غني: نړيوال ترهګر سازمانونه په افغانستان کې د جګړې ددوام لامل شوي

ساخت وبلاگ

کابل (پژواک،۲۷مرغومی۹۶): ولسمشر محمد اشرف غني وايي، نړيوال ترهګر سازمانونه او له پولې هاخوا جرمي ارګانونه، خپلو موخو ته د رسېدو لپاره په افغانستان کې د جګړې د دوام لامل شوي دي.

ولسمشر غني دغه خبرې نن په ارګ کې "د سولې په اړه د مدني ټولنې، ځوانانو او مېرنو د ملي مشورتي کنفرانس" د پاى په مراسمو کې په داسې حال کې چې د هېواد له بېلا بېلو ولايتونو څخه کابو ۸۰۰ځوانانو، مېرمنو او د مدني ټولنې غړو په کې ګډون کړى و، وکړې.

نوموړي وويل چې جګړه بېلا بېل اړخونه لري، يو اړخ يې له سيمې هاخوا دی، چې د نړۍ ترهګرو سازمانونو افغانستان په نښه کړی او دغه جګړه د افغانستان نه، بلکې پر افغانستان جګړه ده.

هغه زياته کړه، له پولو هاخوا ترهګر بنسټونه چې له افغانانو سره يوه ذره علاقه هم نه لري، يواځې غواړي د افغانستان له خاورې څخه ناسمه استفاده وکړي، ځکه دوی له څو هېوادونو څخه را تېرېږي، افغانستان ته راځي او افغانان وژني.

ولسمشر دغه راز په هېواد کې د پولې هاخوا جرمي بنسټونو فعاليتونه د افغانستان لپاره بله ستونزه وبلله او ويې ويل چې اوسمهال په جرمي سوداګرۍ او نشه يي توکو په تجارت کې سلګونه ميليارد ډالره په دوران کې دي.

د غني په وينا، په افغانستان کې د ترياکو ټول ترلاسه شوى عايد، ۱.۲ميليارد ډالر دى، خو که په افغانستان کې د دوو کلونو لپاره سوله تامين شي، يواځې له هلمند څخه په مشروع ډول څلور ميليارد ډالر عوايد ترلاسه کولای شو.

نوموړي د خپلو خبرو په بله برخه کې وويل: "زه غواړم د دې پرځای چې سل کسان ميليارډر واوسي، ټول افغانان بايد ښه ژوند ولري. د شتمنۍ مخالف نه يم، خو دا چې د خلکو په واک کې مشروع شتمني و اوسي، نه جرمي او مافيايي شتمني."

د مدني ټولنې بنسټونو، ځوانانو او ښځو د مشورتي ناستې په پرېکړه ليک کې چې نن و لوستل شو، له حکومت څخه غوښتل شوي چې د ملي روغې جوړې د ملي پلان جوړولو، د فساد، ځايي سرزورۍ، نشه يي توکو د قاچاق، په غير قانوني توګه د کانونو استخراج او د ځمکو د غصب مافيا د مخنيوي لپاره کلک ګام پورته کړي او د قانون د حاکميت لپاره دې هڅه وکړي.

په پرېکړه ليک کې دغه راز راغلي چې حکومت دې د ښوونيزو ادارو، جوماتونو او کلتوري بنسټونو له لارې د سختدريځۍ د مخنيوي لپاره اساسي کارونه وکړي.

د بين الافغاني خبرو چټک پيلېدل، د طالبانو له خوا له جګړې څخه لاس اخيستل، په عام المنفعه برخو کې د طالبانو همکاري او د خبرو لپاره د طالبانو د باصلاحيته استازو معرفي کېدل د دغې ناستې نورې غوښتنې دي.

په پرېکړه ليک کې دغه راز له نړيوالې ټولنې څخه غوښتل شوي چې د سولې د تامين لپاره دې خپلې ژمنې عملي کړي او له افغان دولت سره دې د اقتصادي زمينو د ودې لپاره مرسته وکړي څو يو ځل بيا د نړۍ لپاره د ګواښ پر مرکز بدل نه شي.

دغه راز له پاکستان څخه وغوښتل شوي چې د افغانستان په چارو کې له لاسوهنې څخه لاس واخلي.

د غونډې ګډونوالو د سولې له عالي شورا څخه هم غوښتي چې د سولې په پروسه کې دې ځوانانو او ښځو ته هم برخه ورکړي.

ولسمشر غني د سولې په مشورتي ناسته کې د ګډوالو له فعالې ونډې څخه مننه وکړه او ويې ويل: "هغه واحد صف چي نن مو په پرېکړه ليک کې منعکس کړ، زما او هر هغه افغان د زړه د قوت لامل ګرځي، د بحث د نتيجې او متقابل درد درک ولري، زموږ دښمنان غواړي و وايي چې د هر افغان درد بېل دی، خو زه وايم چې د هر افغان درد او موخه يوه ده."

د نوموړي په وينا، هر څوک چې ادعا کوي، د افغانستان عالمان، جوماتونه او مدرسې په يوه لوري او افغان مدني ټولنې، ځوانان او ښځې په بل لوري کې دي، بيا دې فکر وکړي، ځکه ټول له اسلام څخه د دفاع په يوه واحد صف کې ولاړ دي.

ولسمشر د غونډې ګډونوالو ته په خطاب کې وويل: "تاسو د افغانستان د سولې، ټيکاو او هوساينې چورليزي کيلي يئ، ستاسو، له تاسو پرته په هېواد کې سوله، ټيکاو او امنيت نه شي راتلای، موږ افغانستان ودانوو او چاته يې د ورانولو اجازه نه ورکوو. "

غني له طالبانو څخه وغوښتل چې بين الافغاني خبرو ته دې حاضر شي او خپل واک دې ګاونډي هېواد ته نه ورکوي، ځکه هغوی نه غواړي افغانان سولې ته ورسېږي او تاسو ته د سولې په بهير کې داسې مسايل وړاندې کوي چې د افغانستان خلک يې نه مني.

نوموړي وويل: "موږ پاکستان ته هر اړخيزو خبرو لاس اوږدوو او هيله لرو چې د پاکستان له خوا  هر اړخيز ځواب ترلاسه کړو، ځکه افغانستان او پاکستان په ګډه په سيمه کې د هوساينې لامل کېدای شي. "

غني د سيمې هېوادونو ته په خطاب کې وويل: "موږ د چا د کور د نيولو نيت نه لرو، خو يواځې دا غواړو چې په خپل کور کې ارام ژوند وکړو."

Pasto: HP lead articles...
ما را در سایت Pasto: HP lead articles دنبال می کنید

برچسب : نویسنده : کاوه محمدزادگان afghaniha بازدید : 252 تاريخ : پنجشنبه 28 دی 1396 ساعت: 2:13

خبرنامه