پاکستان ته د کباړ اوسپنې قاچاق ډېری فابریکې د سقوط له ګواښ سره مخ کړې دي

ساخت وبلاگ

جلال اباد (پژواک، ٢٢ سلواغه ۹۶): د ننګرهار د سوداګرۍ او صنايعو رياست مسوولين وايي چې د ولسمشر د فرمان خلاف اوس هم کباړ اوسپنه په قاچاقي ډول پاکستان ته وړل کېږي چې له امله يې د اوسپنې ويلي کولو کورنۍ فابريکو ته خنډونه او ستونزې جوړې شوې دي.

د ياد رياست د معلوماتو له مخې، که د دې چارې مخه ونه نيول شوه، په ننګرهار کې د اوسپنې ويلي کولو شپږو فابريکو د سقوط لامل کېدلی شي او امنيتي ارګانونه يې په دې برخه کې پاتې راغلي وبلل.

د ننګرهار ولايتي شورا هم وايي چې کباړ اوسپنه د تورخم له لارې په لاريو او بندو کانټينرونو او د لعلپورې ولسوالۍ له لارې په وړو ډاډسن موټرو کې پاکستان ته لېږدول کېږي.

د ننګرهار د سوداګرۍ او صنايعو رييس شېرعالم امله وال وايي چې اوس هم په دغه ولايت کې د اوسپنې د کباړ د قاچاق مخنيوي په اړه د ولسمشر فرمان نه دی تطبيق شوی او اوسپنه په قاچاقي ډول پاکستان ته وړل کېږي.

هغه پژواک اژانس ته وويل، په دې برخه کې امنيتي ارګانونه په پاتې راتلو تورنوي او وايي، که مخه يې ونه نيول شي نو دلته د اوسپنې ويلې کولو څلور فابريکې به ورسره سقوط شي.

د سوداګرۍ او صنايعو رييس زياته کړه: ((موږ نور خام مواد نه لرو، ننګرهار کې د اوسپنې ويلي کولو څلور فابريکې دي، همدا کباړ اوسپنه يې خام مواد دي، که دا هم قاچاق شي؛ نو پر فابريکو شوې پانګونه بې ځايه ده.))

په همدې حال کې د ننګرهار د سوداګرۍ خونه هم پاکستان ته په قاچاقي ډول د کباړ اوسپنې پر لېږد اندېښمنه ده او دا په هېواد کې د پانګونې پر وړاندې يو لوی خنډ ګڼي.

د ننګرهار د سوداګرۍ خونې وياند شاکرالله ساپي پژواک اژانس ته وويل چې ننګرهار کې د اوسنې ويلي کولو او کورنيو توليداتو شپږ فابريکې موجودې دي چې سلګونه کسانو ته يې د کار زمينه برابره کړې ده.

دی وايي، دغه فابريکې کباړ اوسپنه د خامو موادو په توګه استفاده کوي، خو ياده اوسپنه لا هم په قاچاقي ډول پاکستان ته وړل کېږي او که مخه يې ونه نيول شي؛ نو فابريکې له منځه تللی شي.

هغه وايي، په مرکز کې د سوداګرۍ خونې له ماليې وزارت څخه په دغه برخه کې د مرستې غوښتنه کړې او هغوی هم ډاډ ورکړی،چې اوسمهال پنځوس سلنه دغه چاره کنټرول شوې؛ خو لا هم بشپړ مخنيوی يې نه دی شوی.

په ننګرهار کې د جاوېد افغان په نوم د اوسپنې ويلې کولو او سيخ ګول جوړولو فابریکې څښتن حاجي تورملنګ هم وايي چې هره ورځ په ټنونو ټنونو اوسپنه د کباړ په نوم له افغانستان څخه په قاچاقي توګه پاکستان ته وړل کېږي.

هغه پژواک ته وويل: ((هره ورځ لسګونه کانټينر داره ټېلر موټرې چې اوسپنه په کې ځای پرځای شوې وي، د تورخم له لارې قاچاقي وړل کېږي هر ټېلر کې تر ۱۲۰ ټنو اوسپنه بار وي، د تورخم پوليس ترې زرګونه پيسې اخلي او پرېږدي يې.))

د نوموړي په وينا، ننګرهار کې اوسمهال څو د اوسپنې ويلې کولو فابريکې فعالې دي او څلور نورې تر کار لاندې دي، خو د اوسپنې قاچاق يې پر وړاندې لويې ننګونې دي.

د ننګرهار د ولايتي شورا مرستيال ډاکټر لعل محمد درانی هم نيوکه کوي چې سرحدي پوليس د اوسپنې قاچاق ته زمينه برابروي.

هغه وايي، د تورخم دروازې له لارې په لاريو او کانټېنر داره ټېلر موټرونو او د لعلپورې ولسوالۍ له لارې په وړو ډاډسن موټرو کې د اوسپنې قاچاق کېږي.

ده زياته کړه چې ځيني وختونه اوسپنه په ښکاره ډول هم اړول کېږي او ځينې وختونه تر نورو موادو لاندې پټ اړول کېږي.

په ختيځ زون کې د لومړي نمبر سرحدي لوا وياند ادريس مومند بيا پژواک ته په خبرو کې وویل، د اوسپنې په قاچاق کې د پوليسو لاس لرل ردوي او وايي، پوليسو دغه چاره په بشپړه توګه کنټرول کړې ده.

هغه وايي، که ورته شواهد او ثبوت څوک وړاندې کړي، نو لوا حاضره ده چې متخلف عسکر له دندې ګوښه کړي او قانوني چلند ورسره وکړي.

په همدې حال کې د افغانستان د خواريکښو او مزدورانو سراسري اتحاديه د فابريکو د دوامداره پاتې کېدو لپاره د خامو موادو په کنټرول او برېښنا موجوديت باندې ټينګار کوي.

د دې اتحاديې مشر ډاکټر محمد لياقت عادل پژواک ته وويل چې په فابريکو کې پر کار بوختو کارګرو لپاره هم بايد خام مواد بهر ته د انتقال لپاره پرېنږدي، ځکه اوسمهال هم سلګونه زره افغانان د کار په لټه بهرنيو هيوادونو ته تللي دي.

هغه پر فابريکه لرونکو هم غږ وکړ چې د کار په ساحه کې دې د هغوی د حقوقو د ساتلو لپاره توجه وکړي او له حکومت يې وغوښتل، چې هېواد کې پانګه اچونې او د فابريکو رغون ته زمینه برابره کړي، څو کاري فرصتونه زيات شي.

ولسمشر اشرف غني د خپلې واکمنۍ له لومړيو څخه د هېوادنو توليداتو پر پراختيا ټينګار کوي او د دغې چارې لپاره يې بهر ته پر خامو موادو د انتقال بنديز لګولى دى.

دغه راز ولسمشر د اوسپنې د کباړ انتقال هم بند کړی؛ خو اوس په قاچاقي ډول انتقالېږي.

د يادولو ده، شاوخوا مياشت وړاندې په کابل کې د اوسپنې ويلي کولو د يو سترې فابريکې د پرانيستې پرمهال دفاع وزارت ته هم سپارښتنه وکړه، چې په جدي توګه د اوسپنې د کباړ د قاچاق مخه ونيسي.

Pasto: HP lead articles...
ما را در سایت Pasto: HP lead articles دنبال می کنید

برچسب : نویسنده : کاوه محمدزادگان afghaniha بازدید : 283 تاريخ : يکشنبه 22 بهمن 1396 ساعت: 14:12