د رالف والډو ایمیرسن څو پام اړوونکې او ګټورې ویناوې

ساخت وبلاگ

ژباړه: احمد فرهاد توتاخیل
رالف والډو ایمیرسن یو امریکايی شاعر، فیلسوف او مقاله لیکونکی وو، چې په نولسمه پیړۍ کې یې ژوند کاوه. نوموړي ګڼې نظریې او ویناوې پریښي، چې له هغې ډلې څخه یې موږ یو څو درسره شریکوو:
۱. د داسې ژوند کولو جرئت په ځان کې پیدا کړه، چې خوب یې وینې. مخ پر وړاندې لاړ شه او خوبونه دې په حقیقت بدل کړه.
۲. په زړه کې دې دا ولیکه، چې د کال هره ورځ تر ټولو ښه ورځ ده.
۳. له لیوالتیا پرته هیڅ داسې کوم ستر شی نه دی ترلاسه شوی.
۴. که چیرې د هغه کار د ترسره کولو هڅه وکړې، چې له مخه پکې ماهر وې، نو هیڅکله به پرمختګ ونکړې.
۵. هغه ذهن چې په یوې نوې نظریې سره پراخ شوی وي، هیڅکله به خپل لومړني یا هم اصلي حالت ته و نه ګرځي.
۶. په هرې خواشینې دقیقې سره، شپیته ثانیې خوشالي له لاسه ورکوې.
۷. له هر چا سره چې لیده کاته کوم، د ژوند په ځينو برخو کې له ما څخه ښه والی (برتري) لري او همدا لامل دی، چې زه له هغه څخه یو نه یو درس زده کوم.
۸. د ښه ملګري درلودلو یوازینۍ لار دا ده، چې باید خپله یو ښه ملګری واوسې.
۹.مینه وکړه چې له تا سره هم مینه وشي.
۱۰. وند په دې مانا نه دی چې باید یوازې پکې خوښ واوسې، بلکې باید ګټور، عزتمن، دروند، او خواخوږی هم واوسې او پاتې ژوند کې دې ځینې بدلونونه راولې.
۱۱. کمزوري او بې مغزه کسان په بخت او حالاتو باور لري، خو پیاوړي کسان په علت او اغیز.
۱۲. په داسې نړۍ کې خپله اوسیدل چې په دوامداره توګه غواړي له تا بل څوک جوړ کړي، تر ټولو ستر کمال او هنر دی.
۱۳.تل هغه کار کوه، چې له ترسره کولو یې ویریږې.
۱۴.داسې ځای ته مه ځه چې لار وروتلې وي؛ د هغه پر ځای، داسې ځای ته ځه چې هیڅ لار نه وي وروتلې، ترڅو د خپلو پښو خاپونه نورو ته پریږدې.
۱۵.کله چې تیاره شي، نو بیا کولی شې ستوري ووینې.
۱۶.نه مې په یادیږي چې څومره کتابونه مې لوستي، خو د هغو خوړو شمیر راته په یاد دی چې څومره مې خوړلي؛ همدا دی چې نن ورځ یې دې موقف ته رسولی یم.
۱۷.پرته له هیلې، یو کس هیڅ څه نه شي پیلولی. پرته له کار کولو څخه، یو کس هیڅ څه پای ته نه شي رسولی. جایزه تا ته درلیږل کیږي نه، باید ویې ګټې.
۱۸.که په ژوند کې له یوه کمیابه روڼ اندي کس سره مخ شو، نو باید ترې وپوښتو چې دی کوم کتابونه لولي.
۱۹.د خپلو کړنو په اړه ډیر زیات ډارن او نازک مزاجه مه اوسه. ځکه، ټول ژوند یو تجربه دی او څومره چې ډیره تجربه ترلاسه کړې، هماغومره به ډیر ښه شې.
۲۰.په خپل فکر کې باید “ښکلي نظر کولو” ته ځای ورکړو، که چیرې وریې نه کړو، نو که په ټوله نړۍ کې هم ورپسې وګرځو، پیدا به یې نه کړو.
۲۱.د تاوتریخوالي له لارې سوله نه شي راتلی؛ سوله یوازې د پوهاوي او هوکړې ته د رسیدو له لارې راتللی شي.
۲۲.هر هنرمند لومړی د هنر شوقي وي.
۲۳.خلک داسې نه بریښي چې په دې پوه شي، چې د نړۍ په اړه د دوی نظر هم د دوی خپل شخصیت بیانوي.
۲۴.خوشالي د عطرو په څیر ده. ترڅو چې په خپل ځان دې نه وي وهلي، په نورو یې هم نه شې وهلی.
۲۵.د نورو خلکو لپاره ژوند کول اسان کار دی او هرڅوک یې کوي هم، خو زه په تا دا غږ کوم، چې خپل ځان لپاره ژوند وکړه، نه د بل چا لپاره.
۲۶.ژوند؛ د پر لپسې درسونو په څیر دی، چې د پوهیدلو لپاره یې باید وکړل شي.
۲۷.خلک یوازې هغه څه ویني، چې د لیدلو لپاره یې چمتووالی نیولی وي.
۲۸.موږ د خبرو شاګردان یوو: په ښوونځیو، پوهنتونونو او نورو ځایونو کې لس یا هم پنځه لس کاله چوپ کړل شوي یوو او په پایله کې یې له تشې بکسې او د خبرو له حافظې سره فارغ شوي یو او په بل هیڅ شي هم نه پوهیږو.
۲۹.په نړۍ کې د بل هرڅه په پرتله، ډیری خلکو ته ویره ماتې ورکوي.
۳۰.که یو څوک غواړي د ژوند اړین درسونه زده کړي، نو هره ورځ باید لومړی په ویرې برلاسی شي.

له فیسبوک تبصرې

تبصرې

Pasto: HP lead articles...
ما را در سایت Pasto: HP lead articles دنبال می کنید

برچسب : نویسنده : کاوه محمدزادگان afghaniha بازدید : 329 تاريخ : شنبه 30 دی 1396 ساعت: 18:10

خبرنامه