شاه روخ خان د ښځو په وړاندې د زورزیاتي ختمول د ټولو هڅې او کار غواړي

ساخت وبلاگ

د هندي سینما نامتو ستوري شاه روخ خان تیره ورځ د سویس په داوس ښار کې و او دغلته ورته د نړیوال اقتصادي فورم له خوا د ښځو او ماشومانو په برخه کې د ښیر ښیګڼې د کارونو له کبله د کریسټال جایزه ورکړل شوه.

دا جایزه د نړیوال اقتصادي فورم له خوا هر کال یو شمیر هغو مخکښو کسانو ته ورکول کیږي چې په نړۍ کې یې د ښځو او ماشومانو د ژوند د ښه کیدو لپاره کار کړی وي.

د هندي سینما ستوری شاه روخ خان د ”میر“ په نوم یوه خیریه بنسټ لري چې په کې د تیزابو د بریدونو او سوزیدنې له قرباني ښځو سره د درملنې، حقوقي او نورو برخو کې مرسته کوي.

شا روخ خان ددې جایزې په اخیستو خوښي څرګنده کړې او زیاته کړې یې ده چې که څه هم دا د میر په نوم د خپل خیریه بنسټ په اړه په عامه توګه ډیر خبرې نه کوي، خو داسې ګومان کوي چې په دې برخه کې یې ډیر کم کار کړی او باید ډیر زیات کار ترسره شي.

نوموړې ویلي، په دې خیریه بنسټ کې ورسره نورې ادارې هم مرسته کوي او هڅه کوي چې د تیزابو د بریدونو د قربانیانو په درملنه کې مرسته وکړي او په دې برخه کې د شتو قوانینو د بدلون لپاره هم کار وکړي څو دا ډول پېښې په ټولنه کې رامنځ ته نه شي.

شاه روخ خان د سویس په واورو کې خپل اخیستي عکسونه هم پر خپل ټویټر خپاره کړی، چې په ځینو کې یې د خپلو پخوانیو مشهورو فلمونو اکټونه تکرار کړي.

ددې جایزې د اخیستو پر مهال نوموړې د داوس ښار کې د اقتصادي فورم غونډې ته د وینا پر مهال د نړۍ څخه پر راټولو شویو نامتو څیرو ټینګار وکړ چې د ښځو په وړاندې د تبعیض د پای ته رسولو په مخ کې خنډ دیوالونه دې ونړوي..

نوموړې وویل، د هغو ښځو څخه د تیزابو د بریدونو قرباني دي، یې زده کړل چې جرات کولی شي، قربانیتوب په اتلولۍ بدل کړي.

نوموړې په خپلو خبرو کې وویل چې په نړۍ کې د ټولو انسانانو لپاره د هوساینې امکانات شته خو ددې امکاناتو باید هر څوک لاس رسی پيدا کړي.

د یادونې وړ ده چې د سویس په داوس ښار کې ددې اقتصادي فورم پر مهال د شاه روخ خان ځینې فلمونه هم نندارې وړاندې شوې دي.

د نړیوال اقتصادي فورم دا غونډه هر کال جوړیږي چې په کې د نړۍ وتلي اقتصادي، سیاسي او هنري څیرې برخه اخلي.

شاه روخ خان د سویس په واورو کې خپل اخیستي عکسونه هم پر خپل ټویټر خپاره کړی، چې په ځینو کې یې د خپلو پخوانیو مشهورو فلمونو اکټونه تکرار کړي.

له فیسبوک تبصرې

تبصرې

Pasto: HP lead articles...
ما را در سایت Pasto: HP lead articles دنبال می کنید

برچسب : نویسنده : کاوه محمدزادگان afghaniha بازدید : 241 تاريخ : چهارشنبه 4 بهمن 1396 ساعت: 6:33