افغان روښانفکرو؛ دا ا چوپتيا به مو نابود کړي!

ساخت وبلاگ

د لرو پښتنو په راپورته شوي غږ د افغان ټبر د قلم خاوندانو، سياستوالو، مشرانو، واکدارانو، اديبانو، فرهنګپالو، ورزشکارانو، د جهاد دعوه کوونکو، ملا صاحبانو، د فېسوک اتلانو، هنرمندانو او همداسې نورو او نورو مبارزینو، تاسې گټه په چوپتيا کې ليدلې وه او يا مو اټکل کړې وه.

ځکه تاسې دا فکر کړی وو، چې که سبا دا لاريون (په اسلام اباد کې د پښتنو او بلوڅو لاريون) بې له کومې سترې لاس ته راوړنې پای ته ورسېږي، نو بيا به شايد زموږ پوهه تر پوښتنې لاندې راشي، شايد موږ خلک د نشنلیست او يا فاشيست په صفت ياد کړي، شايد زموږ شهرت، دنده او نور امکانات په خطر کې پرېوځي، شايد او شايد داسې نور. خو داسې نه ده ښاغلو او اغلو. که خبرې کول مسؤليت لري نو نه کول یې هم مسوليت لري.

حقيقت دادی چې ستاسې چوپتيا ستاسې زړه ورتیا او پوهه تر پوښتنې لاندې راولي. ايا تاسې تر ولسمشر محمد اشرف غني په کوم صفت کې لوړ ياست، چې هغه د خپل موقف، شهرت او پوهې سره سره د یاد لاريون ځنې ننګه وکړه او تاسې محترمین لا چوپ یاست؟ ايا تاسې تر هغه پښتونه کومه بهتري لرۍ، چې نن برېښنا، سرک، روغتون، ښوونځی، پوهنتون، ټليفون او همدې ته ورته د ژوند ټول امکاناتو سره سره راپورته کېږي او د لر او بر ناره پورته کوي او خپل او ستا حق غواړي، مگر تاسو خپلې خولې تړلي؟!

که نه تاسې دا فکر کوئ چې دا خو د پاکستان د پښتنو يا بلوڅو خوځښت دی او ما ته يې څه؟ يا دا چې دوی کله د افغانستان پر حالت خپله زړه خوږی ښکاره کړی؟ خو دا مو غلط برداش دی. هغوی محکوم دي، له محکومو خلکو سره مرسته په کار ده.

چوپو خلکو؛ که تاسې لږ د ځان سره يو ځل بيا پدې خبرو فکر وکړئ، نو دا ټول کارونه خو زموږ او ستاسې د چوپتيا برکت دی. دا خو ټول زما او ستا د بې کفايتۍ نه سرچينه اخلي.

که موږ او تاسې خپل تاريخ او جغرافيه لوستي وي، که مو د اوسنيو ناخوالو په اړه لږ هم سوچ کړی وي او د خپلو راتلونکو نسلونو لپاره مو د ښه راتلونکي فکر په ذهن کې ګرځولی وي، نو د وخت سره تگ زده کړئ. له موقعې ګټه پورته کړئ. دا ځکه چې زما او ستا په شمول د نسلونو نسلونو دښمن همدغه د ډيورنډ کرغېړنه کرښه ده، د پاکستان شتون دی او زما او ستا په منځ کې زموږ په جامو کې پټ دښمن دی، چې نن يې کم نه کم موږ او تاسې پر وړاندې حق نه شو غوښتلی، نوره مالي او ځاني قرباني خو بیا نو هیڅ نه شو کولی. باید رابیدار اوسو، په دې عصرۍ نړۍ کې د پنجاب پر ضد د هر ګام او لاریون ملا وتړل شي او لا حمایه شي.

اوس تبلیغاتي نړۍ ده، که موږ داسې د حق او ژغورنې نارې ته ورتلی نه شو، دلته پر ټولنیز شبکو او رسنیو زموږ نظرونه او ملاتړ هم د هغوی ملا تړلی شي او حق غوښتنه یې پیاوړې کیدای شي.

لیکنه: هلمند ياد ـ مالمو، سويډن

له فیسبوک تبصرې

تبصرې

Pasto: HP lead articles...
ما را در سایت Pasto: HP lead articles دنبال می کنید

برچسب : نویسنده : کاوه محمدزادگان afghaniha بازدید : 218 تاريخ : يکشنبه 22 بهمن 1396 ساعت: 0:34

خبرنامه