ما نجلۍ ومونده ، سلمان خان

ساخت وبلاگ

سلمان خان د هندي د سینما د مینه والو په زړونو کې خاص ځای لري. خو د سینما دا ۵۲ کلن اکټر لا هم مجرد او بې واده ګرځي او دې مجردۍ ته که خپله سلمان خان پریشانه نه دی، دده یو شمیر مینه وال ورته اندېښمن دي.

ځکه خو د سلمان خان مجردي او د واده امکان ډیر کله د هندي رسنیو او دده د مینوالو د بحث توده موضوع وي.

خو وړمه ورځ د هند د سینما دې ستورې هغه مهال دا بحث نور هم تود کړ چې پر خپل ټویټر یې ولیکل ” ما نجلۍ وموندله“

ددې څو لفظونو له پوسټ کولو وروسته د هند په ټولنیزو رسنیو کې د سلمان خان د واده نغارې وډنګیدې، چا مبارکۍ ورکولې، چا یې د نامزداۍ د مراسمو په اړه اټکلونه کول او چا هم د هغې نجلۍ په اړه اټکلونه کول چې ښايي سلمان خان ورسره کوژده وکړي. ځینې مجردانو خو لا ورته لیکلي وو چې د دوی د واده غم دې هم وخوري.

خو له لومړني پوسټ څو ساعته وروسته سلمان خان په خپل یو بل ټویټ دا ټول بحثونه بیرته غلي کړل او ویې لیکل:

” د تشویش وړ هیڅ خبره نه شته، ما د ایوش شرما د فلم لپاره نجلۍ ومونده

ایوش شرما د سلمان خان د خور ارپتا خاوند دی او سلمان خان د نوموړې لپاره یو فلم جوړوي. سلمان خان ویلي چې ددې نوې نجلۍ نوم ورینه دی.

د یادونې وړ ده چې په تیرو لسیزو کې د سلمان خان نوم د هندي سینما له ډیرو نجونو سره وخت په وخت یاد شوی. په دې لړ کې د ایشورای رانیولې، تر کرینه کپور او کترینا کیف پورې وخت په وخت نجونې د سلمان خان سره د یارانې په تار تړل شوي خو خبره یې تر کوژدې او واده نه ده رسیدلې.

نوموړې په دې وروستیو کې ویلي چې غواړي یو ماشوم خپل کړي او پالنه او سرپرستي یې پر غاړه واخلي. له دې داسې ښکاري چې د هندي سینما دا ستوری په نژدې راتلونکې کې له کوم چا سره د خپل ژوند شریکولو ته چمتو نه دی.

له فیسبوک تبصرې

تبصرې

Pasto: HP lead articles...
ما را در سایت Pasto: HP lead articles دنبال می کنید

برچسب : نویسنده : کاوه محمدزادگان afghaniha بازدید : 347 تاريخ : جمعه 20 بهمن 1396 ساعت: 15:58