هغه شپږ خواړه چې د لوړ فشار په راټیټولو کې مرسته کوي

ساخت وبلاگ

ژباړه او راټولونه: احمد فرهاد توتاخیل

د سودیم لږ کارول ښايي د وینې د لوړ فشار په راټیټولو کې مرسته وکړي، خو د دغو لاندې شپږو خوړو استعمال سربیره پر دې چې لوړ فشار مو راټیټوي، د زړه او د وینې رګونو ته مو هم ګټور دي

۱- الوګان (کچالو)
د خوړو د متخصصې جوی باور په وینا، دغه خوندور خواړه چې د مګنیزیم او پوتاشیم غني دي، د وینې د لوړ فشار په راټیټولو کې خورا زیات مهم رول لوبوي. مګنیزیم او پوتاشیم هغه دوه عناصر دي، چې نه پریږدي د وینې فشار لوړ شي. پوتاشیم لرونکي خواړه له بدن څخه سودیم، چې د وینې فشار لوړونکی عنصر دی، لرې کوي او مګنیزم لرونکي خواړه د وینې جریان سالم ساتي او نه پریږدي چې لوړ شي

۲- شیدې
یو ګیلاس یخې شیدې څښل بدن ته کلسیم او د(D) ویټامین ورکوي. د باور په وینا، کله چې کلسیم او د ډي (D) ویټامین سره یوځای شي، نو له (۳-۱۰) سلنه پورې د وینې لوړ فشار راټیټوي. دغه متخصصه زیاتوي، چې ښايي دغه فیصدي موثره نه وي، خو په بدن کې د دغو دواړو عناصرو یوځای کیدل (۱۵) سلنه د زړه د ناروغۍ خطر راټیټوي. بل خوا نورې څیړنې وايي، د هغو کسانو د بدن د کلسیم کچه چې ټیټه وي، د وینې د لوړ فشار له خطر سره مخ وي. په همدې اساس، د لوړ فشار د راټیټولو لپاره له دغې طبیعي نسخې او بشپړې غذا (شیدو) څخه ګټه واخلئ.

۳- هګۍ
هغه څیړنه چې د امریکا په یوې ټولنیزې کیمیاوي غونډه کې وړاندې شوه، وايي، که چیرې ته په دې اند یې چې ګوندې هګۍ روغتیايي ګټې نه لري، نو باید په دې پوه شې چې پخوانیو څیړنو دا موندلې وه، چې د هګۍ زیړ د زړه د ناروغۍ د خطر د زیاتیدو مخنیوی کوي. خو اوسنیو څیړنو دا موندلې چې د هګۍ سپین د هغو خوړو په لیست کې شاملیږي، چې د وینې د فشار د راټیټیدلو لامل ګرځي. هیره دې نه وي، چې هګۍ د پروټینو، ډي (D) ویټامین او ګڼ شمیر نورو روغتیايي موادو سرچینه ده.

۴- ګُلپي
دغه سبزي د وینې د فشار تنظیموونکو منرالونو (مګنیزیم، کلسیم او پوتاشیم) سرچینه ده. په حقیقت کې، په بدن کې د دغو منرالونو د زیاتې کچې شتون د انسان فشار مناسب ساتي او نه یې پریږدي چې لوړ شي. څیړنو موندلې چې د ګُلپي خوړل انسان له لوړ فشار، د زړه له ناروغۍ او د زړه له ناڅاپي حملې ساتي.

۵- کیلې
دغه نوموتې میوه چې په ترکیب کې یې زیاته برخه پوتاشیم موجود دی، د لوړ فشار په راټیټولو کې رغنده رول لري. یوه کیله (۴۲۰) ملي ګرامه پوتاشیم لري، چې د امریکا د زړه اتحادیه هر انسان ته د ورځې له مخې د یوې کیلې خوړلو وړاندیز کوي.

۶- انار
د (۲۰۱۲) کال یوې څيړنې موندلې، چې د څلورو اوونیو لپاره په مسلسل ډول هره ورځ د انارو اوبه څښل د انسان فشار نورمال حالت ته راولي او نه یې پریږدي چې لوړ شي.
په پای کې، که چیرې تاسې هم غواړئ چې د وینې فشار مو لوړ نه شي او ثابت وساتل شي، نو له پورتنیو خوړو او میوو ګټه واخلئ، ترڅو روغتیايي حالت مو ښه واوسي.

له فیسبوک تبصرې

تبصرې

Pasto: HP lead articles...
ما را در سایت Pasto: HP lead articles دنبال می کنید

برچسب : نویسنده : کاوه محمدزادگان afghaniha بازدید : 203 تاريخ : يکشنبه 8 بهمن 1396 ساعت: 18:52