د طالبانو نفوذي کس په هلمند کې ١٦ دولت پلوه وسله وال وژلي

ساخت وبلاگ

لښکرګاه (پژواک، ٢٢ سلواغه ٩٦) : د طالبانو يوه نفوذي تن په هلمند ولايت کې ١٦ دولت پلوه وسله وال  وژلي او د هغوى وسلې يې له ځانه سره وړي دي.

د هلمند يوې امنيتي سرچينې د نوم  نه ښودلو په شرط نن(د سلواغې په ٢٢مه) پژواک خبري اژانس ته وويل چې دا پېښه پرون تر غرمې وروسته د ګرشک ولسوالۍ په مربوطاتوکې رامنځته شوې ده.

سرچينې زياته کړې چې پېښه د محمد رسوليان په نوم ديوه دولت پلوه قوماندان په پوسته کې رامنځته شوې وه او پوسته يې هم له لاسه وتلې ده.

يادې امنيتي سرچينې وويل چې د طالبانو يوه نفوذي کس په دغو وسله والو کسانو کې ځاى پر ځاى شوى او بيا يې د پوستې پر غړو بريد کړى دى.

د طالبانو وياند قاري يوسف احمدي وايي ، پېښه پرون  غرمه  مهال د ګرشک ولسوالۍ د ترابي هوټل پوسته کې د دري نفوذي کسانو لخوا رامنځته شوې چې د يوه قوماندان په ګډون يې ۱۶ کسان وژلي او  ورسره ټول  مهمات يې  ترې وړې دي.

دولتي سرچينو تر اوسه  په دې اړه په رسمي ډول څه نه دي ويلي.

Pasto: HP lead articles...
ما را در سایت Pasto: HP lead articles دنبال می کنید

برچسب : نویسنده : کاوه محمدزادگان afghaniha بازدید : 227 تاريخ : يکشنبه 22 بهمن 1396 ساعت: 14:12

خبرنامه