سترو موخو ته د رسیدو درې لارې چارې

ساخت وبلاگ

لیکنه: جان سي مکسویل
ژباړه: احمد فرهاد توتاخیل

په هینداره کې وګوره، هماغه ستا اصلي سیال دی.
که غواړې چې ځان خپلو سترو موخو ته ورسوې، نو باید دا زده کړې چې څنګه په هینداره کې کس وننګوې. هماغه په هینداره کې کس ستا ترټولو سر سخت سیال دی. د خپل بې شمیره سیالانو ته د ماتې ورکولو پر ځای په دې پوهیدل ډیر اړین دي او ستا له پرمختګ سره خورا زیاته مرسته کوي، چې څنګه په خپلو محدودیتونو، ویرې او د زړه په شک برلاسی شې. لاندې هغه درې لارې چارې دي، چې په عملي کولو یې ته کولی شې خپلو سترو موخو ته ځان ورسوې:

۱- په پرمختګ تمرکز وکړه، موخو ته به په اسانۍ ورسیږې
ګټل مې خوښیږي او ښايي چې ستا به هم خوښیږي. دا طبیعي خبره ده چې باید په ورزشي لوبو کې بریا خپل وروستنی هدف وټاکې، خو باید دغه ټکی هم په پام کې وساتې چې نه باید خپل ټوله انرژي یوازې د یوه هدف د لاسته راوړلو په لار کې ولګوې.
که چیرې یوازې په یوې موخې تمرکز وکړې او خپله ټوله انرژي ولګوې، نو که لاسته یې را نه وړې، څه به پیښ شي؟
همدا خبره ده چې زه خپل ډیر تمرکز د موخو پرځای، په پرمختګ کوم، ځکه چې د پرمختګ لوبه هیڅکله پای ته نه رسیږي. په پرمختګ د تمرکز کولو په پایله کې، که چیرې موږ یو څه له لاسه هم ورکړو، نو د ناراحتۍ احساس به ونه کړو او نهیلي به نه شو، خو که چیرې خپل زیات تمرکز په هدف وکړو او په پایله کې ترلاسه یې نه شو کړای، ډیر زیات به نهیلي شو. همدا ده چې باید خپل زیات تمرکز په پرمختګ وکړو.

۲- په تدریجي یا هم ورو پرمختګ باندې ټینګار وکړه
هر هغه کس چې د بدن د اضافي وزن له لاسه ورکولو هڅه یې کړې وي، نو په دې ښه پوهیږي چې وار له واره د زیات وزن له لاسه ورکولو مفکوره له ناکامۍ سره مخ کیږي. وار له واره له (۵-۶) کیلو ګرامه وزن کمول یو ویروونکی او زړه توروونکی کار دی، نو په همدې اساس لومړی باید د یو یاهم دوه کیلو ګرامه وزن کمولو هدف وټاکې ترڅو نهیلی نه شې.
که څه هم د موخو پر ځای په پرمختګ تمرکز کول څه ناڅه ستونزمن کار دی، خو بیا په سیالیو کې موخې هم خپل ځان ته ځای لري او د پرمختګ په سفر کې زه ورته د ژوند د مهمې مرحلې په سترګه ګورم. لومړی باید پرمختګ پورې تړلي واړه اهداف وټاکې، لکه د وزن د کمولو بیلګه او وروسته باید همدغه ترلاسه شوی هدف ولمانځې او بیا تر لومړني هدف لږ څه ستر هدف وټاکې.
کوچنیو کارونو ته په منظمه توګه پراختیا ورکول له یو انسان سره په راتلونکي کې ډیره مرسته کولی شي. زما د ورځنیو کارونو یوه برخه دا ده، چې زه یا له خپلې مطالعې او یاهم د بل کس خبرو ته له غوږ نیولو څخه یوه وینا را اخلم د دې په پار چې د خپل د وینا کولو په راتلونکي پریزنټیشن کې ترې ګټه واخلم.
جان سي مکسویل وايي: “د سبا ورځې ستره بریا، د نن ورځې د وړو کارونو په ترسره کولو پورې تړاو لري.”

۳- خپل د پیاوړتیا ټکو ته وده ورکړه
کله چې زه وړوکی وم، نو مور پلار به مې دې ته هڅولم، چې باید داسې یو څه پیدا کړم چې زه یې په ښه توګه ترسره کولی شم او خپله انرژي پرې لګولی شم. په حقیقت کې، دا خپلواکي وه او زه اړ نه وم چې د دې په اړه تشویش وکړم، چې خلکو ته باید هرڅه واوسم. په ساده توګه، ما په خپلو راکړل شویو وړتیاوو تمرکز کاوه او هڅه به مې کوله چې ورځ تر بلې باید پرمختګ وکړم او په وجود کې نغښتو وړتیاوو ته وده ورکړم.
په همدې اساس، هڅه وکړه چې خپل د پیاوړتیا طبیعي ټکي ومومې او په ډیرې حوصله مندۍ سره وده ورکړې او لا یې پیاوړي کړې. په دې کار سره ته کولی شې چې په خپل ژوند کې پرمختګ وکړې او زیاتې بریاوې ترلاسه کړې. بریا ته د رسیدو یوه لار د خپل د پیاوړتیا په ټکو کار کول دي.
وروسته له یوې نظر پوښتنې، څیړنو د کمزورتیا د ټکو د پیاوړو کولو پرځای د پیاوړتیا د ټکو د ودې ګټې رابرسیره کړي، چې د هغې له جملې څخه ترټولو مشهوره او ګټوره یې درسره شریکوم: “هغه کسان چې هره ورځ د خپل د پیاوړتیا له ټکو ګټه اخلي، د نورو په پرتله شپږ برابره په خپلو دندو کې ښکیل وي او په اسانۍ سره په خپل ورسپارل شوي کار تمرکز کولی شي. که چیرې ستا زړه ستا په خپل اختیار کې نه وي، نو نه شې کولی چې د بریا تر لوړو پوړیو ورسیږې.”

له فیسبوک تبصرې

تبصرې

Pasto: HP lead articles...
ما را در سایت Pasto: HP lead articles دنبال می کنید

برچسب : نویسنده : کاوه محمدزادگان afghaniha بازدید : 253 تاريخ : يکشنبه 22 بهمن 1396 ساعت: 14:12