سوداګر او دوکاندار باید د ښه بازار لپاره دا ۴ ټکي یاد ولري!

ساخت وبلاگ

لیکنه: براین ټراسي
ژباړه: غازي عابد

په ټولو انساني اړیکو کې د ښې غوږنیونې (اوریدل) وړتیا او مهارت درلودل خورا ضرور او په بریا کې مهم دی. په بازار یا خرڅلاو اړوند خبرو اترو کې ښه غوږ نیول د پلورلو او بازار موندلو په برخه کې یو مناسب او له حکمته ډک کار دی. ځکه په ښه ډول سره اوریدل په پلورلو کې اسانتیا، ښه والی او نورې ګټې ترلاسه کیدای شي.

– یوازې ښه خبرې کوونکی بسنه نه کوي.
اکثره پلورونکي او دوکانداران فکر کوي چې په دوکاندارۍ یا خرڅلاو کې ښه یا ډیرې خبرې کوونکي او تېز خبرې کوونکي خلک بریالي وي او باید همداسې وکړي. کیدای شي ډیر مو اوریدلي وي چې ځیني خلک خرڅونکي ته وايي؛ «ته ډیرې خبرې کوې، د خرڅ خبره وکړه». یعنې یوازې دا نه چې موږ څه خرڅوو او ډیرې خبرې وکړو، بلکې ترڅنګ یې باید مقابل لوری هم واورو.

– په بل شخص ډیر تمرکز وکړئ.
هیڅ هم باید له حقیقته لیرې نه وي. په رواني څیړنو کې ثابته شوې چې شا او خوا ۷۵ سلنه پلورونکي یا دوکانداران په پلورلو کې ځانته متوجه وي، خپلې خبرې کوي د مقابل ته اهمیت نه ورکوي.
خو پلورونکي یا خرڅوونکي باید د خبرو په نسبت ښه غوږنیونکي وي. باید د نورو احساساتو او نظریاتو لیوال اوسي او د هغوی خبرې او ارادې هم واورې. همداراز باید هڅه وکړي چې ډیر تمرکز د ځان پر ځای په نورو وکړي. نیمګړي او کمزوري پلورونکي یا دوکانداران غواړي خپله ډیرې خبرې وکړي او غوره پلورونکي بیا هڅه کوي چې ډیر غوږ ونیسي.

– له هر شخص سره «سپین سیاست وکړه».
په دوکاندارۍ یا پلورلو کې غوږ نیولو ته؛ سپين سیاست، پاک مداریتوب یا په نرمه بڼه د بازار د راښکلو په مانا دی. سوداګریز خلک د لاپرمختګ لپاره له دې ډیره ښه ګټه اخلي. ځکه هرکله چې یو کس په ښه غوږنیونکي یا اوریدونکي شهرت وموند او مشتریان ترې اغیزمن شول، بیا مشتریان هر وخت هڅه کوي چې له همدغه شخص سودا واخلي.

– د 70/30 له قاعدې کار واخلئ.
پوهیږو چې خدای هره انسان ته دوه غوږونه او یوه خوله ورکړې، باید دواړه په سم ډول استعمال کړي. نو خرڅونکی هم باید د 70/30 له قاعدې کار واخلي. یعنې دوکاندار باید له خپلو پيریدونکو سره 30 سلنه یا له دې لږې خبرې او پوښتنې وکړي او 70 سلنه باید ورته غوږ ونیسي. نو ځکه وایو چې دوکانداران باید خپل غوږونه او خوله په سمه لار وکاروي.

-بلاخره عملي تمرین.
یعنې که دوکاندرا یا بل پلورونکی یې، اوس باید دوه شیان له مخې سره ترسره کړې. لومړی دا چې هڅه وکړه ډیر غوږنیونکی شي او په اوریدلو حاکمیت ولره او دویم دا چې دا د 30/70 سلنو قاعده عملي کړه. بیا وګوره چې ستا په خاموشۍ او دې پورته تګلاره کې څومره هر اړخیزه ګټه کولی شې.

له فیسبوک تبصرې

تبصرې

Pasto: HP lead articles...
ما را در سایت Pasto: HP lead articles دنبال می کنید

برچسب : نویسنده : کاوه محمدزادگان afghaniha بازدید : 205 تاريخ : يکشنبه 8 بهمن 1396 ساعت: 18:52