دا دوه ځانګړنې مو په دنده کې د پرمختګ ضمانت کوي

ساخت وبلاگ

لیکنه: سزي ویلچ
ژباړه: غازي عابد

زه څنګه پرمختګ کولی او پورته تللی شم؟ که له دې پوښتنې سره لاس او ګریوان یاست، نو خامخا به اوتر، نامطمئین او ځورونکی حالت ولرئ، ځکه دې ته به مو بیړه وي چې اوس څنګه پرمختګ وکړم.
د غوره پلورولو مدیریت لیکواله او (CNBC) کارکوونکې سزي ویلچ په دې پوهیږي او درته وايي چې له دغه حالته به څنګه وځئ، ځکه هغه تجربه لرونکې ده او د رهبرۍ او د ځان د مدیریت… په اړه یې ډیرې لیکنې او مقالې هم برابري کړي دي.
نوموړې وايي؛ هغوی چې پرمختګ غواړي، خامخا به یې لپاره پرلپسې کار کوي.
دغه دوه ځانګړنې درته اړینې دي:

۱- استقامت، کلکوالی، زړورتیا
کیدای شي ځیني وخت له سختو کارونو او ماموریتونو سره هم مخ شې. دا ډول بحران او کارونه په سم او مثبت ډول کنټرولول او ترسره کول، ددې لامل کیږي چې ستا مشر یا رییس یې له ځانه سره ستا په اړه یاداشت کړي.
یعنې استقامت په دې مانا چې خپل کار او دنده پرته له شکایت ترسره کړې. په خاص ډول په ننګوونکو حالاتو کې.
که چیرته له سختو کارونو سره هم مخ کیږئ، ورته کلک اوسئ او یوازې په اسانه پسې مه ګرځئ. هڅه وکړئ چې نوښتګره اوسئ او هر څه په سم ډول حل کړئ. کیدای شي یو رییس په خپل کارکوونکي کې، کلکوالی او زړه ورتیا؛ په تاکید، حلول، نوښت کول او په یو شي پوهیدلو، باندې تعبیر کړي.
نو ځکه تل هڅه وکړئ چې زوړر، کلک او بااستقامته اوسئ، څو مخ په بره لاړ شئ.

۲- جدیت
دویمه ځانګړنه جدیت دی، چې په وسیله یې خپل موجودیت ښکاره کولی او ځانته د خلکو پام را اړولی شې. کیدای شي چې تاسې خپل جدیت او ډیر تاکید په غږ، ژبه او لباس اغوستلو کې ولرئ. یعنې په دې جدي اوسئ چې کارکوونکي مو باید یو ډول لباس واغوندي…
دا ډول تاکید او جدیت چې په عام ډول سره یې ولرئ، ستاسې همکاران او ان مشر به هم درته احترام کوي. کیدای شي تاسې جدیت د بدو رویو په مخنیوي، لکه بې اساسه خبرو، د ناستو لپاره په نه چمتوالي، د نورو د پرمختګ پر وړاندې خنډونو اچولو او د نورو د کارونو په مخنیوي او اصلاح کې ښکاره کړئ. په دې مانا چې د هغو کسانو سره به جدي چلند کوئ چې کار نه کوي، تنبل دي، کینه کوي…
په یاد لرئ؛ جدیت په دې مانا نه چې هیڅ تیریدل یا انعطاف به نه کوئ، بلکې په دې مانا چې هر څه به منظم پر مخ وړئ او هره تیروتنه به دومره جدي نه نیسئ چې نورې ستونزې ترې وزیږوئ.

له فیسبوک تبصرې

تبصرې

Pasto: HP lead articles...
ما را در سایت Pasto: HP lead articles دنبال می کنید

برچسب : نویسنده : کاوه محمدزادگان afghaniha بازدید : 177 تاريخ : يکشنبه 1 بهمن 1396 ساعت: 13:16