افغان لوبډلې د پاکستان د بریا خوب په ماتې تعبیر کړ

ساخت وبلاگ

د افغانستان د ۱۹ کلنو ځوانانو د کرکټ ملي لوبډلې د کرکټ نړیوالې شورا لخوا د ۱۹ کلنو د کرکټ په نړیوال جام سیالیو کې د پاکستانۍ لوبډلې د لوبغاړو، د پاکساتي کرکټ بورډ چارواکو او د کرکټ مینه والو هغه تمې او خوبونه په سیند لاهو کړل، چې د افغان لوبډلې څخه به د تیر اسیايي جام سیالیو د ماتو غچ واخلي.

د ۱۹ کلنو د کرکټ اسیايي جام سیالیو کې د افغان لوبډلې څخه د مسلسل ماتو وروسته پاکستاني کرکټ بورډ د نړیوال جام سیالیو ته په خپلې لوبډله کې ژور بدلون راستی و، خو د دغې بدلون سره سره بیا هم افغان لوبډلې د پاکستانۍ لوبډلې پر وړاندې د بریاوو هیټریک ترسره کړ.

د دغه جام سیالیو په لمړۍ لوبه کې افغان لوبډله د پاکستانۍ لوبډلې پر وړاندې د سیالۍ ډګر ته ولاړه، چې پاکستانۍ لوبډلې د ټاس په خپلولو په لمړۍ توپ وهنې سره د خپلو ټولو لوبغاړو په سوځیدو ۱۸۸ منډې جوړې کړې.

افغان لوبډلې د پاکستانۍ لوبډلې د ۱۸۹ منډو هدف ځواب د خپلو ۵ لوبغاړو په سوځیدو سره د لوبې په ۴۸ اورنو کې د درویش رسولي د ۷۶ ناسوځیدولو او اکرام علي خیل د ۴۶ منډو جوړولو سره ورکړ.

د افغانستان اجرایه رییس ډاکټر عبدالله عبدالله، په پاکستان کې افغان سفیر حضرت عمر زاخیلوال، د کرکټ د ملي لوبډلې لوبغاړو محمد نبي عیسی خیل، راشد خان او نورو بیلابیلو مسولینو د پاکستان خلاف د افغان لوبډلې په دې تاریخي بریا ۱۹ کلنې لوبډلې د لا بریاوو هیله کړې او ټول ملت ته یې مبارکي ورکړې ده.

د دې جام د نن ورځ په نورو سیالیو کې نیوزیلینډ، ویسټ انډیز ته، زیمبابوې، پي این جي ته او بنګله دیش، نمیبیا ته يپه خپلو لمړیو سیالیو کې ماتې ورکړې.

د کرکټ ۱۹ کلنو نړیوال جام سیالیو د رسمي فیسبوک پاڼې د معلوماتو له مخې، افغان لوبډله به خپله راتلونکې سیالي د چهار شنبې په ورځ د سریلانکا او د ګروپ وروستۍ لوبه به د راتلونکې شنبې په ورځ د ایرلینډ پر وړاندې ترسره کړي.

له فیسبوک تبصرې

تبصرې

Pasto: HP lead articles...
ما را در سایت Pasto: HP lead articles دنبال می کنید

برچسب : نویسنده : کاوه محمدزادگان afghaniha بازدید : 272 تاريخ : يکشنبه 24 دی 1396 ساعت: 6:23