د ملي تدارکاتو کمېسیون د ۲۱۴ میلیونه ډالرو په لګښت دوه پروژې منظورې کړې

ساخت وبلاگ

کابل (پژواک، ۹ سلواغه ۹۶): د ملي تدارکاتو کمېسيون د ۲۱۴ ميليونه ډالرو په لګښت د برېښنا بند جوړولو او ۳۰ مېګاواټه لمريزې برېښنا د توليد دوه پروژې منظورې کړې.

له ارګه پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د ولسمشر محمد اشرف غني په مشرۍ د ملي تدارکاتو کمېسيون دغه غونډه پرون ماښام په ارګ کې جوړه شوه.

په خبرپاڼه کې راغلي چې د کجکي برېښنا دويم بند جوړولو او کندهار کې د ۳۰ مېګاواټه لمريزې برېښنا توليدي پروژې د عامه او خصوصي مشارکت پانګونې پر دوو تړونونو بحث وکړ او تصويب يې کړل.

سرچينه زياتوي، د هلمند د کجکي برېښنا بند د دويم فاز جوړولو قرارداد ۱۷۴،۹ ميليونه ډالره لګښت لري چې په راتلونکو شلو کلونو کې به جوړ او د ۱۵۱ ميګاواټه برېښنا د توليد ظرفيت به ولري.

دغه راز په خبرپاڼه کې راغلي چې په کندهار کې د لمريزې برېښنا پروژه د ۳۹ ميليونه ډالرو په لګښت او د ۲۰ کلونو لپاره په نظر کې نيول شوې او د ۳۰ ميګاواټه لمريزې برېښنا د توليد ظرفيت به ولري.

په خبرپاڼه کې راغلي: "په شرايطو برابرې کمپنۍ به يادې پروژې تطبيق کړي چې د افغانستان برېښنا شرکت يې ذيدخل بنسټ و او د دې پروژو قراردادونه د (جوړولو، ملکيت، ګټه اخيستنې او انتقال) له ډلې څخه دي."

سرچينه ليکي چې ولسمشر محمداشرف غني د خصوصي پانګونې له لارې د انرژۍ سکتور د پر ځان بسياينې پر لور مهم ګام وباله او زياته يې کړه: "د اوبو او انرژۍ پر سکتور په زياتې پانګونې سره له ګاونډيو هېوادونو سره سيالي کولی شو چې دا د انرژۍ د بيو د ټيټوالي او ځان بسياينې ته د رسېدو لپاره زمينه برابروي او افغانستان به د انرژۍ د لېږد پر مرکز بدل شي."

په خبرپاڼه کې راغلي چې ولسمشر غني څرګنده کړه، د بند جوړولو او ۱۰۰ مېګاواټه برېښنا د توليد تر څنګ، له يو ميليارد متر مکعب څخه زياتې اوبه هم توليدېږي چې تر يوه بريده د اوبو اړتيا پوره کوي.

د افغانستان برېښنا شرکت چارواکو وويل، ياد شرکت به له شته تجهيزاتو ګټه واخلي او تر څنګ به يې انجنيران او متخصص کدرونه مسلکي او اړينې روزنې ترلاسه کړي.

په خبرپاڼه کې راغلي چې په کندهار کې د ۳۰ مېګاواټه لمريزې برېښنا د توليد پروژې اجرا کوونکي شرکتونه کولای شي د کندهار هوايي ډګر له شاوخوا ځمکو څخه ګټه واخلي.

سرچينه ليکي چې په دې غونډه کې له ګردېز څخه د پکتيا تر زرمت ولسوالۍ پورې د سړک پخولو بيا رغاونې تړون او د ماليې وزارت اړوند له ملحقاتو سره د ۲۰ پايو ارکنډېشنونو د نصب قرارداد منظور شو.

دغه راز د ملي تدارکاتو کمېسيون په دې غونډه کې د فوايد عامې وزارت اړوند د ننګرهار ولايت له دوربابا څخه تر غني خېلو ولسوالۍ پورې د سړک جوړولو او بيارغونې پروژه او ۲۴ زيانمنو ولايتونو ته د ۲۴زره سيمي جاليو د اخيستو او انتقال قرارداد رد کړ او د کانونو او پټروليم وزارت اړوند د ۲۰۱۰۰۰ تحکيماتي ګردم لرګيو د تمديد مودې قرارداد اعاده کړ.

ملي تدارکاتو کمېسيون غونډې د باميان او دوشي د ۲۲۰ کيلوولټه سب سټېشنونو د نصب، ډيزاين او منتاژ دوه متفرقه پروژو پر جوړېدو او دغه راز له باميان څخه تر دوشي پورې د ۲۲۰ کيلوولټه برېښنا لين د ډيزاين، تهيه، نصب او منتاژ د تجهيزاتو تدارک تر بحث وروسته تصويب کړه.

ولسمشر غني وويل، د دغو پروژو د بيو په اړه دې له ګټونکي شرکت سره بحث وشي، که ياده پروژه پر ټاکلي وخت (۷۰۰) ورځو کې بشپړه نه شي اړوند شرکت بايد د قانون پر بنسټ جريمه ورکړي.

سرچينه ليکي چې د غونډې په دوام کې د مالي او بانکدارۍ په چارو کې د ولسمشر سلاکار اجمل احمدي ته دنده وسپارل شوه چې له ماليې وزارت او د افغانستان له برېښنا شرکت سره په همغږۍ دې له ياد شرکت سره بحث وکړي.

Pasto: HP lead articles...
ما را در سایت Pasto: HP lead articles دنبال می کنید

برچسب : نویسنده : کاوه محمدزادگان afghaniha بازدید : 211 تاريخ : دوشنبه 9 بهمن 1396 ساعت: 18:27