د کرکټ نړیوال جام ؛اسټرالیا د هندوستان پر وړاندې د سیالۍ ډګر ته ځي

ساخت وبلاگ

د ۲۰۱۸ م کال د کرکټ ۱۹ کلنو ځوانانو د ۵۰ اوریزه کرکټ نړیوال جام سیالیو د پای لوبه کې اسټرالیا د هندوستان لوبډلې سره مخامخ شوه.

د دې جام په لمړۍ نېمه پای لوبه کې افغانستان د اسټرالوۍ لوبډلې خلاف ماتې وخوړه او په دویمه نيمه پای لوبه کې هندوستان د پاکستان خلاف د ۲۰۳ منډو بریا خپلولو سره تر فاینل ورسیدل.

په همدې جام کې د افغانستان د کرکټ ۱۹ کلنو ملي لوبډله د کرکټ نړیوال جام سیالیو څخه د ترلاسه شوي څلور مقام سره بیرته هېواد ته راستنیږي.

افغان لوبډلې په دې سیالیو کې د پاکستان، سریلنکا او د کوربه نیوزیلینډ لوبډلو ته ماتې ورکړې، خو د ایرلینډ او اسټرالیا څخه یې ماتې وخوړې.

بل خوا پاکستانۍ لوبډلې د هندوستان څخه په ماتې خوړلو پای لوبې ته د روتګ څخه پاتې شوه او د دریم مقام خپلولو په موخه یو ځل بیا د افغان لوبډلې سره مخامخ شوه، خو په نیوزیلینډ کې د زیات اورښت یا باران له کبله د دواړو لوبدلو ترمنځ سیالي لغوه اعلان شوه.

د دریم مقام خپلولو په موخه سیالي چې د باران له کبله د لوبڅارانو لخوا لغوه اعلان شوه او پاکستانۍ لوبډلې چې د ګروپ سیالیو په مرحله کې په خپل ګروپ کې لمړی او افغان لوبډلې دویم مقام خپل کړی و، نو پر همدې اساس پاکستان دریم او افغان لوبډلې څلورم مقام خپل کړ.

د ۲۰۱۸ م کال د ۱۹ کلنو د کرکټ نړیوال جام سیالۍ د تیرې جنورۍ میاشتې په ۱۳ مه نېټه د ۱۶ لوبډلو په ګډون په نیوزیلینډ کې پیل شوې، چې د روانې فیبرورۍ میاشتې په ۳ مه نېټه د راتلونکې شنبې په ورځ به یې د اسټرالیا او هندوستان ترمنځ پای لوبه ترسره شي.

له فیسبوک تبصرې

تبصرې

Pasto: HP lead articles...
ما را در سایت Pasto: HP lead articles دنبال می کنید

برچسب : نویسنده : کاوه محمدزادگان afghaniha بازدید : 167 تاريخ : پنجشنبه 12 بهمن 1396 ساعت: 20:32