څنګه کولى شو، معلومات تر ډېره په حافظه کې وساتو؟

ساخت وبلاگ

ژباړه: فياض عزيزي

موږ تاسې ټول په ژوند کې ډېر څه زده کوو، مګر بيا هم په ډېرو څيزونو نه پوهېږو، ځکه موږ ډېرى معلومات هېروو. دا چې ولې داسې کېږي او ددې ستونزې د حل لاره څه ده، نو د يو الماني ارواپوه (هېرمن اسيبنغوس) له نړيوال يا عمومي فرمول څخه کار اخلو. ددغې فرمول په عملي کېدا به مو دغې ځورونکي ستونزې ته د پاى ټکی کېږدئ. ددغې الماني ارواپوه څېړنه ښايي، چې؛ د يوې موضوع له زده کړې يو ساعت وروسته نږدې 66% سلنه معلومات مو له ذهنه وځي او يواځې 44% سلنه يې په ذهن کې پاتې کېږي. ذهن ددې لپاره، چې بې مانا او بې کاره معلومات پرې پيټى نشي؛ هر څه د لومړي ځل لپاره لنډ مهالې حافظې ته سپاري، که چېرې دغه معلومات چې په لنډ مهالې حافظې کې ځاى پر ځاى شوي تکرار او استعمال نه کړئ، نو ډېر ژر مو هېرېږي.
څنګه کولى شو هرڅه په ياد ولرو؟
که غواړئ يو څه په چټک ډول حافظې ته وسپارئ، نو له لاندې طريقې کار واخلئ.
۱- لومړى تکرار؛ له زده کړې سره سم، مطلب دا چې يو څه مو زده کړل بې له ځنډه يې له سره تکرارکړئ.
۲- دويم تکرار؛ له پينځه لسو يا شلو دقيقو وروسته.
۳- درېيم تکرار؛ له شپږو يا اتو ساعتونو وروسته.
4. څلورم تکرار؛ له 24 ساعتونو وروسته.
او که غواړئ يو څه د تل لپاره په حافظې کې وساتئ، نو؛ لاندې طريقه پر ځان عملي کړئ:
۱- لومړى تکرار؛ د زده کړې سره سم، بې له ځنډه.
۲- دويم تکرار؛ له شلو يا دېرشو دقېقو وروسته.
۳- درېيم تکرار؛ له زده کړې يو ورځ وروسته.
۴- څلورم تکرار؛ له زده کړې دوې يا درې اونۍ وروسته.
۵ – پينځم تکرار؛ له زده کړې دوه يا درې مياشتې وروسته.
که چېرې مو پر ځان دغه پورتنۍ طريقې عملي کړې، نو هر رنګه معلومات به د تل لپاره په ذهن کې پاتې وي.

له فیسبوک تبصرې

تبصرې

Pasto: HP lead articles...
ما را در سایت Pasto: HP lead articles دنبال می کنید

برچسب : نویسنده : کاوه محمدزادگان afghaniha بازدید : 182 تاريخ : چهارشنبه 4 بهمن 1396 ساعت: 6:33