هغه ۶ واړه او ورځني کارونه چې ستاسې روغتیايي حالت ښه ساتي

ساخت وبلاگ

لیکنه: روبین پسنټ
ژباړه: احمد فرهاد توتاخیل

۱- د ګهیځ له مخې هګۍ خوړل
د سهار له مخې پروټین لرونکي خواړه خوړل لکه هګۍ، کولی شي چې ستاسې وجود ته انرژي ورکړي او تر ډیره مو ماړه وساتي. همداراز، پروټین لرونکي خواړه شکر ثابت ساتي او د عمر په ډیریدو سره انسان له پښو غورځيدو ژغوري.

۲- ډیر کښیناستل (په ځانګړي ډول تلویزیون ته)
کله چې ځای پر ځای ناست یې او تلویزیون وینې، نو په دې سره ستا د بدن د میټابولیک کچه له خپل عادي حالت څخه راښکته کیږي او ان تر دې چې صفري حالت ته رسیږي، چې په دې سره په بدن کې خواړه په انرژۍ نه بدلیږي. له همدې امله، هڅه وکړه چې خپل د تلویزیون لیدلو (۳۰) دقیقې د پلي ګرځیدو ته ځانګړې کړې.

۳- د زړیو “خستکو” ( د کدو، ګل افتاب پرست…) خوړل
په بازار کې د میوو او سبزیجاتو موسمونه ځي او راځي، خو زړي هغه څه دي چې په هر وخت او موسم کې په بازارونو کې پیدا کیږي او خلک ترې ګټه پورته کوي. زړي د پروټینو ازمویل شوي او حقیقي سرچینې دي، چې د ورځې له مخې یو موټی زړي خوړل د کالورۍ کچه ټیټوي او د انرژۍ لوړوي.

۴- خپلې روغتیا ته پام کول
خپلې روغتیا ته باید تر هر بل څه لومړیتوب ورکړې. ځکه، که په وجود روغ نه اوسې، نو د هیڅ کار هم نه یې. په همدې اساس، باید له خوراک او څښاک سره دې پام وکړې.

۵- د ورځې په پای کې د هماغې ورځې د کړنو په اړه فکر کول
د هرې ورځې په پای کې (۵-۱۰) دقیقو پورې د هماغې ورځې د کړنو په اړه فکر کول کولی شي چې سبا ورځ دې تر تیرې ورځې ښه کړي. ځکه، که چیرې ته د هرې ورځې په پای کې د هماغې ورځې په خپلو سمو او ناسمو کارونو فکر وکړې او سبا ورځ یې له ناسمو کارونو ډډه وکړې، نو په دې سره به دې ژوند ډیر توپیر وکړي او له خوښیو به ډک شي.

۶- د خپلې دندې او کورني ژوند تر منځ فزیکي فعالیت ته ځای ورکول
لومړی خو دا ښه ده چې له دندې رخصتیدو وروسته یوه ورزشي کلپ ته لاړ شې او سپورټ وکړې، خو که چیرې نه شو دې کولی، نو بیا هڅه وکړه چې دندې ته په تلو او راتلو کې په پښو زیات مزل وکړې او که دندې ته خپل شخصي موټر بیایې، نو بیا هڅه وکړه چې موټر دې له دفتر څخه لرې پارک کړې، ترڅو د پښو مزل دې زیات اوسي. ځکه، فزیکي فعالیت کاري ستړیا له منځه وړي.

له فیسبوک تبصرې

تبصرې

Pasto: HP lead articles...
ما را در سایت Pasto: HP lead articles دنبال می کنید

برچسب : نویسنده : کاوه محمدزادگان afghaniha بازدید : 180 تاريخ : پنجشنبه 12 بهمن 1396 ساعت: 20:32