افغان لوبډلې په شارجه کې ریکارډ جوړ کړ !

ساخت وبلاگ

د متحده عربي اماراتو په شارجه کرکټ لوبغالي کې د کوربه افغانستان او میلمه زیمبابوې د کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ د ۵ پنځوس اوریزه سیالیو لړۍ پیل شوه، چې پکې افغان لوبډلې زیمبابوې ته په ستر توبیر سره ماتې ورکړه.

په سیالۍ کې افغان لوبډلې په لمړۍ توپ وهنې د رحمت شاه زرمتي د سلیزې ۱۱۴، نجیب الله ځدران د ۸۱ ناسوځیدلو، احسان الله جنت د ۵۴، شهزاد محمدي د ۳۶ او ناصر جمال د ۳۱ منډو جوړولو سره ټولې ۳۳۳ منډې جوړې کړې، چې د زیمبابوې لوبډله یې په ترلاسه کولو کې د ستونزو سره مخ شوه او ټوله لوبډله یې په ۱۷۹ منډو جوړولو وتوانیده او افغان لوبډلې ته یې د ۵ سیالیو سیریز په لمړۍ لوبه کې د ۱۵۴ منډو په توپیر سره ماتې ومنله.

د افغان لوبډلې لخوا په توپ اچونه کې راشد خان ۴، مجیب ځدران ۲، محمد نبي، رحمت شاه، ګلبدین ناییب او دولت ځدران یو یو لوبغاړی وسوځول او د دې سیالۍ غوره لوبغاړی هم رحمت شاه زرمتی وټاکل شو.

رحمت شاه زرمتي ۱۱۴ منډې جوړې کړې او د لوبې غوره ولوبغاړی اعلان شو

افغان کرکټ ملي لوبډلې په دې سیالۍ کې د متحده عربي اماراتو په شارجه کرکټ لوبغالي کې د خپلو زیاتو منډو ریکارډ هم ثبت کړ، چې د ویسټ انډیز نه وروسته یې پنځم ځای خپل کړی.

د شارجه کرکټ لوبغالی د کرکټ په تاریخ کې د هغه میدانونو په سر کې ځای لري، چې تر نورو زیاتې سیالۍ ورباندې ترسره شوي دي، چې د افغانستان او زیمبابوې د کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ لمړنۍ سیالۍ یې ۳۹۷۲ مه سیالي وشمیرل شوه او پکې زیاتې منډې هم جوړې شوې.

د شارجه کرکټ په نړیوال لوبغالي کې د لمړي ځل لپاره د ویسټ کرکټ ملي لوبډلې په ۱۹۸۹ م کال کې د پاکستان خلاف د ۲۷۵ منډو زیات هدف ثبت کړ، خو له هغې را وروسته بېلا بېلو لوبډلې د زیاتو منډو جوړولو هڅه کې بریالۍ شوې، خو د ۲۰۱۴ م کال د ډیسمبر میاشت کې د پاکستان ملي لوبډلې د نیوزیلینډ خلاف د لوړو ۳۶۴ منډو هدفد سر په لمړۍ کرښه کې ثبت کړ.

راشد خان څلور لوبغاړي وسوځول

د اي اس پي این کرک انفو ویب پاڼې د معلوماتو له مخې په شارجه کرکټ لوبغالي د زیاتو منډو جوړلو په لیست پاکستان د ۳۶۴ منډو جوړلو سره لمړی، نیوزیلینډ په ۳۳۸ منډو سره دویم، په ۳۳۷ منډو سره بیا هم پاکستان، ویسټ انډیز د ۳۳۳ منډو سره څلورم او افغانستان هم په ۳۳۳ منډو جوړلو سره ۵ م مقام خپل کړ، خو په ۲۰۱۸ م کال کې لمړۍ لوبډله شوه، چې په دغه میدان یې د زیاتو منډو جوړلو ریکار ثبت کړ.

همدا راز د شارجه په کرکټ لوبغالي د کمو منډو جوړولو کې هندوستان د سریلنکا خلاف په ۵۴ منډو جوړلو لمړی، سریلنکا د ویسټ انډیز خلاف په ۵۵ منډو دویم، افغانستان د زیمبابوې خلاف په ۵۸ منډو سره دریم، نیوزیلینډ د پاکستان خلاف د ۶۴ او ۷۴ منډو جوړلو سره څلورم او پنځم، سریلانکا د پاکستان خلاف په ۷۸ منډو شپږم، زیمبابوې د افغانستان خلاف په ۸۳ منډو سره ۷ م او پاکستان د هندوستان خلاف په ۸۷ منډو سره په اتم ځای کې قرار لري.
د یادونې وړ ده، چې د افغانستان او زیمبابوې د کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ د دوه ۲۰ اوریزه کرکټ سیالیو لړۍ هم د افغانستان په بریاوو سره پای ته ورسیده، چې د دغه دوه لوبو په ګټلو سره یې د کرکټ نړیوالې درجه بندۍ په لیست کې اتم مقام هم خپل کړ.
د ۵ یو ورځینیو سیالیو د لړي لمړۍ لوبه د افغان لوبډلې په بریا پای ته ورسیده، خو لا هم ۴ سیالۍ پاتې دي، چې دواړه لوبډلې د سیریز ګټلو لپاره پوره چانس لري.
د دې ۵ لوبو د لړۍ دویمه لوبه به سبا د یکشنبې په ورځ د افغانستان په وخت په ۲ بجې او ۳۰ دقیقو سره پیل شي.

له فیسبوک تبصرې

تبصرې

Pasto: HP lead articles...
ما را در سایت Pasto: HP lead articles دنبال می کنید

برچسب : نویسنده : کاوه محمدزادگان afghaniha بازدید : 208 تاريخ : شنبه 21 بهمن 1396 ساعت: 20:31