د محکومو پښتنو له راپورته شوي غږ، د پاکستان د ویش بوی ځي

ساخت وبلاگ

لیکنه: زاهد صدیقي

ولې پښتونخوا د ترورېزم، د جګړه مارو، قاچاقچیانو، وسلو پلورونکو، قاتلانو، د تمدن ضد او د ښوونځیو سوزوونکو “ځاله” ده؟
ولې د دې ځالې په اور کې هره ورځ بې شمیره بې وزله، بې سواده او پښتانه په بیلابیلو نمونو سوځي او وژل کېږي؟

دا اور چا بل کړی؟
په پښتونستان کې د پاکستان فډرالي هېواد تل کورنی کړکېچ غواړي، ترڅو د پښتونستان پښتانه له خپلمنځي ستونزو سر راپورته نه کړي او د پاکستان په سیاسي جوړښت کې له پنجابیانو سره سیال نه شي.
پاکستان غواړي، چې دغه پښتانه تل ذلیل، خوار، محرومه او د سیاست له کړۍ بهر وي، خپله هره ناوړه کړنه د دوی په نوم خلاصه کړي.
پاکستان دننه له یوې خوا د بیلتون غوښتونکو له ډلو سره لاس او ګریوان دی او له بلې خوا د اکثریتو لپاره د پاکستان په سیاسي نظام کې د پنجابیانو د ډېرې برخې لرل د زغم وړ نه ده. د ځینو کارپوهانو په اند، په دې برخه کې پاکستان د خپل سیاسي وحدت د ساتلو په موخه تل خپل ځواکمن او قوي استخبارات کارولي.
ګومان کیږي که چیرته پښتانه خپل غږ همداسې اوچت وساتي او تر څنګ یې بلوڅان هم راپورته شي، سخته به وي چې پاکستاني استخبارات یې مخه ونیسي.

په خیبر پښتونخوا کې، چې نږدې ۱۸ میلیونه پښتانه میشت دي، بیلتون غوښتونکي او خپلواکي غواړي.
په ورته وخت کې په بلوچستان کې د بلوڅانو شمېر (۶۰) او د پښتانو (۴۰) سلنه اټکل کېږي، له نورو قومونو څخه مخکې د بیلتون او خپلواکۍ چیغې وهي.
دا چې په پاکستان کې پښتانه ګوندونه او قومونه د پښتونستان په نوم د خپلواک حکومت په لټه کې دي او بلوچان د خپلو حقونو د ترلاسه کولو په موخه د پاکستان حکومت پر وړاندې اوس هم وسله واله مبارزه کوي، نو دا او ورته نور موارد د پاکستان د فډ‌رالي نظام لپاره یو ستر چیلنج او ګواښ دی.

په اوسني وخت کې په پاکستان کې د امنیتي ځواکونو له لورې یوه پښتون زلمي نقیب الله(مسید) د وژل کیدو په تړاو د “پښتنو احتجاج” تر عنوان لاندې پراخه لاریون پیل شوی دی. یاد تازه پیل شوی لاریون د بیلتون غوښتونکو ډلو لپاره غوره موقع ده خو د پاکستان لپاره بیا د سیاسي کړکیچ د نوي پړاو پیل دی.

که په پاکستان کې د روان پراخه لاریون اور مړ نه شي نو لرې به نه وي، چې د پاکستان سیاسي جغرافیه په څو سیاسي برخو ووېشل شي او د بیلتون غوښتونکو د بیلتون خوب به په حقیقت بدل شي.

ټولو افغانانو او پوهانو د پښتنو دا اقدام ستايلی او هیله یې څرګنده کړې چې پښتانه به له دې ګامه لاس وانخلي او نور به د خپلې وینې لړۍ ودروي.

همداراز هیله کیږي چې بلوڅان به هم په دې حساس وخت کې د خپلې ازادۍ او حقوقو ترلاسه کولو لپاره غږ پورته کړي او څو نور د پنجاب د ګټو او موخو لپاره ونه وژل شي.

له فیسبوک تبصرې

تبصرې

Pasto: HP lead articles...
ما را در سایت Pasto: HP lead articles دنبال می کنید

برچسب : نویسنده : کاوه محمدزادگان afghaniha بازدید : 190 تاريخ : جمعه 20 بهمن 1396 ساعت: 15:58