راشد خان ته له انګلستان نه زیری وشو !

ساخت وبلاگ

د انګلستان د کرکټ په کاونټي ۲۰ اوریزه (T20 Blast) سیالیو کې د افغان لوبغاړي راشد خان د لوبیدو خبر ورکړل شو.
د «آي ایس پي ان کرک انفو» د مشهوره ویب پاڼې د معلوماتو پر اساس د انګلستان د (T20 Blast) شل اوریزه کرکټ سیالیو راتلونکې پړاو کې افغان لوبغاړي راشد خان د سسکیس لوبډلې سره تړون کړی دی.

د معلوماتو له مخې د کاونټي سیالیو په دغه لیګ کې د راشد خان د لوبیدو تړون د سسکیس لوبډلې د نوي روزنکي «جیسن ګلیسپي» لخوا شوی دی، چې د بیګ باش شل اوریزه کرکټ سیالیو کې د اډلایډ سټرایکرز لوبډلې سره هم د روزونکي په توګه ملګری و.

راشد خان په بیلابیلو لیګونو کې لوبیدلی

د انګلستان د کرکټ کاونټي دغه ۲۰ اوریزه سیالۍ د راتلونکې جولاي میاشتې په ۴ مه نېټه پیلیږي، چې پکې د سسکیس لوبډلې مشر، کیت گرینفیلډ د راشد خان ورتګ ته خوښي ښودلې او د نوموړي په اړه یې ویلي دي، چې راشد خان د کرکټ په نړۍ کې د سپین بالینګ په برخه کې یو له هغو پیاوړو لوبغاړو څخه دی، چې بیلابیلې لوبډلې یې په راخپلولو پښیمانه کړې نه دي او دی یې راتګ ته هیله مند دی.

باید ووایو چې راشد خان د افغان لوبډلې لپاره هغه ځلیدونکی لوبغاړی دی، چې په کمه موده کې یې د خپلې ښکلې لوبې په کولو سره د کرکټ نړۍ په ګوډ ګوډ کې د افغانستان نمایندګي وکړه او د کرکټ مشهوره او پیاوړي لوبغاړي یې حیران کړي، چې اوس ورته په هر لیګ کې د کرکټ بیلابیلې لوبډلې د خان سره د لوبیدو لیواله وي.

له فیسبوک تبصرې

تبصرې

Pasto: HP lead articles...
ما را در سایت Pasto: HP lead articles دنبال می کنید

برچسب : نویسنده : کاوه محمدزادگان afghaniha بازدید : 303 تاريخ : چهارشنبه 18 بهمن 1396 ساعت: 19:35

خبرنامه