د کندهار فارمونه د کال ۲۴۰۰ ټنه کبان تولیدوي

ساخت وبلاگ

کندهار (پژواک، د سلواغې لومړۍ نېټه ٩٦): په کندهار کې د کبانو فارمونو په بې سارې توګه وده کړې او تر اوسه په دغه ولایت د کبانو روزنې ۱۲۰۰ فارمونه جوړ شوي چې د ټول هېواد د کبانو له فارمونو یې شمېر ډېر دی.

چارواکي وايي، په کندهار کې د کبانو روزنې شته فارمونه د کال دوه ميليونه او څلور سوه زره کیلوګرامه (٢٤٠٠ ټنه) غوښه تولیدوي چې د کابل په ګډون ګڼو ولایتونو ته صادرېږي.

په کندهار کې د کبانو د فارمونو بنسټګر انجنیر محمدالله نوري چې د دغه ولایت د کرنې ریاست د ترویج مدیر هم دی له پژواک خبري اژانس سره په ځانګړې مرکه کې وویل، د کبانو د فارمونو جوړولو کیسه دلته نه ختمېږي، بلکې دا لړۍ په چټکۍ روانه ده.

ده زیاته کړه، هره ورځ لږ تر لږه ۷ کسان ریاست ته ورځي او د کبانو د فارمونو جوړولو لپاره ورڅخه وړیا فني مشورې اخلي.

دی وايي، تر دې مهاله په کندهار کې د کبانو د روزنې ۱۲۰۰ فارمونه جوړ شوي چې ډېر یې په کندهار ښار، دامان، ډنډ، ارغنداب، شاولیکوټ، خاکرېز، سپین بولدک، ژېړۍ، پنجوايي، تخته پُل او میوند ولسوالیو کې دي.

نوري وویل، په دې وروستیو کې یې په دې اړه یوه سروې کړې او ښيي چې هره ورځ یوازې په کندهار کې د کبانو ۳۰۰۰ کیلوګرامه غوښه په مصرف رسېږي.

دی وايي، په دې لړ کې یې دا هم معلومه کړې چې په کندهار کې د کبانو ۱۲۰۰ فارمونه د کال دوه میلیونه او څلور سوه زره کیلوګرامه غوښه تولیدوي چې نږدې ولایتونو هلمند، فراه، نیمروز، هرات او ان کابل ته هم صادرېږي.

نوموړي په کندهار کې د کبانو د فارمونو جوړولو کیسه له دې ځایه پیل کړه چې په دغه ولایت کې د کبانو د فارمونو جوړولو چارې په ۱۳۸۶ لمریز کال کې پيل شوې خو ډېر دوام یې ونه کړ او تر ۱۳۹۰ لمریز کال پورې د بېلابېلو ستونزو له امله له ناکامۍ سره مخ شول.

نوري وايي، له دې وروسته یې په ۱۳۹۱ لمریز کال کې د کبانو لومړنی فارم د کندهار ښار په باغ پُل سیمه کې جوړ کړ چې له دې سره دا لړۍ بریالۍ شوه او تر دې مهاله یې په بې سارې توګه پرمختګ کړی دی.

د ده په خبره، د دغه فارم له بریالیتوب سره یې د خپلې تجربې او مشاهدې په رڼا کې سلګونو خلکو ته وړیا فني مشورې ورکړې او همدا د دې لامل شو چې دغلته د کبانو د فارمونو شمېر تر ۱۲۰۰ ورسېږي چې د ټول هېواد د کبانو له فارمونو یې شمېر لوړ دی.

نوري وايي، په کندهار کې د کبانو تر ټولو لوی فارم ۲۲ جریبه، منځنی ۱۴ او کوچنی نیم جریب مساحت لري.

د ده په وینا، په یوه جریب فارم کې ۲۵۰۰ کبان روزل کېدای شي چې د کال ۴۰۰۰ کیلوګرامه غوښه توليدوي چې له ۴ تر ۶ سوه زره افغانيو عواید لري.

نوري دا هم وویل چې په کبان له دوو تر درېیو میاشتو له یو تر دوه کیلوګرامه وزن اخلي، خو په کندهار کې د ډېر وزن لرونکي کبان هم شته او ان د یوه کب وزن ۱۴ کیلوګرامه ته رسېږي.

نوموړی زیاتوي چې په کندهار کې درې ډوله کبان (معمولي کارپ Common Carp، سلور یا سپین زر کارپ Silver Carp او واښه خوړونکی ګراس کارپ Grass Carp) روزل کېږي چې ډېره ښه نتيجه یې ورکړې ده.

فضل احمد د کندهار هغه اوسېدونکى دى چې د ښار په لوېديځه څنډه باغ پُل سيمه کې د کبانو لوى فارم لري او د کبانو شمېر يې زرګونو ته رسېږي.

نوموړي پژواک خبري اژانس ته وويل، که څه هم د کندهار له ارغنداب سيند، دهلې بند او د هلمند له ګرشک ولسوالۍ څخه کندهار ښار ته کبان راوړل کېدل، خو ډېره برخه يې له پاکستانه را واردېده.

دى وايي، همدغه ټکي دې ته اړ ايست چې په کندهار کې د کبانو فارم جوړ کړي؛ ځکه په دغه ولايت کې د کبانو د غوښې تقاضا زياته وه خو فارمونه نه وو.

د ده په خبره، څو کاله وړاندې يې په باغ پل سيمه کې پر دوه جريبه ځمکه د کبانو فارم جوړ کړ چې د کبانو واړه بچي يې ورته له جلال اباده راوړل.

نوموړي وويل، هر کال له خپل فارم څخه د کبانو نږدې زرګونه کيلوګرامه غوښه ترلاسه کوي چې هم په کندهار کې ورڅخه ګټه اخيستل کېږي او هم يې نږدې ولايتونو ته صادروي.

دغه کس يوازې د يوه فارم په جوړولو بسنه نه ده کړې، بلکې له خپل ځان سره يې لسګونه کسان نور هم په کار بوخت کړي دي.

فضل احمد وايي، د کندهار د ګڼو ولسوالیو تر څنګ يې په زابل، اروزګان، هلمند او فراه ولايتونو کې خلکو ته د فارمونو جوړولو لپاره د کبانو زرګونه واړه بچي ورکړي او دغه راز يې د کبانو پخولو څانګې هم پرانيستې چې هره ورځ په سلګونو مشتريان لري.

هغه زياتوي، د خپل فارم تر څنګ په يادو شوو ولايتونو کې له جوړو شوو فارمونو کبان اخلي او بيا يې د خپلو نمايندګيو له لارې بازار ته وړاندې کوي.

نوموړى له خپل کاره خوشحاله دى خو وايي چې دولت دې ورسره د سړو خونو په جوړولو او بسته بندۍ په برخه کې مرسته وکړي.

د کندهار ښار يو بل اوسېدونکى عبدالغفور د دامان ولسوالۍ په ښور اندام سيمه کې د ٤٠ زرو په شمېر د کبانو فارم لري.

هغه پژواک ته وويل، د کبانو د فارم جوړولو په برخه کې له ډېرو سختو پړاوونو سره مخ شوى او ډېر تاوانونه يې ګاللي، خو اوس يې کاروبار ډېر ښه روان دى.

د نوموړي په وينا، کبانو ته وچه ډوډۍ، د پخو شوو وريجو پاتې شونې، رشقه، شوتل، واښه او نور ورکوي.

دى وايي د کرنې رياست ورسره يوازې د فني مشورو ورکولو په برخه کې مرسته کړې، خو نور يې کومې مرستې نه دي کړي.

نوموړى له دولت څخه غوښتنه کوي چې د کبانو د نسل ګيرۍ، د فارم لپاره په تعميراتي برخه او روزلو کې مرسته وکړي.

هغه د کندهار اب او هوا د کبانو د روزلو لپاره ښه وګڼله او ويې ويل، دلته تر اوسه داسې ناروغۍ نه دي ليدل شوي چې له مخې يې کبان تلف شي.

چارواکي وايي، که دغلته د کبانو د فارمونو جوړولو لړۍ همداسې چټکه روانه وي او دولت هم پاملرنه وکړي نو په نژدې راتلونکې به کندهار د کبانو په يوه لوى توليدوونکي ولايت بدل شي.

د يادونې ده چې په کندهار کې د فارمونو تر څنګ له ارغنداب سيند او په شاوليکوټ ولسوالۍ کې له دهلې بند څخه هم کبان تر لاسه کېږي، خو ډېر مهال دغه کبان په ناقانونه توګه نيول کېږي.

ډېرى وګړي د لاسي بمونو او يا هم د جنراټور د شارټ په وسيله د کبانو ښکار کوي چې په دې توګه د غټو کبانو تر څنګ د هغوى واړه بچي مري او نسل يې د ورکېدو له ګواښ سره مخ کېږي.

Pasto: HP lead articles...
ما را در سایت Pasto: HP lead articles دنبال می کنید

برچسب : نویسنده : کاوه محمدزادگان afghaniha بازدید : 321 تاريخ : يکشنبه 1 بهمن 1396 ساعت: 13:16

خبرنامه