د افغانستان د کرکټ غوره لیګ پیلیدل او اغیزې یې

ساخت وبلاگ

د کرکټ په نړۍ کې د ۲۰ اوریزه سیالیو غوره لیګونه په بیلابیلو هېوادونو کې ترسره کیږي، چې له ډلې یې د هندوستان «اي پي ایل»، د اسټرالیا «بیګ باش»، د بنګله دیش «بي پي ایل»، د پاکستان «پي ایس ایل» د حنوبي افریقا «ګلوبا کرکټ لیګ» او داسې نور هغه دي، چې د کرکټ نړۍ مشهوره لوبغاړي پکې لوبیږي.

د افغانستان کرکټ بورډ هم د کرکټ نړیوالې شورا سره د پوره غړیتوب اخیستو او د ۲۰۱۸ م کال په پیل کې د «ای پي ایل» یا افغان پریمیر لیګ د پیل خبر داری ورکړ.

کرکټ بورډ د افغان پریمیر لیګ تړون د سنیکسر سپورټس په نوم یوې کمپنۍ سره وکړ.

د دې لیګ ګټې او اغیزې:

۱ – لمړۍ ګټه یې دا ده، چې له دې وروسته به افغانستان هم د کرکټ په نړۍ کې د خپل یو تجارتي کرکټ لیګ څښتن وي او د نړیوالو لیګونو په لیست کې شامل شو.

۲ – د دې لیګ څخه د افغانستان کرکټ بورډ ته په میلیونونو ډالرو عاید ترلاسه کیدای شي.

۳ – د کرکټ بورډ تر څنګ د کرکټ ملي لوبډلو او د کورني کرکټ لوبغاړو ته د عاید پیدا کولو زمینه برابريږي او د ددوي توجع هم د کرکټ په طرف کیږي.

۴ – افغان لوبغاړو ته د کرکټ نړۍ پیاوړو لوبغاړو سره د یو ځای لوبیدو موقع برابریي، تر څو د هغوي د تجربو څخه برخمن شي.

۵ – د دې لیګ کې څخه د کرکټ بورډ د غواراوي کمېتې ته د لوبغاړو د انتخاب کار لا ډیر اسانیږي او بله یې دا چې د کرکټ نړۍ مشهورو لیګونو ته د افغان لوبغاړو ورپیژندل دي، ترڅو په هغه لیګونو کې ولوبیږي.

۶ – افغان لوبغاړو ته د کرکټ نړۍ د پیاودړو روزنکو څخه د روزنې چانس پیدا کیږي.

اندیښنه !

که د دې لیګ د منیجمینټ چارې په سم توګه تنظیم نشي، نو دا لیګ به د یو عادي لیګ په څیر ترسره شي او نړیوال به هم ورته په ښه نظر بیا ور ونه ګوري.

که د کرکټ بورډ اداره د دې لیګ بریالي کیدل غواړي او ځانته یې امتیاز ورکوي، نو په دې لیګ کې دې د اړیکو پر ځای مسلکیتوب ته اولیت ورکړي، ريښتني با استعداده لوبغاړي دې ور معرفي کړي، د غلا او فساد مخه دې ونیسي، خو لمړی دې د ځان نه پیل کړي.

ستاسې نظر څه دی، ایا دغه لیګ به بریالی وي او څومره به ګټور وي ؟

له فیسبوک تبصرې

تبصرې

Pasto: HP lead articles...
ما را در سایت Pasto: HP lead articles دنبال می کنید

برچسب : نویسنده : کاوه محمدزادگان afghaniha بازدید : 295 تاريخ : پنجشنبه 28 دی 1396 ساعت: 2:13

خبرنامه