د آی پي ال په لیلامۍ کې د سوداګرو بچي؛ د خلکو سترګې ورپسې وې

ساخت وبلاگ

دا پورته عکس کې تنکی ځوان اکاش نومیږي، چې د هندوستان د لوی سوداګر امباني ځوی دی؛ او دا پیغلوټې ۱۷ کلنه ده، د بالیووډ د وتلې ستورې جهوي چولا لور ده، چې د شارخ خان د ټیم شریکباڼې ده.
اکاش امباني د خپلې مور نیتا امباني تر څنګ ناست و او د ممبيي انډیان کرکټ ټیم لپاره يې بولي وهله.

پیغله جهانوي بیا د خپل پلار تر څنګ ناسته ده او KKR کرکیټ ټیم لپاره په لوبغاړو بولي وهي.
کی کی ار د شارخ خان او جهانوي د مور جهوي چولا شریک کرکټ ټيم دی.

د بولۍ پرمهال، د ګډوانوالو او لیدونکو سترګې په دوی دواړه کې ګڼدلې وې. دا جینۍ ډیره هوښیاره مالومیده؛ همیشه مخکې له دې، چې د بولي لپاره پاډیل اوچت کړي، د خبرو کولو کوښښ يې کاوه.
کتونکي، سوداګریز کرکټ ته د جهانوي او اکاش په څیر د نویو او ځوانو څیرو راتګ په نیک پال نیسي او وايي، چې دا ډول خلک به د متقاعدو کرکټ سوداګرو ځای ونیسي.

اکاش امباني له خپلې مور نیتا امباني سره د اې پي ایل په بولۍ کې

له دې سربیره، په دا ډول سوداګریزو ناستو کې د ځوانو هستیو ګډون، هغوی ته په ورځينې ژوند او راتلونکي کاروباري نړۍ کې ډير په درد خوري.
باید یادونه وکړو، چې اکثره افغانان بیا د آی پي ال په بولۍ کې د پریټي زنټا په طرف ول. پریټي زنټا چې د بالیووډ ښکلې ستورې ده، له نوم او څیرې سره یې د افغانانو اشنايي پخوانۍ ده.
دوی تمه درلوده، چې راشد خان به د پریټي په نصیب شي، خو د RTM کارډ څخه په ګټه اخیستنې، راشد بیا ځلې د سنرایز حیدراباد لوبډلې په ۹۰ میلونه هندي روپیو واخیست.

پیغله جهانوي د خپل پلار تر څنګ ناسته ده

د ښه بخته، افغانان بینوا نشول او پریټي د افغانستان د ۱۹ کلنو د کرکټ ټیم تکړه توپ اچونکی مجیب ځدران په ۴ میلونه واخیست.
آې پي ال د هندوستان تجارتي لوبې دي، چې هر کال د اپریل په میاشت کې ترسره کیږي.
ددغه لوبو لپاره سږنۍ بولي د شنبې او یکشنبې په ورځ په ګجرات کې ترسره شوه.

له فیسبوک تبصرې

تبصرې

Pasto: HP lead articles...
ما را در سایت Pasto: HP lead articles دنبال می کنید

برچسب : نویسنده : کاوه محمدزادگان afghaniha بازدید : 264 تاريخ : دوشنبه 9 بهمن 1396 ساعت: 18:27