کړي.))

د نوموړي په وينا، پر افغان لوبغاړو هېڅ باور نه شي کېدلى، کله ښه معياري لوبه وکړي، خو کله بيا ترې لوبه داسې خرابه شي، ته به وايي کومه کليوالي لوبه ترسره کوي.

ده زياته کړه چې د راشد خان، مجيب ځدراڼ، رحمت شاه او نجيب ځدراڼ په څېر ځوان لوبغاړي ښه ځلېږي، اصغر بايد خپل ځاى نورو ځوانو لوبغاړو ته پرېږدي.

د کرکټ لوبې بل کارپوه او د لوبه موسسې مشر رحيم ګل څاروان هم وايي، چې اصغر ستانکزى په شل اووريزو او يو ورځنيو سياليو کې د يوه لوبغاړي په توګه هېڅکله ښه لوبه نه ده کړې.

هغه پژواک اژانس ته وويل، دى په (ون ډاون) پوزېشن کې لوبې ته راوځي او بيا په خپله ژر وسوځېږي چې له امله يې پر نورو راتلونکو لوبغاړو فشار راځي زياتېږي او همدا فشار بيا د ماتې لامل شي.

څاروان پر اصغر دا نيوکه هم کوي چې د لوبې پر مهال لوبغاړي سم نه لوبوي چې له امله يې ډېرى مهال لوبه له لاسه ووځي.

نوموړى وايي چې پرونۍ لوبه کې دولت او ګلبدين ډېره خرابه لوبه وکړه او د لوبډلې مسوولينو ته په کار دي چې په راتلونکو لوبو کې شاه پور ځدراڼ او يا هم فريد ملک ته چانس ورکړي.

هغه د پرونۍ ماتې عمده لامل کمزورې توپ اچونه او په ځانګړې توګه د تېز توپ اچوونکو خرابه لوبه په ګوته کړه او ويې ويل چې تر حميد حسن وروسته افغانستان تر اوسه يو ښه پياوړى توپ اچوونکى پيدا نه کړ.

څاروان وويل چې ګلبدين په تېرو څو کلونو کې هېڅ ښه نه دى ځلېدلى او بار بار ورته چانس ورکول کېږي، بايد نورو ځوانو تېز توپ اچوونکو ته چانس ورکړل شي.

د کرکټ لوبې يوه مينه وال او مبصر مشتاق رحيم په ټولنيزه شبکه فيسبوک کې د پرونۍ لوبې په اړه هر اړخيز تحليل کړى دى.

هغه ليکلي، د لوبډلې په انتخاب کې غټه ستونزه شته، په پرونۍ لوبه کې ګلبدين د يوه ځانګړي توپ اچوونکي په توګه لوبول د ماتې لومړى لامل و.

نوموړي دغه راز زياته کړې چې له ملي لوبډلې څخه د بنګله دېش لوبډله جوړه شوې ده، يواځې پر سپنرانو يا سست توپ اچوونکو تکيه کېږي چې په دې سره غټ ټيمونه نه شي ماتېدای.

ده زياته کړې: ((د زمبابوې لوبغاړو پرون د نبي او راشد پر توپ اچولو دفاع کوله، خو بيا يې زور له نورو لوبغاړو و ايست. د تېز توپ اچوونکو له جدي کمښت سره مخ يو خو له بده مرغه کرکټ بورډ او د کرکټ بورډ تخينکي ټېم يې په کيسه کې هم نه دى. يواځې پر راشد او نبي نه کېږي.))

مشتاق رحيم دغه راز د لوبغاړو پر جسماني فټنس يا روغتيا هم نيوکه کوي او وايي چې دوى اوس هم لوبې ته سم نه دي برابر.

هغه د لوبډلمشر اصغر ستانکزي پر لوبې هم کلکه نيوکه کړې او ويلي يې دي، په دې توګه چې هغه لوبه کېږي، پر دې لوبډلمشري نه کېږي.

مشتاق رحيم د شهزاد، اصغر، نجيب ځدراڼ او ناصر جمال پر پرونيو لوبې نيوکې کوي او وايي چې د ناسمو شاټونو له امله يې په خپله ځانونه وسوځول.

هغه زياته کړې: ((زموږ توپوهونکي له معياري توپ اچوونکو سره د مقابلې توان نه لري.))

نوموړى د شهزاد پر کيپنګ هم نيوکه کوي او زياتوي چې پر دې چاغوالي لوبه نه کېږي، بايد د خپل وزن غم وخوري.

ده د کرکټ بورډ پر مسوولينو هم نيوکه وکړه چې بېځايه په سفر تللي دي او په اماراتو کې د لوبو نندارې کوي، هغوى بايد په خپلو دفترونو کې اداري کارونه ترسره کړي.

په ټولنيزه شبکه فېسبوک کې د کرکټ لوبې فعال مبصر او تحليلګر ببرک عمر بيا ليکلي چې لوبې نه لوبډلې بايلي او نه هم لوبغاړي، بلکې ټول مسووليت د کرکټ بورډ مشرانو ته راجع کېږي.

هغه زياته کړې، د ادارې مشر د ټاکنيزې کمېټې مشر ټاکي، بيا د ټاکنيزې کمېټې مشر اصول او معيارونه په نظر کې نه نيسي او مستحقو لوبغاړو ته چانس نه ورکوي.

ببرک عمر وايي چې په لوبډله کې خپلوي او ملګرتيا پالل کېږي چې لامل يې بيا داسې شي چې افغانستان له ايرلينډ او زمبابوې په څېر کمزورو لوبډلو څخه لوبې بايلي.

ده زياته کړې: ((شهزاد يو کال له لوبـډلې بهر و، کله چې ترې بنديز لرې شو، بايد څه موده په کورنيو سياليو کې لوبېدلى واى، له هغه وروسته يې ملي لوبډله کې چانس ورکړى واى.))

هغه نيوکه کړې چې د ټاکنيزې کمېټې مسوولين د نجيب تره کي، عثمان غني، نور علي ځدراڼ او فريد ملک ته اصول او معيارونه ټاکلي، خو شهزاد محمدي، ناصر جمال، احسان جنت او افتاب عالم ته هېڅ معيار او اصول په نظر کې نه نيسي.

هغه د کرکټ بورډ په مشرتابه کې د مسلکي کسانو پر ګومارنې او اصلاحاتو ټينګار کوي او وايي چې که دا ستونزې هوارې نه شي، کرکټ به ورځ تر بلې خرابېږي.

Pasto: HP lead articles...
ما را در سایت Pasto: HP lead articles دنبال می کنید

برچسب : نویسنده : کاوه محمدزادگان afghaniha بازدید : 247 تاريخ : دوشنبه 23 بهمن 1396 ساعت: 16:11