خلکو ته د ښې وینا (خبرو) کولو ۳ مهارتونه

ساخت وبلاگ

لیکنه: براین ټراسي
ژباړه: غازي عابد

ډیر کله ځیني خلک په وینا او خبرو کې ویره لري او یا له ویرې بیخې خبرې نه کوي. په امریکا کې دغسې خلک ۵۴ سلنه ښودل شوي دي. که چیرته تاسې په دې پوه نه شئ چې څرنګه یوه عامه وینا وکړئ، په حقیقت کې به خپل مسلک او شخصي ژوند کې له ډیرو ستونزو او ضررنو سره مخ شئ.
دا چې څنګه کولی شو د وینا پرمهال ویره ونه لرو او ډاډمنه وینا وکړو، دا درې لارښوونې نظر کې ونیسئ:

۱- وینا مو ښه سمه تمرین کړئ.
د وینا متن او مهمې نقطې مو ولیکئ، خو دا لیکلی متن ټکی په ټکی مه یادوئ. بلکې مفهوم ترې واخلئ، په دې سره به له غلطیو خلاص یاست او دا ویره به درسره نه وي چې متن کې غلط څه شی نه وي او یا څه شی ګډوډ نه شي. همداراز بیا له متن نه په مفهمو یادولو سره بې له کاغذه هم غږیدای شئ. کله چې یو انسان په بشپړ ډا‌ډ سره یو کار ترسره کوي، واضح ده چې هغه کار په شوق او اطمینان سره کولی شي.

۲- د هغې نقطې په اړه ډیر وغږیږئ چې لیوالتیا ورسره لرئ.
په خپلو خبرو کې د هغې موضوع یا نقطې په اړه تر ټولو ډیرې خبرې وکړئ چې ډیره لیوالتیا ورسره لرئ، ځکه د هغې موضوع په اړه بیا له زړه خبرې کوئ، نو ښې خبرې به هم وکړای شئ. د زړه خبرې خامخا خوږې او منظمې وي.

۳- بیا بیا… تمرین وکړئ.
البرټ هوبارډ په نوم یو عالم وايي؛ که غواړئ چې ښه عام ویناکوونکي شئ، وغږیږئ، وغږیږئ، وغږیږئ، وغږیږئ…. او بیا هم وغږیږئ….

څومره چې ډیرې خبرې وکړئ، هماغمره به عادي شئ، خو دا په دې مانا نه چې بې اړتیا او له چوکاټه بهر خبرې کړئ، بلکې اصولو، ضرورتونو او ځایونو ته په کتو نوبت سره خبرې وکړئ.

له فیسبوک تبصرې

تبصرې

Pasto: HP lead articles...
ما را در سایت Pasto: HP lead articles دنبال می کنید

برچسب : نویسنده : کاوه محمدزادگان afghaniha بازدید : 244 تاريخ : شنبه 21 بهمن 1396 ساعت: 20:31