د رحمت شاه سلیزې افغانستان ۵ مقام ته ورسو

ساخت وبلاگ

د متحده عربي اماراتو په شارجه کرکټ لوبغالي کې د افغانستان او زیمبابوې د کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ د ۵ پنځوس اوریزه سیالیو لړۍ په لمړۍ لوبه کې افغانستان بریا خپله کړه.

په دې سیالۍ کې افغان لوبډلې د رحمت شاه زرمتي د سلیزې، احسان الله جنت او نجیب ځدران د نیمه سلیزو جوړولو سره افغان لوبډله تر لوړ هدف ورسوله.

په دې سیالۍ کې رحمت شاه زرمتي د ۱۱۴ او نجیب الله ځدران د ۸۱ ناسوځیدلو منډو جوړلو سره ۱۵۸ منډو لوړه ملګرتیا وکړه او افغان لوبډله د ۳۳۳ منډو په جوړولو سره بریالۍ شوه.

افغان کرکټ ملي لوبډلې په دې سیالۍ کې د متحده عربي اماراتو په شارجه کرکټ لوبغالي کې د خپلو زیاتو منډو ریکارډ هم ثبت کړ، چې د ویسټ انډیز نه وروسته یې ۵ م ځای خپل کړی.
په دغه میدان د افغانستان او زیمبابوې د کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ د سیریز لمړنۍ لوبه ۳۹۷۲ مه وشمیرل شوه او پکې افغان لوبډلې د زیاتو منډو جوړلو ریکارډ د جدول ۵ مه کرښه کې ثبت کړ.
د اي اس پي این کرک انفو ویب پاڼې د معلوماتو له مخې، په دغه لوبغالي د زیاتو منډو جوړلو ریکارډ پاکستانۍ لوبډله لري، چې د نیوزیلینډ کرکټ ملي لوبډلې خلاف یې جوړ کړی دی.

د پاکستان وروسته نیوزیلینډ په ۳۳۸ منډو سره دویم، په ۳۳۷ منډو سره بیا هم پاکستان، ویسټ انډیز د ۳۳۳ منډو سره څلورم او افغانستان هم په ۳۳۳ منډو جوړلو سره ۵ م مقام خپل کړ، خو په ۲۰۱۸ م کال کې د افغانستان لمړۍ لوبډله شوه، چې په دغه میدان یې د زیاتو منډو جوړلو ریکارډ ثبت کړ.

له فیسبوک تبصرې

تبصرې

Pasto: HP lead articles...
ما را در سایت Pasto: HP lead articles دنبال می کنید

برچسب : نویسنده : کاوه محمدزادگان afghaniha بازدید : 269 تاريخ : شنبه 21 بهمن 1396 ساعت: 20:31