اروزګان کې د لويو لارو بندوالي له امله ګڼ ناروغان خپل ژوند له لاسه ورکوي

ساخت وبلاگ

ترینکوټ (پژواک، ۲۷ مرغومى ۹۶): د اروزګان ملکي روغتون مسوولين وايي چې له مرکز ترينکوټ ښار سره د ولسواليو او لرو پرتو سيمو د لويو لارو د بندوالي له امله د ناروغانو مړينه زياته شوې ده.

په اروزګان کې د وروستيو نا امنيو له امله د حکومت او وسله والو طالبانو له خوا څو ځلې لويې لارې د خلکو پر مخ وتړل شوې چې دغه کار نه يوازې روغتونونو ته د ناروغانو د ورتګ لاره ستونزمنه کړې، بلکې په ولسوالیو کې هم خلکو ته سخت ځاني او مالي زيانونه اوښتي دي.

د اروزګان ولایتي روغتون مسوولین وايي، له هغه راهيسې چې د ترينکوټ يو شمېر فرعي لارې د جګړې د ښکېلو خواو له خوا تړل شوې، خلک اړ شوي چې په پلیو او خامه لارو خپل ناروغان روغتون ته ورسوي.

د دوى په وينا، له همدې امله د لارو په اوږدو کې يو شمېر ناروغان خپل ژوند له لاسه ورکوي او يا هم د کوما په حالت کې دوى ته ور رسول کېږي.

د اروزګان د ولايتي روغتون مشر ډاکتر امين الله توخي پژواک اژانس ته وويل چې لویې لارې د جګړې له امله د خلکو پر مخ تړل شوې او زيات وخت ناروغان روغتون ته د لېږد پر مهال خپل ژوند له لاسه ورکوي.

هغه زياته کړه، له تېرو څو ورځو راهيسې د ترينکوټ له يو شمېر سيمو داسې مېرمنې ور وړل شوې، چې ولادي ناروغۍ یې درلودې خو د لارو په اوږدو کې يې وينه ډېره ضايع کړې وه او مړې شوې دي.

د ډاکتر توخي په وينا، د دې ستونزې له امله په تېره يوه اوونۍ کې پنځو مېرمنو چې د لارې په اوږدو کې يې زياته وينه ضايع کړې وه او روغتون ته په کوماه حالت کې ور وړل شوې وې، ژوند یې له لاسه ورکړ.

توخی وايي، ناروغان اړ دي چې زيات واټن پلى مزل وکړي؛ ځکه چې د موټرو پر مخ لويې او فرعي لارې بندې دي.

د ولایتي روغتون مشر وويل چې په لرو پرتو سيمو کې روغتیايي اسانتیاوې نشته او خلک مجبور دي چې دغه روغتون ته خپل ناروغان راولي خو په خبره یې، هغه لاره چې پخوا به پرې په دوو ساعتونو کې راتلل اوس اته ساعته پرې مزل کوي.

امين الله توخي زياته کړه چې همدا تېره اوونۍ ورته له چنارتو ولسوالۍ يوه مېرمن چې ولادي ناروغه وهؤ تر اته ساعته مزل وروسته روغتون ته په داسې حال کې ور وړل شوه چې د هغې د ژغورلو هېڅ چانس نه و او د ويني د ضايع کېدو له امله يې خپل ژوند له لاسه ورکړ.

د ولايتي روغتون مشر وويل، دا د هغو ناروغان شمېر دى چې دوی ته روغتون ته ور وړل شوي خو داسې زیات ناروغان هم شته چې له دې امله مخکې تر دې چې روغتون ته ور وړل شي، ژوند له لاسه ورکوي او بېرته یې له نیمې لارې ګرځوي.

د هغه په وينا، لارې له تېرو څه کم دوو کلونو راهيسې د وسله والو طالبانو له خوا تړل شوې دي، خو هغه فرعې لارې چې خلکو پرې تګ راتګ کاوه، اوس د دولت له خوا تړل شوې دي.

ډاکټر توخي د جګړې له ښکېلو غاړو وغوښتل چې د خلکو ژوند ته پاملرنه وکړي.

د اروزګان د مرکز ترینکوټ او یو شمېر ولسوالیو اوسېدونکي هم وايي چې لويې لارې د خلکو پر مخکې تړل شوې او دوى له زياتو ستونزو سره مخ دي.

د چنارتو ولسوالۍ يو اوسېدونکی نقيب الله وايي چې وسله والو طالبانو له کابو دوو کلونو راهيسې عمومي لاره او دولت بيا فرعې لارې تړلې، له ولسواليو موټر او نور وسایط د ولايت مرکز ترينکوټ ته نه شي راتللى.

هغه پژواک ته وويل، مخکې چې عمومي لارې خلاصي وې، نو له ولسوالۍ څخه به ترينکوټ ته په دوو ساعتونو کې رسېدل، خو اوس دغه واټن پر فرعي لارو په اتو ساعتونو کې وهي.

د هغه په وينا، په ولسوالۍ کې روغتیايي مرکزونه نشته او زيات وخت د دولت او طالبانو د خپلمنځي جګړو له امله روغتيايي مرکزونه تړل شوي وي.

د چورې ولسوالۍ يو اوسېدونکی نظرمحمد وايي چې د لارو بندېدو له امله که له يوې روغتيايي ستونزې ډېرې شوې، له بلې خوا د خوراکي او غير خوراکي توکو بيې دومره لوړې شوې چې ځينې کورنۍ يې د پېرلو توان نه لري.

هغه ادعا کوي چې د جګړې ښکېلې خواوې له دوى څخه د سپر په توګه کار اخلي.

د اروزګان ولایتي چارواکي مني چې له تېرو څو ورځو راهيسې له مرکز ترينکوټ څخه ولسواليو او سيمو ته تلونکي فرعي لارې د خلکو پر مخ تړل شوې خو زياتوي چې دغه اقدام يې د ولايت د نظامي شورا له پرېکړې وروسته کړى.

د اروزګان والي محمد نذیر خروټي پژواک ته وويل چې لويې لارې د خلکو پر مخ پرانيستې دي او هغوی ته يې د دې زمينه هم برابره کړې ده چې پرې تګ راتګ وکړي، خو زياتوي چې طالبانو دغه لویې لارې د عامو خلکو پر مخ تړلې او هغوی يې مجبوره کړي چې پر نورو فرعي لارو په ساعتونو ساعتونو مزل وکړي.

د هغه په وينا، له تېرو درېيو اونيو راهيسې د طالبانو کمربندونه مات شوي او خلک پر عمومي لارو تګ راتګ کوي.

والي وويل چې د ګيزاب، خاص اروزګان، چنارتو او چورې ولسواليو او تر څنګ يې د مرکز ترینکوټ د يو شمېر سيمو فرعي لارې ځکه تړلې چې له يوې خوا د خلکو ستونزې حل شي او له بلې خوا پر عمومي او امن لارو ترینکوټ ته تګ راتګ وکړي.

وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي. 

Pasto: HP lead articles...
ما را در سایت Pasto: HP lead articles دنبال می کنید

برچسب : نویسنده : کاوه محمدزادگان afghaniha بازدید : 186 تاريخ : يکشنبه 1 بهمن 1396 ساعت: 13:16

خبرنامه