ژوند په ویښتیا کې؛ د خیال پرځای لاس په کار شئ!

ساخت وبلاگ

ليکنه: هوسـۍ طارق

د انسانانو شتون او نشتون د هغوی له ظاهري وجود سره تر ډېره تړاو نه لري، دا چې موږ يو ځاى کې خپل وجود نه احساسو مختلف لاملونه شايد ولري. يو له لاملونو يې دا هم کيدای شي چې روحاً موږ د هماغه ځاى د بحث موضوع ته لېواله نه يوو او نه د ګډون کوونکي خبرې ښې لګيږي. ځکه زموږ ذهن کې هماغه ساعت شل نورې خبرې او نور بحثونه وي چې موږ يې له ځان سره بوخت ساتلي او نه مو پريږدي چې د يوه بنډار خبرو ته ځېر شو.

حتا داسې هم کيږي چې کله کله زموږ د ذهني نشتون پر بنسټ د مقابل خبرې ډېرې بدې لګي او کله کله دې ته مو اړ باسي چې ځاى يا مجلس پريږدو، يا که ډېر هم وغواړو ځان پکې ورګډ کړو، يو هو او نه مقابل ته ځواب وايو، خو اصلي خبره يا موضوع دلته زموږ د وخت او ذهني روغتيا ده، چې په ټاکلي وخت کې په ډېره اسانۍ موږ خپلې روغتيا ته زيان رسوو، ان تر دې چې دغه وخت کې موږ ټولنيزې رسنۍ هم کارو او يو ساعت کې د مجلس خبرې، د ټولنيزو رسنيو شل پوسټونه او زموږ ماتې او ګوډې هيلې او ارمانونه چې ذهن يې راته بوخت ساتلی او روغتيا ته مو ضرر هم رسوي.

خامخا په داسې حالاتو کې موږ له روحي ناروغيو سره مخ کيږو، ځکه انسان يو وخت کې د يو کار د ترسره کولو توان لري، موږ کوم خارق العاده موجود نه يوو، په دغه شتون او نشتون خپلې روغتيا ته زيان رسوو، د ورځې په تيريدو روږدي کيږو په نن یا اوسني ژوند کې خپل شتون له لاسه ورکوو، دا نه کومه مينه ده، نه هيله ده، نه کومه لويه موخه چې مقابل لوري ته وښيو چې زه خو ډېر بوخت يم او داسې داسې کول غواړم يا دغسې ستونزې مې زغملي.

خيالونه او د جادو په تمه هم چې تاسو يو دم لوړو پوړيو ته ورسوي پریږدئ، دغه خيالونه یوازې دومره کولاى شي موږ چې يوازې يو روږدی انسان شو او بس چې خپله کرۍ ورځ په هيڅ نه کولو يا وبښئ او په ټولنيزو رسنيو کې په ښکته پورته کېدلو تيره کړو.

راځئ چې ساده ژوند وکړو، دا ژوند دومره هم ستونزمن نه دى چې موږ خپل زړه په داسې بې ځايه خيالونو خورو، چې يا بيخي نشته او که سل سلنه کې پنځوس سلنه امکان يې وي هم نو په هر وخت کې په کار، زيار او اخلاص سرته رسيږي.

ومنئ چې په دې خيالونو خپل ژوند له لاسه ورکوو ژوند په ساده ګۍ، اخلاص ډېر ښکلى دى، ژوند وکړئ او ښکته پورته کېدل پريږدئ. پرمختګ په کار او هڅه کيږي نه په خيال، خپل شتون حس کړئ، ويښ شئ او کار ته ملا وتړئ، په خبرو، خيالونو او فېسبوکي ښکته پورته کېدو پرمختګ نه کيږي .

اصلي راویښیدل او بریا دا ده چې راپورته شو، ننګونو په مقابل کې کلک شو او خپلو اهدافو ته اوچت اوچت ګامونه پورته کړو او بلاخره د خیال پر ځای عمل وکړو.

له فیسبوک تبصرې

تبصرې

Pasto: HP lead articles...
ما را در سایت Pasto: HP lead articles دنبال می کنید

برچسب : نویسنده : کاوه محمدزادگان afghaniha بازدید : 207 تاريخ : شنبه 21 بهمن 1396 ساعت: 20:31