په پښتنې ملالې د هندي سینما فلم؛ “ګل مکۍ”

ساخت وبلاگ

د هندي سینما ځوانې اداکارې ریم شیخ، د نوبل جایزې ګټونکې ملالې یوسفزۍ په ژوند د فلم جوړولو چارې پیل کړي.
ملاله یوسفزۍ چې د پاکستان اړوند سوات کې زیږیدلې، د نجونو د تعلیم په په برخه کې يې هلې ځلې کوي. هغه په ۲۰۱۲ کال کې د وسله والو طالبانو اړوند کسانو له لورې تر برید لاندې راغله او په سر يې مرمۍ وخوړه، خو ژوندۍ پاتې شوه.
د ملالې یوسفزۍ په ژوند جوړیدونکی فلم “ګل مکۍ” نومیږي، چې د شوټینګ چارې يې په هندي کشمیر کې روانې دي.
ټاکل شوې چې فلم به د راتلونکې جون میاشت کې خپور شي.
فلم کې د هندي ټلویزیونو تکړه ادکاره او د وزیر فلم ستورې ریم شیخ د ۲۰ کلنې ملالې یوسفزۍ رول لوبوي.
له ریم شیخ سربیره، فلم کې دویا دتا، موکیش ریشي، او اعجاز خان مخکښ رولونه لري. فلم کې له کشمیره ۱۵۰ نور هنرمندان هم لوبیږي. فلم د امجد خان له لورې ډاریکټ کیږي.
ریم شیخ ۱۵ کلنه ده، نوموړې د امیتاب بچن او فرحان اختر سره په وزیر فلم کې ګډ کار وکړ. نوموړې په کشمیر کې د شوټينګ پر مهال رسنیو ته وویل، چې که څه هم د کشمیر هوا یخه ده، خو ښکلې ده.
نوموړې د کشمیر ښایست وستایه او زیاته يې کړه؛ “کشمیر ارام ځای دی. دلته کومه ویره او زور زیاتی نشته. زه دلته د تیرو لسو ورځو راهیسې یم او شاید لس ورځې نوره هم اووسم. که تاسې چرته هم د چکر تابیا لرۍ، کشمیر یو ځل ضرور وګورئ.”

ملاله په ۲۰۱۲ کال کې د وسله والو طالبانو اړوند کسانو له لورې تر برید لاندې راغله او په سر يې مرمۍ وخوړه، خو ژوندۍ پاتې شوه

ملاله یوسفزۍ د نجونو د تعلیم په برخه کې فعاله قلمواله ده. کله چې په ۲۰۱۲ کال کې پرې برید وشو، تر برید وروسته د درملنې لپاره لندن ته انتقال شوه. له تداوۍ وروسته، هغه هملته میشت شوه او په ۲۰۱۳ کال کې د نجونو د زده کړې سره يې د مرستې صندوق (ملاله فنډ) رامینځ ته کړ. ۱۷ کلنه وه، چې د سولې په برخه کې يې د نوبل نړیواله جایزه واخیسته.
ملاله اوس په لندن کې اوسیږي او نجونو د تعلیم په اهمیت خبرې او لیکنې کوي. هغه اوس د لندن په اکسفورډ پوهنتون کې د سیاست، فلسفې او اقتصاد په برخه کې زده کړې کوي.

له فیسبوک تبصرې

تبصرې

Pasto: HP lead articles...
ما را در سایت Pasto: HP lead articles دنبال می کنید

برچسب : نویسنده : کاوه محمدزادگان afghaniha بازدید : 348 تاريخ : پنجشنبه 28 دی 1396 ساعت: 2:13