کندهار کې بې سرپرسته مېرمنې له دولته کار غواړي

ساخت وبلاگ

کندهار (پژواک، ۲۲ سلواغه ۹۶): کندهار کې ګڼې هغه مېرمنې چې جګړو بې سرپرسته کړې دي، د کار په لټه دي.

لسګونه دغه مېرمنې وايي، جګړو او د ژوند نورو ناخوالو ځپلې، د اولادونو او کورنۍ نفقه ور له غاړې ده او دغه حالت سوال او د نورو په کورونو کې کار کولو ته اړې کړې دي.

هغوی له ولایتي ادارې غوښتنه کوي چې په دولتي ادارو کې یې پر دندو وګوماري.

۳۶ کلنه صایمه د کندهار ښار د دویمې ناحیې اوسېدونکې ده، دا چې د ماین یوې چاودنې ورڅخه خاوند اخیستی وايي، د درېیو اولادونو مور ده خو د هغوی د مړولو توان نه لري.

دا وايي، دغه حالت اړ ایستې چې کار وکړي خو کار نه ورته پیدا کېږي او په ډېره ګرانه د خپلو اولادونو کفالت کوي.

نوموړې غوښتنه کوي چې ولایتي اداره دې د هغوی ژوند ته پام وکړي، دوی ته دې کار ومومي څو له بدمرغۍ وژغورل شي.

په ورته توګه نسیمه یوه بله مېرمن ده چې د کار په لټه ده او کار نه ورته پيدا کېږي.

دغې مېرمنې پژواک خبري اژانس ته وویل، د خاوند نشتوالي او د اولادونو مسوولیت سوال کولو ته اړه کړې خو دا نه غواړي چې سوال وکړي.

هغې پژواک اژانس ته وویل، څو ځلې یې د شتمنو خلکو په کورونو کې د ډېرو کمو پیسو په بدل کې کار پیدا کړی خو ژر یې له لاسه ورکړی.

خو دا غواړي په یوې دولتي اداره کې کار وکړي چې اوږدمهالی وي او وکولای شي له دې لارې خپلو ماشومانو ته ډوډۍ پیدا کړي او د زده کړو غم یې وخوري.

دا یوازې همدا دوې مېرمنې نه دي چې له دې ستونزې سره مخامخ دي، بلکې جګړو دغلته په سلګونو مېرمنې بې سرپرسته کړي او له ورته برخلیک سره مخامخ دي.

د کندهار د ښځو چارو رییسه مېرمن رقیه اڅکزۍ همدا خبره کوي او وايي، که له یوې خوا د کندهار مېرمنې د بې سرپرستۍ، فقر او نورو ټولنیزو ستونزو قرباني دي ګڼې یې له تاوتریخوالي هم کړېږي.

خو دا وايي چې د ښځو په ژوند کې د بدلون راوستلو لپاره له خپلو امکاناتو سره سم هڅې هم کوي.

اڅکزۍ پژواک اژانس ته وویل، په روان کال کې یې نه یوازې د لسګونو مېرمنو حقوقي دعوې حل کړې، بلکې لسګونو ته یې له بېلابېلو لارو حرفوي زده کړې هم برابرې کړې څو هغوی د دې جوګه شي چې کار او روزګار ولري.

دې وویل، په همدغه کال کې یې د مېرمنو د تاوتریخوالي ۱۵۸ قضیې ثبت کړې چې ډېرې یې د دوی له خوا حل او فصل شوې دي.

دا وايي، له بده مرغه ډېرې مېرمنې له کورني تاوتریخوالي کړېږي چې ۸۰ سلنه یې په ولسوالیو کې دي.

هغې زیاته کړه، له ښځو سره د تاوتریخوالي په پېښو کې قتل، ځان سوځونه، ميراث، له کوره تېښته، په کم عمر کې ودول، په زور زیاتي ودول او نور شامل دي.

نوموړې د دغو پېښو د ډېروالي لامل روانه جګړه، بې کاري، د پوهې ټیټه کچه، کلتوري افراط او نور ګڼي.

دا وايي، د ښځو چارو ریاست له خپل توان او امکاناتو سره سم د دغه راز پېښو د مخنیوي لپاره هڅې کړې، خو د بشپړ مخنیوي لپاره یې ډېر کار او وخت ته اړتیا ده.

د دې په خبره، په دې وروستیو کې یې د بې سرپرسته مېرمنو لپاره د کار لټولو هڅې هم پيل کړې دي.

د کندهار والي زلمی ویسا وايي، د ښځو په ژوند کې بدلون او هغوی ته کار موندل یې په لومړیتوبونو کې دي.

هغه زیاتوي، مېرمنو ته به د کار پیدا کولو اسانه او ځانګړي شرایط برابر کړي.

ده وویل، ولایتي اداره به هڅه وکړي چې د لوستو مېرمنو تر څنګ هغو بې سوادو مېرمنو ته کار ومومي چې جګړو بې سرپرسته کړې دي.

د کندهار ښاروال انجنیر روښان ولسمل هم وايي چې د یوه پروګرام له مخې په پام کې لري چې لسګونه بې سرپرسته مېرمنې د ښاروالۍ په چوکاټ کې په خدماتي برخو کې په کار وګوماري.

هغه زیاته کړه، په دې توګه به ګڼې بې سرپرسته مېرمنې له فقر او نورو اقتصادي ستونزو وژغورل شي.

که څه هم په تېرو ۱۶ کلونو کې د ښځو په ژوند کې څه نا څه بدلون راغلی خو ښځې او اړوند چارواکي یې کافي نه ګڼي او وايي د هغوی په ژوند کې د بنسټيز بدلون لپاره ډېر کار ته اړتیا ده.

په کندهار ښار کې تر یوه حده د ښځو د ژوند عمومي وضعیت ښه دی، خو په لرې پرتو سیمو او ولسوالیو کې له سختو ستونزو سره مخ دي او ان د ژوندانه له ډېرو لومړنیو اسانتیاوو بې برخې دي.

د ښځو پر وړاندې تر ټولو جدي ستونزې په حقوقي برخه کې دي، له کورني تاوتریخوالي کړېږي، له ډېرو ښځینه وو د زده کړې حق اخیستل شوی، ډېرې ښځې روغتیايي اسانتیاوو ته لاسرسی نه لري، لوستې ښځې د کار او روزګار کم فرصتونه لري او صنعتکارې ښځې بیا خپلو لاسي صنایعو ته بازار نه لري.

Pasto: HP lead articles...
ما را در سایت Pasto: HP lead articles دنبال می کنید

برچسب : نویسنده : کاوه محمدزادگان afghaniha بازدید : 217 تاريخ : يکشنبه 22 بهمن 1396 ساعت: 14:12