د هندي سینما لس اوږده فلمونه؛ چې ځينې له څلورو ساعتونو هم اوړي

ساخت وبلاگ

کتوونکي د اوږدو فلمونو له لیدلو سره ستړي کیږي، په همدې اساس اوسني فلمونه تر وسه وسه لنډ جوړیږي.
خو په هندي سینما کې ځينې فلمونه جوړ شوي، چې ان له څلورو ساعتونو زیات وخت نیسي. په ۹۰ یمو کلونو کې دا یوه عامه خبره وه، چې اداکارانو به اوږده فلمونه جوړول. درې ساعته او کله کله ۴ ساعته هندي فلمونه جوړول یوه عامه خبره وه.

دلته موږ تاسې ته لس ۱۰ هغه فلمونه درپیژنو، چې لا هم د بالیووډ تر ټولو اوږده فلمونه بلل کیږي.


۱ـ لوک – کارګل (۴ ساعته او ۱۵ دقیقې)
دا فلم د ۲۰۰۳ کال په ډيسمبر کې خپور شو. فلم په کارګل کې د هندي عسکرو د جګړې کیسه کوي، چې ډیره برخه يې هملته ووژل شول. فلم کې سودیش بیري، موکیش تیواري او اجي دیوګن کار کړی دی. دا فلم ۴ ساعته او ۱۵ دقیقې کې اوږد دی.

۲ـ میره نام جوکر (۴ ساعته او ۴ دقیقې)
دا فلم په ۱۹۷۰ کال کې خپور شو. فلم کې راج کپور او درمندر کال کړي. فلم د راجو د پلار کیسه کوي. د راجو پلار په سرکس کې پوره تجربه درلوده.

۳ـ سنګم (۳ ساعته، ۵۸ دقیقې)
سنګم هم د راج کپور فلم دی، چې په ۱۹۶۴ کال کې خپور شو.

۴ـ لګن (۳ ساعته، او ۴۴ دقیقې)
لګن د عامرخان فلم دی، چې د ۲۰۰۱ کال په جون کې خپور شو. فلم د برتانیا تر واکمنې لاندې د هندوانو په ژوند او زحمت راڅرخي.

۵ـ خطرناک (۳ ساعته، او ۴۳ دقیقې)
خطرناک د سنجي دت او فرا ناز ګډ فلم دی، چې په ۱۹۹۰ کال کې خپور شوی. دا یوه رومانټیکه ډرامه ده.

۶ـ محبتتیان (۳ ساعته او ۳۶ دقیقې)
محبتتیان د امیتاب بچچن او شاروخ خان ګډ فلم دی، چې په ۲۰۰۰ کال کې خپور شو. دا فلم درې ساعته او ۳۶ دقیقې اوږد دی.

۷ـ سلام – ای – عشق (۳ ساعته او ۳۶ دقیقې)
سلام – ای – عشق د سلمان خان او پرینکا چوپړا ګډ فلم دی، چې په ۲۰۰۷ کال کې خپور شو. دا فلم طنزیه او رومانټیک دی. فلم د ۶ جوړو کیسه کوي، چې په بیلابیلو حالتونو کې ژوند کوي، خو ستونزې سره ورته دي. ددوې د ستونزو سبب هم یو دی او هغه مینه ده.

۸ـ کبهي الوداع نه کیهنا (۳ ساعته او ۳۵ دقیقې)
د شارخ خان او راني مکرجي ګډ فلم دی، چې په ۲۰۰۶ کال کې خپور شو.

۹ـ جوړا اکبر (۳ ساعته، او ۳۴ دقیقې)
د پر هندوستان د مغلو د واکمنې پر مهال د اکبر باچا د مینې په کیسه جوړ شوی تاریخي فلم دی، چې په ۲۰۰۸ کال کې خپور شو. دا د هرتیک روشن او اشی رای بچن ګډ فلم دی.

۱۰ـ کبهي خوشي، کبهي غم (۳ ساعته او ۳۰ دقیقې)
دا د شاروخان او امیتاب بچن ګډ فلم دی، چې په ۲۰۰۶ کې خپور شو. فلم کې کاجول هم لوبیدلې. فلم د کورني ژوند کیسه کوي.
دا فلم خورا ډير کامیاب هم و.

له فیسبوک تبصرې

تبصرې

Pasto: HP lead articles...
ما را در سایت Pasto: HP lead articles دنبال می کنید

برچسب : نویسنده : کاوه محمدزادگان afghaniha بازدید : 387 تاريخ : پنجشنبه 19 بهمن 1396 ساعت: 3:09