افغان لوبډله د کرکټ نړیوال جام څخه د څلورم مقام سره هېواد ته راستنیږي

ساخت وبلاگ

د افغانستان د کرکټ ۱۹ کلنو ملي لوبډله د کرکټ نړیوال جام سیالیو څخه د ترلاسه شوي څلور مقام سره بیرته هېواد ته راستنیږي.

افغان لوبډلې په دې سیالیو کې د پاکستان، سریلنکا او د کوربه نیوزیلینډ لوبډلو ته ماتې ورکړې، خو د ایرلینډ او اسټرالیا څخه یې ماتې وخوړې.

د نړیوال جام سیالیو د ګروپ پړاو کې افغانستان د پاکستا، سریلنکا او ایرلینډ سره قرار درلود، چې دواړو پاکستان او سریلنکا څخه یې به بریاوو خپلولو سره دویم پړاو کوارټر فاینل ته لار پیدا کړه.

همدا راز افغان لوبډلې په کوارتر فاینل لوبه کې د کوربه نیوزیلنډ لوبډلې ته په ستر توپیر سره ماتې ورکړه او د نړیوال جام نېمه پای لوبې ته ورسیده، خو په نېمه پای لوبه کې یې د اسټرالیا څخه په ماتې خوړولو سره دغه جام کې مخکې تګ ناشونی شو.

بل خوا پاکستانۍ لوبډلې د هندوستان څخه په ماتې خوړلو پای لوبې ته د روتګ څخه پاتې شوه او د دریم مقام خپلولو په موخه یو ځل بیا د افغان لوبډلې سره مخامخ شوه، خو په نیوزیلینډ کې د زیات اورښت یا باران له کبله د دواړو لوبدلو ترمنځ سیالي لغوه اعلان شوه.

د دریم مقام خپلولو په موخه سیالي چې د باران له کبله د لوبڅارانو لخوا لغوه اعلان شوه او پاکستانۍ لوبډلې چې د ګروپ سیالیو په مرحله کې په خپل ګروپ کې لمړی او افغان لوبډلې دویم مقام خپل کړی و، نو پر همدې اساس پاکستان دریم او افغان لوبډلې څلورم مقام خپل کړ.

د ۲۰۱۸ م کال د ۱۹ کلنو د کرکټ نړیوال جام سیالۍ د تیرې جنورۍ میاشتې په ۱۳ مه نېټه د ۱۶ لوبډلو په ګډون په نیوزیلینډ کې پیل شوې، چې د روانې فیبرورۍ میاشتې په ۳ مه نېټه د راتلونکې شنبې په ورځ به یې د اسټرالیا او هندوستان ترمنځ پای لوبه ترسره شي.

له فیسبوک تبصرې

تبصرې

Pasto: HP lead articles...
ما را در سایت Pasto: HP lead articles دنبال می کنید

برچسب : نویسنده : کاوه محمدزادگان afghaniha بازدید : 201 تاريخ : پنجشنبه 12 بهمن 1396 ساعت: 20:32