د انوشکا شرما د واده جوړه؛ په پيسو يې ټوله نړۍ کې چکر وهل کیږي

ساخت وبلاگ

د هندي سینما نوموتي ستوري معمولا په خپلو وادونو خورا ډير مصرف کوي، چې ان خبره تر سل میلونو اوړي.
تازه د انوشکا شرما واده تیر شو. نوموړې د هندوستان د کرکټ د وتلي لوبغاړي ویرات کولي سره دا تیر ډیسمبر په ایټالیا کې واده وکړ.
د انوشکا د واده جوړه، چې ګلابي رنګ لري، په ۳ میلونه هندي روپیو جوړه شوې وه. سوداګر وايي، چې په دومره پیسو، سړی ټوله دنیا لیدلی شي.

دا ۳ میلونه پیسې یواځې د هغې د واده د جوړې قیمت دی؛ او د واده نور مصارف په لسګونو میلونونه دي.
دا لومړی ځل نه دی، چې انوشکا د خپل واده جوړه په ۳۰ لکه هندي روپۍ جوړوي. تر دې مخکې ایشورای رای بچن د امیتاب بچن د زوې ابیشک بچن سره واده وکړ، چې د ځان لپاره يې د واده جوړه په ۷ میلونه هندي کالدارو جوړه کړې وه.
ایشورای چې د واده په ورځ يې د هند کلتوري جامې (ساړي) په تن وه، د سرو زرو په تار اوبدل شوې وه.

شیلفا شیټي، انوشکا شرما او کرینه کپور د هغوی د واده په جوړو کې

د شیلفا شیټي او کرینه کپور د واده جوړې هر یوه يې په ۵ میلونه هندي روپيو جوړه شوې وه.
کرینه کپور د وتلي سینمايي ستوري سیف علي خان میرمن ده، چې اوس یو ځوی (تیمور) هم لري.

دا یواځې د سینمايي ستورو د واده ورځې نه دي، چې دومره ډير لګښت پرې کوي؛ بلکې په ورځينې ژوند کې هم قیمتي جامې، نوې ماډل موټرې، اپارتمانونه، لاسي ګړۍ او نور لري.
تازه په پرینکا چوپړا پسې د هندوستان د ماليې وزارت له لورې د هغې د لاسي ساعت او موټر د مالیې بیل راغلی.
د پرینکا چوپړا ساعت ۴ میلونه او موټر يې ۲.۷ میلونه هندي روپۍ قیمت لري.

له فیسبوک تبصرې

تبصرې

Pasto: HP lead articles...
ما را در سایت Pasto: HP lead articles دنبال می کنید

برچسب : نویسنده : کاوه محمدزادگان afghaniha بازدید : 415 تاريخ : دوشنبه 9 بهمن 1396 ساعت: 18:27