د احوالو او نفوسو ثبت ادارې ته د ځانمرګي داخلېدو اوازې، کاري چارې ځنډولې

تعرفه تبلیغات در سایت
عنوان عکس
عنوان عکس
عنوان عکس
عنوان عکس
عنوان عکس

آخرین مطالب

جستجوگر

امکانات وب

پر مخاطب ها

آرشیو مطالب

برچسب ها

کابل (پژواک، ٢١ سلواغه ٩٦): د کابل په ډېرو سيمو کې د زلزلې د سخت ټکان له امله د احوالو او نفوسو د ثبت ادارې ته د ځانمرګي داخلېدو اوازه هم خپره شوې وه، چې له امله يې سلګونه مراجعين له يادې ادارې وتښتېدل.

نن غرمه شاوخوا ١٢ بجې کابل کې د زلزلې له امله ډېر شمېر سيمې ولړزېدې، خو د احوالو او نفوسو په اداره کې په دې کار سره جلا پېښه رامنځته شوې، چې يادې ادارې ته د ځانمرګي داخلېدو اوازه وه.

د يادې پېښې يوه عيني شاهد او ادارې مراجعه کوونکي علي خان شېرزي پژواک خبري اژانس ته وويل: "د ځمکې په لړزېدو سره ناڅاپه وويل شول چې ځانمرګى داخل شوى او خلک هم هر لوري ته وتښتېدل."

هغه زياته کړه: "زه هم وتښتېدم او د ادارې له دروازې بهر ووتم، خلکو ته مې پام شو چې ټول منډې وهي او پر سرک سرګردانه ګرځي."

د يادې ادارې يوه بل مراجعه کوونکي وويل، د ځانمرګي د داخلېدو له ډاره يې په ډېره بيړه منډه وکړه، خو سرک ته له رسېدو سره يې پام شو چې موبايل يې ترې غورځېدلى او ورک دى.

د ١٠١ اسمايي زون قوماندانۍ وياند بصير مجاهد وويل: "د احوالو او نفوسو ثبت ادارې ته د ځانمرګي بريدګر د داخېلدو اوازه د خلکو د ډار لامل شوې او ټول خلک له يادې ادارې تښتېدلي دي."

د هغه په وينا، له همدې امله د يادې ادارې يو شمېر مراجعين ټپيان شوي، خو ټپونه يې د اندېښنې وړ نه دي.

يوې باخبره سرچينې وويل، له يادې پېښې وروسته د احوالو او نفوسو د ثبت ادارې دروازه تړل شوې ده.

نویسنده : کاوه محمدزادگان بازدید : 2 تاريخ : يکشنبه 22 بهمن 1396 ساعت: 0:34
برچسب‌ها :
اخبار و رسانه هاهنر و ادبیاترایانه و اینترنتعلم و فن آوریتجارت و اقتصاداندیشه و مذهبفوتو بلاگوبلاگ و وبلاگ نویسیفرهنگ و تاریخجامعه و سیاستورزشسرگرمی و طنزشخصیخانواده و زندگیسفر و توریسمفارسی زبان در دیگر کشورها