د امريکا په اړه ۲۰ جالب ټکي

ساخت وبلاگ

ژباړه: محمد عزيز پردېس

ځينې په دې هېواد مئين دي او ځينې ترې کرکه لري، په هر صورت، که د دې دوو، له هرې ډلې یوو، نو له دې انکار نشو کولی چې د امريکې متحده ايالات د نړۍ يو غښتلی او پياوړی سوداګريز هېواد دی.
دلته غواړو تاسو ته د امريکا متحده ایالاتو په اړه هغه ۲۰ جالب ټکي وړاندې کړو، چې د رسمي شمېرو له مخې ثبت شوي. دا واقعيتونه دومره پټ، جالب او زړه راښکونکي دي چې ښايي ډېری امريکايان يې هم په هکله مالومات ونه لري.
۱- که تاسو په خپل جب کې فقط يو ۱۰ ډالری ولرئ، نو د ٪۲۵ امريکايانو څخه د ډېرو پيسو خاوندان ياست.
۲- د اپل امريکايي کمپنۍ شتمني، د امريکا د خزانه دارۍ وزارت د شتمنيو څخه لوړه ده.
۳- د هرو دریو امريکايانو څخه، يو يې په چاغښت (Fat) ککړ دی.
۴- ٪۲۵ امريکايان په تناسخ (کله چې انسان مړ شي، وروسته بیا په یو بل جنس کې او بل ډول سره راڅرګندیږي او یا کیدای شي په یوه سیاره کې راڅرګند شي دوی باور لري چې ژوند یې په همدې یو جسماني ډول سره پای نه مومي…) ايمان لري.

تناسخ.

۵- په اوسط ډول د يوه امريکايي مصرف د ۳۲ کينايي وګړو د مصرف سره برابر دی.
۶- که څه هم په ټولې امريکې کې د سېګرټو مصرفول د ماشومانو او تنکيو ځوانانو لپاره منع کړل شوي، خو سګرټ په کې په قانوني ډول مصرفېږي.
۷- لږ تر لږه د امريکا ټولو ولسشمرانو، د ويريجينيا ايالت د نورو ايالاتونو په پرتله خپلو ځانونو ته غوره ګڼلی او خوښ کړی يې دی.
۸- د امريکا په پوهنتونو کې د ځينو ورزشي سياليو څخه ډېر تود هرکلی کېږي. دا په داسې حال کې ده چې د دې لوبو ګډون کوونکي يوازې هغه زده کړيالان دي چې په خپلو زده کړو کې ترټولو برلاسي دي.
۹- د هرو ۸ امريکايانو څخه يو يې حتما په مک ډونالډ کې د کار کولو کاري تجربه لري.
۱۰- د مونټانا په ايالت کې د انسانانو په پرتله غواګانې درې پر يو دي.
۱۱- سره له دې چې ډېری امريکايان په انګليسي ژبه خبرې کوي، خو دا هېواد رسمي ژبه نه لري.
۱۲- د امريکا د کنګرې کتابتون، نه يوازې دا چې د علمي او تاريخي مالوماتو په ټولولو او ساتلو بوخت دی، بلکې ټوېټونه هم ثبتوي او ساتي يې.
۱۳- په امريکا کې د الکولي څښاکو د بنديز په موده کې، د دولت له لوري د الکولي څښاکو په لمنځه وړلو کې په زرها امريکايان ووژل شول.
۱۴- ٪۴۰ امريکايان د مجرده ( نه واده کړل شويو ) مورګانو څخه زېږي.
۱۵- په امريکا کې د ورځې دوه ميليونه چرګان خوړل کېږي.
۱۶- په امريکا کې هره ورځ ۴۰۴ زره او ۶۸۷ متره مربع پيزا خرڅېږي.
۱۷- په امريکا کې د ډېرې مړينې شپږم لامل طبي تېروتنې دي.
۱۸- په اوسط ‌ډول امريکايان په خپله هره دنده کې ۴ کاله او پنځه مياشتې خپل عمر تېروي.
۱۹- امريکا يو له هغه هېوادونو څخه دی چې تاسو کولی شئ د دې هېواد، په ځينو ځينو ځايونو کې يې بېرغ اوچت ووينئ.
۲۰- ٪۲۰ امريکايان په دې باور دي چې ګواکې امريکا هېڅکله هم د سپوږمۍ پر مخ پښه نه ده ايښې.

له فیسبوک تبصرې

تبصرې

Pasto: HP lead articles...
ما را در سایت Pasto: HP lead articles دنبال می کنید

برچسب : نویسنده : کاوه محمدزادگان afghaniha بازدید : 217 تاريخ : دوشنبه 9 بهمن 1396 ساعت: 18:27