ټنبلي د بې وخته مرګ لامل ګرځي

ساخت وبلاگ

ژباړه او زیاتونه: عزت الله پېژاند

سم او پر وخت استراحت ستاسو د بدن د سیسټم د تازوالي لپاره لازمي دی، خو که مو د وخت ډېری برخه د فعالیت او کار په پرتله په بستر کې تېرېږي نو باید پوه شئ چې د ځمکې په کره کې د خپل ژوند شېبې په خپل لاس کموئ. ټولو ته څرګنده ده چې د هېواد په ډېری سیمو کې خلک د شپې وختي ویدېږي، ناوخته پاڅي او ناوخته کار پیلوي، او دا کار زموږ د یو منفي دود په توګه دوام لري. په بله وینا، زموږ د هیواد ډېری خلک د څلرویشتو ساعتونو په ترڅ کې له اتو ساعتونو څخه، چې د خوب حد اکثر کچه ده، زیات ویده کېږي او نه یوازي دا چې خپل کار پر وخت نه پیلوي، بلکې د ورځې په جریان کې تمرین یا ورزش هم نه کوي، چې د ژوند دغه شکل او برخې ته ټنبلي ویل کېدای شي.
ددغې لنډې لیکنې تر لوستلو وروسته به پوه شئ چې ټنبلي څنګه ستاسو روغتیا او ژوند تر خپل ستوني تېروي.

د وزن زیاتوالی:
دا یو څرګند حقیقت دی چې تمرین نه کول او د حلزون په څېر د ورځې ډېره برخه د فعالیت په نشتوالي او استراحت تېرول په وجود کې د کالوري د غونډېدو لامل ګرځي چې دغه راغونډه شوې کالوري ورو ستاسو د ناروغۍ سبب ګرځي. روغتیايي کارپوهان وايي: “که تاسو خپل د بدن کالوري ونه سوځوئ نو کالوري به ستاسو روغتیا وسوځوي.” په بدن کې د کالوري د غونډېدو لومړی تاوان د وزن زیاتوالی یا چاغښت دی چې دا کار نه یوازي ستاسو د بدن اصلي ښکلا له منځه وړي بلکې د یو شمېر وژونکو ناروغیو لامل هم کېدای شي چې د بېلګې په توګه سالنډي، د ترخي (تحال) ناروغۍ، او د بدن د بېلابېلو غړیو درد یادولای شو

عصبي ګډوډي:
ټولو ته څرګنده ده چې روغ ماغزه روغ بدن ته اړتیا لري. تاسو د خپلې ټنبلۍ په وجه نه یوازي پر خپله فزیکي (بدني) روغتیا معامله کوئ، بلکې خپله عصبي هغه هم په خطر کې اچوئ. ستاسو مغز په منظمه توګه وینې رسونې، اکسیجن او بشپړو خوړو ته اړتیا لري ترڅو نوې ژونکې یا حجرې یې وده وکړي او په دې توګه خپله دنده په سمه توګه ترسره کړي. مګر په یاد وساتئ چې د ټنبلۍ له وجې ستاسو مغز ته د پورتنيو دریو مهمو موادو رسونه کمېږي او دغه کار مو پر مغزو منفي اغېز ښندي چې په پایله کې له یو شمېر عصبي ناروغیو لکه د عقل زوال، د یاد له لاسه ورکول (الزایمر)، ذهني پځوالی، وارخطايي، او آن دماغي سکتې سره مخ کېدای شئ چې دا هر څه ستاسو د ژوند د پایته رسېدو لامل کېدای شي.

د زړه خطر
د یو ټنبل او پڅ انسان زړه نه یوازي د هغه د چاغښت او زیات وزن له امله، بلکې هغه ته د وینې د لږ رسېدنې او د وینې د غوړو (کلسټرول) له وجې هم تر خطر لاندي وي. کم فزیکي فعالیت په وینه کې د غوړو د کچې د ډېر والي لامل ګرځي چې دغه غوړ د زړه رګونه بندوي او په پایله کې یې بېلابېلې د زړه ناروغۍ او آن د زړه حمله تاسو تر برید لاندي نیسي.

د بدن د خوندیتوب سیسټم
په ډېر استراحت او پریوته سره تاسو خپل د بدن د خوندیتوب پر سیسټم معامله کوئ، ځکه ستاسو ددغه کار له وجې یاد سیسټم لږ تحریک کېږي، او دا حالت ستاسو لپاره تر ګردو ناوړه پایلې لرلای شي، ځکه د بدن د خوندیتوب سیسټم په کمزوري کولو سره تاسو خپل وجود ته د عمومي مکروبونو چې په آسانۍ سره د بېلابېلو خطرناکو او آن وژونکو ناروغیو سبب کېږي، هرکلی کوئ.

پایله:
که غواړئ چې د خپل بې وخته مرګ مخنیوی وکړئ نو تل فعال و اوسئ، فزیکي فعالیت او په ورځ کې لږ تر لږه نیم ساعت منظم تمرین وکړئ، پاکې اوبه ډېرې وڅکئ، د پسه او غوايي غوښه، او همداشان غوړ او خواږه خواړه کم، او سابه زیات وخورئ، پوره خوب وکړئ او په پایله کې د خپل روغ بدن او روغ مغز په مټ له نورو سره مرسته وکړئ او د ژوند ښکلاګانې کشف کړئ.
هو، ددغو مالوماتو شریکول هم له یاده مه باسئ!

له فیسبوک تبصرې

تبصرې

Pasto: HP lead articles...
ما را در سایت Pasto: HP lead articles دنبال می کنید

برچسب : نویسنده : کاوه محمدزادگان afghaniha بازدید : 185 تاريخ : يکشنبه 8 بهمن 1396 ساعت: 18:52