د کراچۍ پولیس ادعا کوي چې نقیب مسید ترهګر و- ريښتیا څه دي؟

ساخت وبلاگ

وروسته له هغې چې په کراچۍ کې د یو مسید ځوان وژنې په ټولنیزو رسنیو کې د خلکو سخت عکس العمل راوپاروه، پاکستاني رسنیو د کراچۍ د پولیسو د چارواکي راو انور له خولې ادعا کړي چې وژل شوی نقیب الله مسید د پاکستاني طالبانو د تحریک غړی و.

ایس ایس پي راو انور په یو تفصیلي راپور کې د نقیب الله مسید په اړه ویلي ” ترهګر و، نالوستی و، او د بهادر خیل مکین مدرسه کې یې دیني زده کړې کړې. “ د کراچۍ د پولیسو دې چارواکي چې د مخه تر دې هم په کراچۍ کې د بې ګنا پښتنو په وژنه تورن شوی ادعا کړې ده چې نقیب مسید واده نه وه کړې، او زیاته کړې یې ده، اوښي یې شیر داود د پاکستاني طالبانو قومندان دی. او هماغه نوموړې له دې ډلې سره یو ځای کیدو ته هڅولی و.

د پولیسو په راپور کې نقیب مسید په کراچۍ کې په تیرو څو کلونو کې په ګڼو نورو تروریستي فعالیتونو هم تورن شوی دی. او ویل شوي چې هغه د څلور نورو ترهګرو سره د پولیسو سره د نښتې په ترڅ کې وژل شوی.

د نقیب الله په اړه د پولیسو له خوا د خپاره شوي راپور یوه کاپي چې ایکسپریس ټربیون خپره کړې

خو حقایق بیا بل څه وايي

د نقیب مسید له عکسونو، د دوستانو او کورنۍ له څرګندونو دا روښانه ده چې د کراچۍ د پولیسو چارواکي دروغ وايي.

د کراچۍ پولیس وايي نقیب الله مسید واده نه و کړی، خو د نقیب مسید پلار وايي، هغه درې بچیان درلودل.

د کراچۍ پولیس وايي، نقیب مسید په تیرو څو کلونو کې په کراچۍ په بیلابیلو ترهګرو بریدونو کې لاس درلود، خو د هغه کورنۍ وايي، نوموړې د تیر یو کال راهېسې په کراچۍ کې اوسیدو، او یو عادي کاروباري کس و چې د خپلې کورنۍ لپاره یې د حلال رزق لټه کوله.
د کراچۍ پولیس وايي نقیب الله مسید افراطي ډلو سره همکاري لرله خو د نقیب مسید له خپرو کړو عکسونو ښکاري چې هغه د عکاسۍ او ماډلینګ مینه وال و، هغه څه چې د افراطي نظریې لرونکی یې هیڅکله مینه وال نه وي.

د کراچۍ د پولیسو وژونکی مشر راو انور وايي، نقیب الله د پولیسو سره مقابله کې ووژل شو، خو د نقیب الله دوستان وايي، هغه څو ورځې مخکې د پولیسو له خوا له خپل دوکان څخه نیول شوی او وړل شوی و.

د نقیب مسید د فیسبوک له پوسټونو ښکاري چې نوموړې نه یوازې دا چې ترهګر نه و، بلکې د پاکستاني پوځ مینه وال و. هغه پر خپل فیسبوک د خپل زوی یو عکس سره لیکلي ”که غټ شي نو د پاکستان پوځ کې به یې شاملوم.“

د مسید کورنۍ دوستان او په پاکستان کې ګڼ نور مدني فعالان د نقیب مسید وژنه یوه صحرايي محکمه ګڼي او وايي، نوموړی لومړی پولیسو له خپل دوکان څخه تښتولی دوه شپې او ورځې یې شکنجه کړی او اخر د هغه مړی یو ځای غورځولی او اعلان یې کړی چې د پولیسو سره په مقابله کې ووژل شو.

دوی همدارنګه په ډیر سپین سترګې د نقیب مسید تښتونکي جعلي پولیس بللي .

ایس ایس پي راو انور څوک دی؟

راو انور د کراچۍ د پولیسو یو بدنام چارواکی دی چې تر دې مخکې هم په وار وار د بې ګناه خلکو په ځانګړې توګه په کراچۍ کې د میشتو پښتنو په وژنو تورن شوی دی. پاکستانۍ ډان ورځپاڼه د نوموړې په اړه وايي” راو انور په کراچۍ کې څو ځلې مخکې هم د پولیسو سره د مقابلې په نوم خلک وژلي، په داسې حال کې چې په دې نښتو کې په نوم پولیس سر سري هم نه دی ټپي شوی. له همدې کبله خو نوموړې ته د ( پولیسو سره په مقابله کې د وژلو سپیشلیسټ ) هم وايي.“

نوموړې په پاکستاني رسنیو او ادارو څو ځل پر خپل ځان د جعلي ځانوژونکو بریدونو په ترسره کولو هم تورن کړی دی. له دې جملې همدا د چارشنبې په ورځ راو انور ادعا وکړه چې پرې ځانمرګی برید شوی، داسې برید چې هیڅ پولیس ته په کې زیان نه دی اوښتی، خو پاکستان ایکسپریس ټریبیون ورځپاڼې په دې اړه چې ایا پر نوموړې دې ريښتیا برید شوی وي، د څارونکو او ځینو ادارو له خولې شکونه څرګند کړي دي.

د قتل په اړه د څیړنو امر

پاکستان رسنۍ وايي، د پاکستان د پیپلز پارټۍ د ګوند مشر بلاول بوټو چې ګوند یې د سند د حکومت مشري کوی ددې پېښې په اړه د خپل ګوند حکومتي چارواکو ته د څیړنو ویلي. په عین حال کې د سند ایالت د کورنیو چارو ایالتي وزیر سهیل انور سیال بیا د پېښې په اړه د ځانګړو څیړنو امر کړی او په ۱۵ ورځو کې یې راپور غوښتی دی.

اعتراضونه

په پاکستان او افغانستان کې میشتو د فیسبوک او نورو ټولنیزو رسنیو کارونکو د پولیسو له خوا په جعلي مقابله کې ددې مسید ځوان بې رحمانه وژنه غندلې ده. په کراچۍ ښار کې یو شمیر خلکو مظاهرې هم کړي او پولیسو دغلته د میشتو پښتنو په خپل سرو وژنو ملامته کړي دي.

د یادونې وړ ده چې د پاکستان په بیلابیلو ښارونو کې هغه پښتنو ته چې ځانونه پاکستانیان هم ګڼي، د ترهګرو په سترګه کتل کیږي، پولیس او پوځي استخباراتي ادارې یې نیسي، ځوروي یې، بې ګنا یې زندانونو ته اچوي او په ځینو مواردو کې یې وژني او یا یې تري تم کوي.

له فیسبوک تبصرې

تبصرې

Pasto: HP lead articles...
ما را در سایت Pasto: HP lead articles دنبال می کنید

برچسب : نویسنده : کاوه محمدزادگان afghaniha بازدید : 322 تاريخ : جمعه 29 دی 1396 ساعت: 1:22

خبرنامه