درې نور افغان لوبغاړي د هندوستان په کرکټ ليګ کې واخيستل شول

ساخت وبلاگ

کابل (پژواک،٨ سلواغه ٩٦) : دافغانستان د کرکټ له ملي لوبغاړي راشد خان وروسته درې نور افغان لوبغاړي هم د هندوستان کرکټ ليګ ( اى پي اېل) سياليو کې په لوړ امتياز واخيستل شول.

د هندوستان کرکټ ليګ سيالۍ چې هر کال د اپريل په مياشت کې پيل او شاوخوا دوه مياشتې روانې وې، په کې د هندي لوبغاړو په ګډون لسګونه بهرني لوبغاړي هم په امتياز اخيستل کېږي.

تېر کال د لومړي ځل لپاره په دغو سياليو کې دوو افغان لوبغاړو راشد خان او محمد نبي ته چانس ورکړل شوى و او دواړو په دغو سياليو کې خپله وړتيا ثابته کړه، راشد او نبي د تېر کال په سياليو کې د سن رايزرز حيدر اباد لوبډلې له خوا اخيستل شوي وو. 

دا ځل د يادو سياليو لپاره د لسو افغان لوبغاړو نومونونه ورکړل شوي وو چې د بېلابېلو لوبـډلو له خوا څلور افغان لوبغاړي په لوړ امتياز واخيستل شول.

د هندوستان په پلازمېنه نوي ډيلي کې د هندوستان د کرکټ بورډ او د اى پي اېل سياليو د مسوولينو له خوا پرون د لوبغاړو په امتياز اخيستلو دوه ورځنۍ لړۍ پيل شوې وه او په لومړۍ ورځ يواځې راشدخان د ٩٠ ميليونه هندي کلدارو په لوړ امتياز د حيدر اباد لوبډلې له خوا واخيستل شو.

نن په دويمه ورځ د حيدر اباد لوبډلې يو ځل بيا محمد نبي د لس ميليونه هندي کلدارو په امتياز واخيست.

د هندي ليګ سياليو د پنجاب لوبـډلې له خوا نن ځوان افغان لوبغاړى ١٧ کلن مجيب ځدراڼ د ٤٠ ميليونه هندي کلدارو په امتياز واخيستل شو او د کرکټ مينه وال يې حيران کړل.

مجيب  چې اوسمهال په نيوزيلينډ کې د ١٩ کلنو په نړيوال جام سياليو کې د افغانستان په ملي لوبډله کې لوبېږي، په تېره لوبه کې يې د کوربه هېواد نيوزيلينډ ته په ماتې ورکولو کې  ستر رول لوبولى و.

دغه راز  څلورم افغان لوبغاړى ظاهر خان پکتين، د هندوستان د راجستان لوبډلې له خوا د شپږ ميليونه هندي کلدارو په امتياز واخيستل شو.

محمد نبي د حيدر اباد لوبډلې له خوا تر اخيستلو وروسته په ټويټر کې ليکلي : (( زه ډېر خوشحاله يم، چې يو ځل بيا له خپلې لوبډلې سره يو ځاى شوم.))

په هندوستان کې مېشت افغان ژورنالېست زيرک فهيم وايي، چې تېر کال د هندي ليګ ای پي ال کې د نبي او راشد ښې لوبې مينه وال او د کرکټ ادارې حيرانې کړې وې؛ دوی وليدل چې افغانان د تمې خلاف ښه لوبه کولی شي.

هغه پژواک اژانس ته وويل، همدا لامل و چې سږکال د همغو باورونو په اساس دغه مشهور تجارتي ليګ  څلور افغان لوبغاړي واخيستل.

زيرک وايي، دا د افغانستان په څېر هېواد ته چې د کرکټ سابقه او تجربه يې تر نور ډېره کمه ده ښه زيری دی.

Pasto: HP lead articles...
ما را در سایت Pasto: HP lead articles دنبال می کنید

برچسب : نویسنده : کاوه محمدزادگان afghaniha بازدید : 181 تاريخ : يکشنبه 8 بهمن 1396 ساعت: 18:52

خبرنامه