د ښه ژوند ۱۰ مهم مهارتونه چې باید هر څوک یې زده کړي

ساخت وبلاگ

ژباړه او زیاتونه: غازي عابد

۱- بخښنه وکړئ، خو هیڅکله هیرول مه کوئ.
هغوی چې بخښنه کوي غوره خلک دي، خو هیرونکي غوره نه دي. بخښنه په دې مانا چې کله څوک پیښمانه شو یا یې درنه بخښنه وغوښته ویې بخښئ او هیرول په دې مانا چې هیڅکله به د بل شخص مرسته، ښه کړنه او لاسنیوی نه هیروئ.

۲- کله چې چا سره غږیږئ، هماغو خلکو سره خبرې کول زده کړئ.
هر چا سره خبرې کول فرق کوي. له پوهو خلکو سره باید هماغسې وغږیږئ څرنګه چې ایجاب کوي. یعنې باید خپل مخاطبین وپيژنئ، که داسې ونه کړئ، ممکن په هر مجلس کې بد ښکاره شئ.

۳- دا زده کړئ چې څنګه د ستونزو سره مقابله وکړئ او مسکی ښکاره شئ.
ژوند له ننګونو ډک دی، دا ستونزې به راځي او تیریږي به، خو باید دا زده کړی شي چې څنګه ورسره مقابله وشي او څرنګه په ننګونکو حالاتو کې هم حوصله او قوت ونه بایلو.

۴- هیڅکله په یو انسان ۱۰۰سلنه مه باوري کیږئ، کنه بیا به خفه شئ.
هر انسان نیمګړی دی، که موږ په یو چا بشپړ باور ولرو او د انساني نیمګړتیا له امله ترې کومه تیروتنه وشي، ښايي، بیا ترې خفه شو او کړکیچ رامنځته شي، ځکه نو سل سلنه باور مه کوئ.

۵- بخښنه کول زده کړئ او په خپلو تیروتنو په سمه توګه اعتراف وکړئ.
له نورو باید څرنګه بخښنه وغواړئ او کله یې وغواړئ او خپلې تیروتنې او سهوې چې مو کړي، هغه ومنئ، ځکه داسې کول مو له اوږدو د یوه بار ښکته کول دي.

۶- په دې پوه اوسئ چې نور ستاسې دښمنان نه دي، بلکې ستاسې او هغوی ګټې سره مختلفې دي.
خلک سره دښمنان نه دي، یوازې خپلو ګټو سره دښمنان کړي، نو دا ګټې موقتي وي، په دې لنډمهاله ګټو یا ژوند بل انسان مه ځوروئ.

۷- د غوږ نیول یا اوریدل زده کړئ او هیڅکله ډیرو خبرو ته مه خوشحالیږئ.
په دې پوه اوسئ چې څنګه باید د نورو خبرې واورئ او د ډیرو خبرو کولو پر ځای که ډیر اوریدل وکړو، څومره به له تیروتنو او کړاوونو خلاص اوسو.

۸- هیڅکله دې زړه له کرکې مه ډکوه، ځکه زړه د کرکې لپاره نه دی جوړ.
هغوی چې کرکه کوي، تل ځوریږي، ځکه نو زړه مو ترې تش کړئ. کرکه مو ذهناً او جسماً له فشاره او تشویشه ډکوي، خو کومه ګټه نه لري.

۹- له هر چا سره مینه کول زده کړئ، له افراطیانو، بد عملو، ناوړه او بدو خلکو ځان وساتئ.
ژوند مینې ته اړتیا لري، بې مینې ژوند لکه په اغزو کې تګ، خو مینه او تګ له هغوی سره وکړئ چې وړ یې وي.

۱۰- که ټول خلک در باندې بدګمان وي، خو بیا هم په خپل ځان باور درلودل زده کړئ، ځکه که خپله هم بې باوره شئ، ښايي له نورو سختیو سره هم مخ شئ.
هیڅکه خپل باور په نورو پورې مه تړئ. ممکن، بیا مو چې هغوی څنګه لوبوي، تاسې به ورسره هماغسې ځوریږئ.

له فیسبوک تبصرې

تبصرې

Pasto: HP lead articles...
ما را در سایت Pasto: HP lead articles دنبال می کنید

برچسب : نویسنده : کاوه محمدزادگان afghaniha بازدید : 176 تاريخ : سه شنبه 3 بهمن 1396 ساعت: 0:49