له بېکارۍ څخه د خلاصون لپاره دا لارښوونې عملي کړئ

ساخت وبلاگ

ژباړه او زياتونه: محمد عزيز پردېس

بېکاري يو بوږنوونکې ستونزه ده، په ځانګړي ډول د هغو کسانو لپاره چې په يوه ځانګړې برخه کې يې، د خپلې خوښې زده کړه کړې وي، سيمينار، ورکشاپ يا هم څو مياشتيني پروګرامونه يې تېر کړي وي. زمونږ هېواد کې دا ستونزه ډېره جدي ده، چې د حل لپاره يې بايد جدي اقدامات وشي. که خدای مه کړه، د پوهنتونونو او نورو ښوونيزو مرکزونو څخه د ځوانانو د فراغت لړۍ همداسې روانه وي او د هغوی د بوختېدو لپاره کوم ځانګړی پروسيجر په نظر کې ونه نيول شي، نو پايله به يې ډېره خطرناکه وي.
په دې ليکنه کې به تاسو سره د بېکارۍ څخه د خلاصون لپاره څو ګټورې لارښوونې شريکې شي، چې عملي کول به يې پرته له شکه بې پايلې نه وي:

۱- له خپل ذهن څخه پيل وکړئ
د بېکاره خلکو لپاره تر ټولو لويه ستونزه د هغوی بېکاري نه، بلکې د هغوی افکار او احساسات دي. بېکاري کولی شي په انسانانو کې ډار، وېره، خپګان او د هغوی د نامالومې راتلونکې په اړه تشويشونه وزېږوي. دا احساسات کېدای شي ځيني وختونه د هغوی له مخې هغه دندې او مصروفيتونه پټ کړي، چې دوی يې وړتيا لري او د دوی په څنګ کې دي.

د دې ستونزې او تشويش د کمولو لپاره څه کول پکار دي؟

د خپلو ملګرو سره خبرې وکړئ، خپلو ورځنيو پروګرامونو کې پلي ګرځېدو ته وخت ورکړئ او دا خبره په نطر کې ونيسئ چې، هغه کار چې تاسو يې ترسره کولی شئ، هغه ته تقويت ورکړئ او دوام ورکړئ. يو مشهوره خبره ده چې وايي: هر کار ته لاس مه اچوئ.

که د خپلې خوښې پيروي مو وکړه، نو پخپل کار کې به ډېر بريالي وۍ، په يوه دنده کې علاقه او تخصص ډېر اړين دی. وګورئ او څېړنه وکړئ چې کومه برخه کې ډېری کاري فرصتونه شته، وروسته د مالوماتو د ترلاسه کولو څخه په همغه برخه کې زده کړه وکړئ.

د بېکارۍ د مخنيوۍ لپاره ترټولو غوره لار دا ده چې، په دوامداره توګه خپلو مهارتونو ته ښه والی وروبښئ. تاسو چې د زده کړې لپاره هره افغانۍ مصرفوئ، دا په حقيقت کې په خپلې راتلونکې پانګه اچونه کوئ. ښوونيزې دورې او ټولګي د ځان لپاره غوره کړئ، هغو برخو سره چې علاقه لرئ، په همغه برخو کې مو مالومات ډېر کړئ. دا شرط نه دی چې تاسو دې بايد هرومرو د زده کړو لپاره ډېرې پيسې مصرف کړئ، په کور کې مطالعه او د انټرنېټ څخه مالومات ترلاسه کول مو هم دا ستونزه هوارولی شي. د خپلو خبرو او ليکلو مهارتونه مو لوړ کړئ. د کارکوونکو پلټونکي ټول، د داسې کارکوونکو په لټه کې دي چې وشي کولی مسايل په ښه ډول توضېح کړي.

۲- اړيکې مو پياوړې کړئ
د نوې دندې يا کار په پيدا کولو کې د ملګرو سره اړيکې ساتل هم خپل اغېز لري. ځينې وختونه تاسو د يوې دندې په لټه کې ياست، خو څوک په دې نه وي خبر چې دنده ګورئ.
همدارنګه ستاسو ملګرو او اشنايانو کې به داسې کسان وي چې هغوی به هم د ځينو اشخاصو په لټه به کې وي چې ستاسو پشان وړټياوې ولري، خو په دې به نه وي خبر چې تاسو دنده نه لرئ.
د حل لاره يې دا ده چې د خپلو بانفوذه ملګرو يو لېست جوړ کړئ او ځينې وختونو کې يې کور يا هم بهر ته د مېلمستيا لپاره راوبلئ، د وخت او موقعې نه په استفادې هغوی ته دا پيغام ورورسوئ، چې تاسو د دندې په لټه کې ياست او دغه وړتياوې او ښېګڼې لرئ.

۳- په مختلفو غونډو کې ګډون وکړئ
ځيني ادارې، بنسټونه او شرکتونه په معمول ډول د کال په اوږدو کې د خپلو لاسته راوړنو او فعاليتونو د توضيحاتو لپاره ځيني پروګرامونه او غونډې جوړوي. په داسې غونډو کې ګډون کول نه يواځې دا چې ستاسو ټولنيزې اړيکې پياوړې کوي، بلکې کولی شئ چې د دې ادارو د مشرانو او کارکوونکو سره بلد شئ، خپلې وړتياوې هغوی ته بيان کړئ، د يو او بل د اړيکو شمېرې سره واخلئ، ترڅو د اړتيا پر مهال درسره اړيکه ونيسي.
۴- د کارموندې سايټونو او پاڼو کې مو خپل معلومات ثبت کړئ
پخوا وختونو کې به د کارموندنې خبرتياوې معمولاً چاپي رسنيو کې اعلان ته وړاندې کېدې، خو ننني عصر کې مونږ او تاسو کولی شو د کارموندنې خبرتياوې له مختلفو انټرنېټي سايټونو، پاڼو، اپلېکېشنونو او ګروپونو ترلاسه کړو. په عمومي ډول ټولنيزې رسنۍ، د اړيکو د جوړونې او د دندې په پيدا کولو کې رغنده رول لوبولی شي. ( دلته په افغانستان کې د کارموندنې لاندې پتې د مناسبو دندو د پيدا کولو لپاره څارلی شئ:
Acbar.org, yes.af, Jobs.af (کارموندنه – کاريابي …)
کله ناکله داسې هم شونې ده چې يو څوک دې هېڅ ځانګړی تخصص ونه لري، نو هغه بايد څه وکړي؟
تجربو دا ثابته کړې ده، هغه څوک چې بېکاره دي او کوم ځانګړی تخصص هم نه لري، نو په اسانۍ سره يې دنده پيدا کړې ده او ډېری وخت ترټولو بريالي هم وي.

۵- په لومړيو کې د يو کار زده کوونکي په صفت واوسئ
د خپلې خوښې دنده کې د يو کارزده کوونکي په صفت په فعاليت پيل وکړئ. يوازې څو مياشتو ته اړتيا لرئ ترڅو کار زده کړئ او خپلې وړتياوې او ښېګڼې مو د کار مشر ته وښاياست. د دې چانس هم شته چې هغه مو د خپل کاري ټيم د يو فعال او تکړه غړي په صفت ومني.
که د هغې ډلې فارغو محصلينو څخه ياست چې تازه فارغ شوي ياست او په خپل مسلک کې کاري تجربه نه لرئ، نو کولی شئ چې د ټيټو مرحلو څخه کار شروع کړئ.
د لوړو امتيازاتو په لټه کې مه اوسئ او خپل ځان دې ته اړ کړئ چې لومړی يوې ادارې ته لاړ شئ. دا شرايط تاسو ته ډېر ښه چانسونه درکوي، ترڅو وشئ کولی، د خپلو همکارانو څخه تجربې ترلاسه کړئ او په مناسب وخت کې خپل رئيس يا مدير ته، په لوړ بست کې د کار کولو وړانديز وکړئ.

۶- د خپل فکر څخه مرسته واخلئ
په ځينو سيمينارونو او ورکشاپونو کې په ګډون کولو سره خپلې وړتياوې مطرح کړئ.
د ګټورو موضوعاتو په اړه پرزېنټېشنونه جوړ کړئ او د ځينو بنسټونو په اونيزو او مهالنيو غونډو کې يې وړاندې کړئ، په ذهن کې مو چې څه نوښتيزې برنامې او کاري پلانونه شتون لري، بيان يې کړئ. پرته له شکه چې په دې کار سره مو پخپل نفس اعتبار لوړېږي او کولی شئ چې د نورو سره په اړيکو جوړلو مو ځان ته د کارموندې موکې وګورئ.

۷- د نورو اعتماد جلب کړئ
که د يو کار د پيلولو لپاره کافي پانګه نه لرئ، نو کولی شئ چې د خپلې کورنۍ د غړو او ملګرو څخه مرسته وغواړئ، ترڅو ستاسو په وړتياو اعتماد وکړي او د يو کار په پيلولو، جوړولو او برابرولو کې له تاسو سره همکاري وکړي. که کولی شئ، يو څه اندازه پيسې برابرې کړئ او يو کوچنی کار په لاره واچوئ، ځينو مخلصو او همفکره ملګرو ته مو بلنه ورکړئ چې درسره يوځای شي. معمولا د هر کار په پيلولو کې ستونزې وي، خو دا په دې مانا نه ده چې تاسو به هېڅ نشئ ترسره کولی. يوازې غښتلی هوډ پکار دی.
د کار بازار د رقابتونو او سياليو څخه ډک دی. د يو کار د ګومارلو لپاره ممکن په سلهاو کسان کانديد واوسي. د برياليتوب لپاره بايد لومړی پخپل نفس اعتماد لوړ کړئ او پخپلو وړتياوو باور ولرئ. د کومې دندې لپاره چې کانديد ياست، د هغه په اړه مو مالومات ډېر کړئ.

له فیسبوک تبصرې

تبصرې

Pasto: HP lead articles...
ما را در سایت Pasto: HP lead articles دنبال می کنید

برچسب : نویسنده : کاوه محمدزادگان afghaniha بازدید : 194 تاريخ : چهارشنبه 18 بهمن 1396 ساعت: 19:35