څنګه د ويښتو توییدل کم کړئ؟ ۲۰ اسانه لارې

ساخت وبلاگ

لیکواله : ډاکټره جولي شا کپاډیا، د پوستکي د ناروغیو متخصصه
ژباړه: شمیم اتل

د ويښتو توییدل ددې عصر یوه عامه ستونزه ده چې ګن خلک ترې شکایت کوي. د ورځې له خوا له ۲۵ څخه تر ۵۰ پورې ويښتان توییدل نورمال دي. خو کله ويښته توییدل تر دې زیات وي بیا دا د ویښتو غیرې نورمال توییدنه ده او که مخه یې ونه نیول شي، کوپړۍ مو خالي کیدلی شي. دلته یو شمیر ساده تدابیر درسره شریکوو چې پر مټ یې تاسو د ويښتو توییدل کمولی شئ.

۱- ويښتو ته خواړه پکار دي، نو په متوازنه توګه خواړه وخورئ

ويښته د ودې او سلامتۍ لپاره یو شمیر ویټامینونو او مینرالونو ته اړتیا لري. د A ویټامین د ويښتو د ودې لپاره او همدارنګه د سر په کوپړۍ کې سیبوم په نوم د موادو د تولید لپاره چې د ويښتو سلامتۍ سره مرسته کوي مهم دي.

په تازه او شین پاڼو ترکاریو، تازه میوو او ځینې نورو خوړو کې په زیاته اندازه ویټامین A شته . همدارنګه د بي ۱۲ B12 ویټامین چې په شیدو او له شیدو په جوړیدونکو تولیداتو، لوبیا، نخودو او نورو خوړو کې پیدا کیږي هم د ويښتو د سلامتۍ لپاره مهم دی.

بي کمپلیکس ویټامین یا بیوټین هم د ويښتو د سلامتۍ لپاره ډیر ضرور دي. که چیرې ستاسو په وجود کې د بیوټین کمي وي نو د ويښتو د توییدو او نري کیدو سبب کیږي.

تاسو کولی شي چې په خپلو خوړو کې د لبنیاتو، وچو میوو، زړیو، شنو سبزیو، هګیو او ځینې داسې نورو ګټورو خوړو په زیاتولو د بیوټین کمی پوره کړئ، له دې سره به مو د ويښتو توییدل کنټرول شي.

۲- خوړو کې مو پروټین ورزیات کړئ

پروټین هغه څه دي چې ويښتان ترې جوړ شوي دي، په کافي اندازه د پروټین لرونکو خوړو خوراک نه یوازې ستاسو د ويښتو د ودې او سلامتۍ سبب کیږي بلکې د ويښتو د توییدو مخه هم نیسي. نسک، لوبیا، پنیر او شیدې د پروتینو ښې سرچینې دي. په خپلو ورځنیو خوړو کې یې پام وساتئ.

۳- اوبه وڅښئ

موږ ډیر کله په ناخبره توګه کافي اوبو نه څښو، فکر کوو تږې نه یوو، خو دا کار زموږ وجود د اوبو له کمې سره مخ کوي. د ويښتو د تارونو څلورمه برخه له اوبو جوړه ده، نو که د وجود د اوبو کمی پوره کړئ بې له شکه چې ويښته به مو کم توییږي. د ورځې له اتو تر ۱۲ ګیلاسو اوبو پورې اوبه باید وڅښئ چې وجود مو د اوبو کمی ونه لري او ویښته مو ښه وده وکړي.

۴- خپله کوپړۍ مساج کړئ

په ځینو طبیعي او صحي تیلو د کوپړۍ مالش ( مساج) کول ستاسو د ويښتو بیخونو سره مرسته کوي چې فعال و اوسي. همدارنګه د ويښتو غوړولو ځینې صحي تیل د ویښتو تارونو سره ښه جوړجاړی کوي او ويښته مرطوب ساتي چې دا خپله د توییدو مخه نیسي. غوړ ويښته کم ماتیږي او قوي وي.

تاسو کولی شئ چې د بادامو، زیتونو یا نور طبیعي تیل لږ تاوده کړئ، بیا یې په نرمۍ سره پر خپله کوپړۍ او ويښتو ومږئ او څو ساعتونه یې پرېږدې چې ویښته او کوپړۍ تیل جذب کړي. تاسو کولی شئ د شپې له خوا یې پریږدئ. بیا یې په نرمه شامپو ووینځئ.

۵- پر خپلو ويښتو شین چای ووهئ

هو شین چای، څیړنو ښودلې چې پر ويښتو د شین چای مږل د ويښتو د توییدو مخنیوي کې مرسته کوي. تاسو کولی شئ چې د پاکټي شین چای دوه پاکټه په یوه پیاله تودو اوبو کې حل کړئ ، پرې ږدئ چې ګرمې اوبه سړې شي، بیا یې پر ويښتو ووهئ، یو ساعت وروسته خپل ويښته ووینځئ. که دا چاره تکرار کړئ د ويښتو توییدل کمولی شي.

۶- په منظمه توګه ويښته ووینځئ

په منظمه توګه د ويښتو وینځل د ويښتو د توییدو د مخنیوي یوه مهمه برخه ده. کوپړۍ مو پاکه ساتئ. په دې توګه تاسو د ويښتو د بیخونو د میکروبي کیدو او د ويښتو د پښې او خشکۍ چې د ويښتو د توییدو سبب کیږي مخنیوی کوئ.

له شامپو هم مه ویریږئ که ښه او په مناسبه اندازه شامپو په منظمه توګه وکاروئ. ويښتو ته زیان نه کوي بلکې د ويښتو په پاک ساتلو د ويښتو سلامتۍ ته ګټه کوي او د توییدو مخه یې نیسي.

۷- ويښته مو په سمه طریقه ووینځئ

تر وینځلو مخکې خپل ويښته ږمنځ کړئ. د خپلو ويښتو اوږدوالي ته په کتو د شامپو اندازه انتخاب کړئ. پام مو وي چې ډیره شامپو پر سر ونه مږئ. شامپو پر خپلو ورغویو کې لومړئ ومږئ داسې چې ځګ وکړي. بیا یې د خپلو ويښتو پر بېخونو ومږئ. شامپو پر سر داسې ومږئ لکه خپل سر ته چې مالش ورکوئ.

۸- له تودو اوبو ځان ساتئ

ويښته نازک جوړښت لري. د ويښتو د وینځلو لپاره ډیرې تودې او یا ګرمې اوبه مه کاروئ. تودې اوبه ستاسو د ويښتو رنګونه ماتوي او د ويښتو بیخونو کې د غوړو د تولید غدې فعالوي.

معتدلې اوبه وکاروئ دا په کوپړۍ کې د غوړ تولیدونکو غدو ترشحات کموي، له ويښتو چټلي لرې کوي او د وینې جریان بهتره کوي.

دا ښه لاره ده چې د ويښتو وینځل په سړو اوبو پای ته ورسوئ. دا کار د ويښتو په بیخونو کې د وینې بهیر تیزوي او ستاسو ویښته نرم او ځلا لرونکي ښکاري.

۹- لامده ويښتان مه ږمنځوئ

لامده ويښتان ډیر کمزوري وي. د لمدو ويښتانو ږمنځول د ویښتو د ماتیدو چانس زیاتوي. که خامخا لامده ويښتان ږمنځوئ نو یو داسې ږمنځ وکاروئ چې غاښونه یې ازاد وي. د جړو او لامدو ویښتانو د سمولو لپاره د ږمنځې او بورس پر ځای خپل لاس او ګوتې وکاروئ.

۱۰- په وچوونکي بريښنايي ماشین ويښته مه وچوئ

تر وینځلو وروسته ويښته څنګه وچ کړی؟ دا د ويښتو د سلامتۍ لپاره مهمه ده. په ځان وچې ويښته سخت سخت مښل او یا د ويښتو د وچولو لپاره له بریښنايي ماشین کار اخیستل د ويښتو سلامتۍ ته تاوان رسوي. ښه داده چې ويښته مو له وینځلو وروسته په طبیعي توګه وچ شي.

۱۱- پریږدئ چې وښیته مو ساه واخلي، سیګرټ مه څکوئ

سیګرټ څکول کوپړۍ ته د وینې بهیر کمزوری کوي او د ویښتو وده کموي. نو ځان ترې وساتئ.

۱۲- ورزش وکړئ

ورزش هماسې چې ستاسو نورې روغتیا ته ضرور دی د ويښتو په سلامتۍ کې هم مهم رول لري. هڅه وکړئ چې هره ورځ لږ تر لږه ۳۰ دقیقې فزیکي فعالیت ترسره کړئ. قدم وهل، منډه وهل، لامبو او نور فزیکي فعالیتونه د ویښتو د سلامتۍ لپاره ګټور څه دي.

۱۳- ستریس او اندېښنه کمه کړئ

هڅه وکړئ په ژوند کې د ځینو لارو چارو په خپلولو له ستریس او اندېښنې ځان وساتئ. ستریس او اندېښنه د ویښتو د توییدو یو مهم سبب کیدای شي.

۱۴- کوپړۍ مو خوله کیدو ته مه پریږدئ
هغه کسان چې غټې خولۍ، په سروي ښه ده چې وخت ناوخت د خپلې کوپړۍ خولې په یو دسمال وچې کړي. خوله د ویښتو بیخونه کمزوري کوي او د ویښتو د خرابیدو او ماتیدو سبب کیږي.

۱۵- خپلې عمومي روغتیا ته پام وکړئ

ځینې مزمنې ناروغۍ، اوږده تبه او میکروبي ناروغۍ هم د ويښتانو د توییدو سبب کیږي. د خپلې عمومي روغتیا په اړه ځان ډاډمن کړئ.

۱۶- درمل په احتیاط وکاروئ

ځینې درمل لکه د کلسټرولو د کمولو درمل، د وینې د نري کولو لپاره کاریدونکي درمل او ځینې نور هم د ویښتانو د توییدو سبب کیدای شي. نو له خپل ډاکتر سره په اړیکه کې اوسئ او په خپل سر درمل مه خورئ.

۱۷- له طبیعت سره دوستي وکړئ او له کیماوي موادو ځان وساتئ

ځینې سخت کیماوي رنګونه او د ويښتو د نرمولو او ځلاداره کولو لپاره کارونکي کیماوي مواد ويښتو ته تاوان رسوي. هڅه وکړئ د ويښتو سره طبیعي چلن وکړئ. ډیر کیماوي مواد پرې مه مږئ .

۱۸- پوره خوب وکړئ

ښه او پوره خوب له ویښتانو سره مرسته کوي چې خپلې ګڼې ستونزې خپله هواري کړي. نو پوره خوب وکړئ ځکه پرلپسې او اوږده بې خوبي هم د ویښتو د توییدو یو سبب دی.

۱۹- له سخت لمر ځان وساتئ

د لمر سختو وړانګو ته ډیر مخامخ کیدل هم د ویښتو د توییدو سبب کیدای شي. تیزه لمر ستاسو ویښته وچوي او د ماتیدو او توییدو سبب کیږي. ښه لاره داده چې که تیزه لمر سره مخ کیږئ نو خپله ويښته پټ کړئ.

۲۰- له جړو ويښتو سره مه ویده کیږئ

که ویښته مو لوی وي نو د ویده کیدو پر مهال یې داسې مه پریږدئ چې د شپې له خوا کله چې تاسو ویده وئ په اوښتو راوښتو داسې جړ پړ شي چې سهار یې خلاصول ګران وي. پرلپسې د جړو ویښتو سره له خوبه پاڅیدل هم ستاسو ويښتو ته تاوان رسوي.

۲۱- جلدي ډاکټر ته ولاړ شئ

که ستاسو د ويښتو تویېدل ناڅاپي او یا دومداره وي، نو له جلدي ډاکتر سره له مشورې مه ویریږئ.
او وروستۍ خبره دا چې که دا لیکنه درته مرستندویه ښکاره شوي، له خپلو دوستانو سره یې شریکه کړئ.

له فیسبوک تبصرې

تبصرې

Pasto: HP lead articles...
ما را در سایت Pasto: HP lead articles دنبال می کنید

برچسب : نویسنده : کاوه محمدزادگان afghaniha بازدید : 305 تاريخ : جمعه 20 بهمن 1396 ساعت: 15:58

خبرنامه