والدین باید د اولادونو د پياوړتیا لپاره څه وکړي؟!

ساخت وبلاگ

لیکنه: براین ټراسي

ژباړه: غازي عابد

ته پوهیږې چې زه د څلو بچو پلار یم؟ دوه زامن میکایل او ډاویډ او دوه لوڼې کریسټینا او کاتراین لرم. پلارويی او مورولي د ژوند یوه درنه خو ګټوره برخه ده.

په ټوله کې زه چې له تیرو ۳۰ کلونو راهیسې پلار شوی یم، ما د ښه پلارتوب لپاره په پراخه کچه رواني او هنري څیړنې کړي.

ډیر څه مې زده کړي، خو تر ټولو مهم له خپلو اولادونو سره مینه او طبعي علاقه او هغوی ته په خپل ځان د لوړ باور او اطمینان ډاډ ورکول دي. ځکه که چیرته مو خپلو اولادونو ته ښه احساس ورکړ او لیواله مو وروزل، بیا نو تاسې خپل مسوولیت په سم ډول ادا کړی.

دلته ځینې نورې خبرې….

– ولې مور او پلار پوره مینه نه کوي.

ددوو عواملو له امله والدین له خپلو اولادونو سره مینه نه کوي. لومړی دا چې والدین لومړی له خپل ځان سره مینه نه لري او پر ځان ډاډ نه لري، څو وشي کولی دا ډاډ خپلو اولادونو ته هم ورکړي. دویم عامل یې دا دی؛ مور او پلار غلط فکر او تصور لري چې اولادونه باید ددوی له روزنې پرته خپلې هیلې ترلاسه کړي او کار وکړي.

– اولادونه ملکیت نه دی.

د اولادونو د پياوړتیا لپاره یو مهم ټکی دا دی چې باید پوه شئ چې اولادونه ستاسې ملکیت نه دی، بلکې هغوی په خپل ځان پورې اړه لري. هغوی یوازې تاسې ته د الله له لورې تحفه ده او هغه یوه دایمي تحفه ده. تاسې باید دا تحفه سمه وپالئ او ورسره بې غوري ونه کړئ.

– اولادونه قیمتي تحفه یا ډالې ده.

دا ځکه یوه قیمتي ډالۍ ده چې تاسې د هغوی یو موقت وخت لپاره پالنه کوئ، دغه پالنه یو بیل خوند لري او تاسې په بیلابیلو ډولونو سره د هغوی پلارولي او مورولي کوئ. که چیرته تاسې ددې قیمتي ډالۍ روزنه ونه کړئ او د ونې په شان یې ونه روزئ، نو وچه به وشي او وبه نه ځلیږي. همداراز کله چې ستاسې دا میوه په نیک ډول ورسیږي، نو بیا نه یوازې تاسې بلکې ټول انسانیت ته ترې فایده رسیږي.

– مینه بدلون راولي.

ماشومان مینې ته داسې اړتیا لري، لکه ګلان او بوټي یې چې اوبو ته لري. که چیرته په ډیره نرمه او مینه ناکه توګه خپل اولاد سالم ورزوئ، نو د هغوی د ژوند لپاره مو یو ستر کار وکړ، ځکه وروسته به وکولی شي چې ښه او له نورو سره سوله ییزه او ارام ژوند وکړي. په فزیکي او حسي ډول سره روغ او صحتمند اوسي. که چیرته مو په کوچینوالي کې له مینې او نرمۍ نه خپل اولاد په محروم کړ، نو بیا به یې روزنه ډیره سخته وي، ځکه تاسې او ټوله ټولنه به ترې ځوریږي.

– بې قیدو شرطه مینه او منښت.

خپلو اولادونو ته واضح کړئ چې هیڅکله به هم له دوی مینه ونه سپموي، یعنې داسې احساس ورکړئ چې هغوی ستاسې د مینې درک وکړي او ووایئ چې مور او پلار ورته څومره پام لري او باید د هغوی خبره ومني.

– پورته کول او هڅول.

تل مو د خپلو اولادونو په لوړولو او تشویقولو کې خواري وکړئ، که چیرته یو وړوکی کار هم وي، هڅه وکړئ چې خپل اولاد ورته په مثبته لار وهڅوئ او دې ته یې چمتو کړئ چې هر کار په مثبته لار وکړي.

څومره چې هغوی راوچتوئ او تشویقوي، هماغمره یې په خپل ځان باوره او عقیده زیاتیږي، یعنې پياوړي کیږي، څو خدمتګار ترې جوړ شي.

په پای کې؛ هڅه وکړئ چې خپل اولادونه مو په مینه، زوړورتیا، پاکوالي، متحرک، پياوړي، با ارزښته، په ځان باوري ورزوئ او خپل مسوولیت ادا کړئ، ځکه دا تاسې ته د خدای له لورې تحفه ده او ددې لپاره یې درک کړې چې تاسې یې په سمه لار وپالئ.

یادونه: اولادونو ته مینه په دې مانه نه ده چې ګواکې تاسې خپل اولادونه دومره نازولي کړئ چې سبا تاسې او ټولنې ته ناسور شي، بلکې په دې مانا چې نرم چلند ورسره وکړئ، لارښوونه ورته وکړئ، مهرباني، شفقت او زده کړې ورته وښئئ.

له فیسبوک تبصرې

تبصرې

Pasto: HP lead articles...
ما را در سایت Pasto: HP lead articles دنبال می کنید

برچسب : نویسنده : کاوه محمدزادگان afghaniha بازدید : 222 تاريخ : پنجشنبه 12 بهمن 1396 ساعت: 20:32