د ذهني سکون، ډاډ او سولې څو لارښوونې!

ساخت وبلاگ

لیکنه: ویکي هاوو
ژباړه او زیاتونه: غازي عابد

اوسنۍ عصري نړۍ د نه ختمیدونکو معلوماتو، جالبو، غالغمال یا مزاحمت کوونکو شیانو او کارونو څخه ډکه ده چې همدا حالت د فشارونو او تشویشونو د زیاتیدو لامل شوی. د نوې ټیکنالوژۍ له برکته هره ورځ پرلپسې له ډیر څه خبریږو، دغسې وضعیت رښتیا هم انسان په رواني لحاظ تر بیلابیلو اغیزو لاندې راولي. دا چې څه وکړو څو ارام او سوله ییز ژوند ولرو؛ نو دا ټکي عملي کړئ:

۱- هر سهار له پورته کیدو وروسته او له کاري ورځې پيلولو مخکې ۱۲ دقیقې چوپتیا وکړئ:
زموږ ستاسې ژوند داسې دی چې هرسهار له پورته کیدو سره یو ډیر شمیر کارونه پراته وي چې باید ویې کړو.
هر وخت چې سهار پيلوو غوره به وي چې د ورځې د کار له پیل ۱۲ دقیقې وړاندې ارام او استراحت واخلو یعنې یو ډول چوپتیا وکړو.
طب پوهان وايي، په سهار کې دا ډول چوپتیا له دې امله اړینه ده چې د انسان په وجود کې د فشار هرمون سطحه راښکته کوي.
همدراز مخکې له دې چې تاسې کمپیوټر، موبایل یا بل کار ته کیښنئ، غوره ده چې یوه پياله چای وڅښئ او د لمر وړانګو ته هم ځان ښکاره کړئ.

خو له دې ټولو تر ټولو غوره کار چې ورځ مو لاډیره ښکلې کوي هغه د ورځې پیل د قرانکریم په تلاوت سره دی. که پورته خبرې له تلاوت سره په نظر کې ونیسئ، خورا ارام ژوند به ولرئ. دا شخضاً زما او ممکن ستاسې په شمول د ډیرو مسلمانانو تر ټولو قوي تجربه او مشوره وي.

۲- هغه کارونه وکړئ چې ذهني تمرین کې درسره مرسته کوي.
دا ذهني تمرین داسې دی چې د یو څه وخت لپاره سترګې پټې کړې، پښې وغځوې، چوپ اوسې او له ذهنه هر څه وباسې، خو دلته هغه هغه څه چې ستاسې هدف دی یوازې د هماغه په اړه ټول فکر راټول کړې. چې له لومړي کاره موږ ګډوډ روان شو بیا نور هم خرابیږو، ښه دی چې ټول کارونه طبقه بندي کړو او بیا د هر یو کار ترسره کولو لپاره وخت وټاکو او په اړه یې ځانګړی او متمرکز فکر وکړو. مثلاً که سهار کې ستاسې کار له لوښو وینځلو سره وي، یا نورو کارونو کې اوبو نه استفاده کوئ، فکر مو راټول کړئ، کله چې اوبه شیندۍ دې شړپ ته یې متوجه شئ، همداراز همدلته په همدغه کار کې مو ټولو اړخونو ته متوجه شئ او نور هر څه هیر کړئ.

له دې ټولو ښه بیلګه یې د اسلام سپیڅلی دین وړاندې کوي چې هغه د سهار لمونځ دی، کله چې سهار راپورته کیږو، نو لمونځ کوو، لمونځ پرمهال چوپ هم یوو او ټول تمرکز مو په لمانځه وي چې دا انسان ته خورا ستره ګټه رسوي او ښه ذهني تمرکز دی، ځکه هم د خدای حکم پر ځای کیږي او هم نورې فایدې لرلی شي.

۳- په طبعي منظرو کې قدم ووهئ.
په طبعي منظرو او د طبعیت ښکلاګانو، لکه دشتو، باغونو او نورو شنو ځایونو کې قدم وهل انسان ته یوه بیله جالبه چوپتیا او خوشطبعي ورکوي. دغسې وخت کې مو موبایل بند کړئ او له نورو الکټرونیکي وسیلو استفاده مه کوئ، بلکې یوازې د طبعیت له ښکلا خوند واخلئ.

که چیرته داسې منظرې او ځایونه نه وي، مثلاً یو خړپړ ښار وي، لکه د افغانستان اکثره ښارونه چې بدمرغو څیرو او جګړو ختم کړي او طبعي ښکلاوې یې ترې پرې کړي، نو بیا که ممکنه وه، په ټلویزیون یا نورو تصویرو وسیلو کې شنه ځایونه، باغونه، منظرې او نورې طبعي ښکلاوې وګورئ، څو په تازه والي ذهن سمبال شي.

۴- ورزش، تازه میوې او سبزیجات.
باید هر سهار ورزش هم وکړئ، چې څو مو هډوکي چالاک اوسي او له لټۍ او تنبلۍ خلاص شئ. د ورزش پرمهال ارام سرودونه یا نغمې په چپه چوپتیا سره واورئ. تر څنګ یې فروټ او تازه سبزیانې هم وکاروئ.

۵- سفرونه.
سفرونه هم وکړئ، ځکه سفر کول هم انسان ته یوه تازګي وربخښي او پام یې اړوي. یو بل مهم ټکی چې باید یاد یې کړو، کله چې کار ځای ته ځئ او راځئ په لاره کې له ځانه سره راډیو چالان کړئ، ګیمونه وګورئ یا نورې ویډیوګانې چې څو مو د یوه کار له امله زړه تنګ نه شي.

له فیسبوک تبصرې

تبصرې

Pasto: HP lead articles...
ما را در سایت Pasto: HP lead articles دنبال می کنید

برچسب : نویسنده : کاوه محمدزادگان afghaniha بازدید : 228 تاريخ : يکشنبه 22 بهمن 1396 ساعت: 14:12